او اي سي ډي د هند دوامداره وده پرګوته کوی

لیکنه: د ډاکټرلیکها ایس چکراورتی

ژباړه: د پښتوڅانګی

د هند اقتصادی سروې د اقتصادی همکارۍ او ودی لپاره سازمان چی په لنډه او اي سي ډي بللی شی په تیری اونۍ کی په نوی ډیلی کی خپور شو کوم چی د هند ودی قیصه په یو ټینګ او دوامدار ودی په لاره وړاندی کوی . که څه هم دی د شخصی شرکتی پانګی اچونی اود صنعتی ودی مټه توب په حقله اندیښنی وړاندی کړیدی . کله چی د مالیو په کړو وړو کی اصلاح کړی شوی نو هغی تجارت کولو آسان ګرځولی او په زیربناوکی سرمایه کاری زیاته کړیده او په راپور کی دا هیله ښکاره کړی شویده چی په چټکتیا کی کمښت کتو وروسته معتدله وده پرځای شی . که څه هم د لوړ کیفیت کار روزګار رامینځ ته کول او کلیوال عائید رکود مهم چیلنجونه پاتی دي.

د هند په ایالتونو کی د اقتصادی همغږۍ کمبود کوم چی نادار ایالتونه دی له شتمن ایالتونو سره همسیال نه کیږی کوم چی په هیواد کی دننه د نابرابریو درز له مینځه وړلو لپاره سمدستی د پام اړتیا لری .کله چی راپور وړاندی کولو نو د او اي سي ډي مشر اقتصاد پوه لارنس بون وویل چی هند او س په نړیوال اقتصادیاتو کی یو وده وال اتل په توګه راټینګ شویدی . هند د اقتصادی ودی پرځای کولو په خاطر څرخیدونکی او چوکاټی اصلاحاتو اړتیا لری .

او اي سي ډي اقتصادی سروې ۲۰۲۰ میلادی کال کی د هند وده ۶٫۲ سلنۍ او ۲۰۲۱ میلادی کال کی ۶٫۴ سلنۍ وړاندی کوی . په راپور کی دا خبره پرګوته کړی شویده چی په ۲۰۱۹ میلادی کال کی د اوسنی ۵٫۸ سلنۍ څخه د ودی شرح پرځای کولو لپاره دصادراتو او د پانګی اچونی د تجدیدولو اړتیا لری . د فیدرالیزم نوی لاس رسی چی ورسره مالیاتو شاملولو نوښتونه وی او مالی سیکټور ښه کړی شی او دغه شان نور اصلاحاتو اړتیا ده چی اقتصادی وده پرځای کړی شی .

په بهرنی محاذ د او اي سي ډي په راپور کی دا خبره پرګوته کړی شویده چی په خدماتو کی تجارت په لړ کی د قیوداتو کمولو سره اقتصادیات به وده و مومی .د او اي سي ډي تخمینی دا ښائي چی د نړیوال شیانو او خدماتو په صادرولو کی د هند ونډه د ۱۹۹۰ لسیزوپه شوروع کی له ۰٫۵ سلنۍ څخه ۲۰۱۸ میلادی کال کی ۲٫۱ سلنۍ ته زیاته شویده. دغه ودی ته مهم حرکت برابرونکی معلوماتی ټکنالوژی او دارودرمل پاتی شوی.

د او اي سي ډي په راپور کی دا خبره پرګوته کړی شویده چی په فزیکی او ټولنیز زیربناو لپاره مالی ځای رامینځ ته کولو، د زیارکښانو قوانینو عصری ګرځول ، په اقتصادیاتو کی نورو ښځو ته کار روزګار برابرول مالی سیکټور اصلاح کولو په شان نوښتونه د ودی لاره تجیدولی شی چی ټولو ته کور برابر کړی شی .

د ټولنیز چیلنجونو د حل کولو لپاره لکه په عائیداتو کی نا برابرۍ ، او د ښځوکاریز ځواک شاملول پدی راپور کی حل کړی شویدی .په راپور کی وئیلی شوی چی حکومت په یولړ ټولنیز خیرښیګړی پالیسیوپه نوښتونو لاس پوری کړی په دوئي کی په آزاد ځای کی د لویو بولو څخه ژغورل کله چی له ۲۰۱۴ میلادی کال راهسی کابو ۱۰۰ملیون تاشنابونه جوړ کړی شویدی کوم چی د روغتیا پائیلی په ښه کولو کی کومک کړیدی .

او اي سي ډي دا خبره پرګوته کړی چی د خیرښیګړه د ښه کولو په خاطر د شینوالی ودی او د اقلیم بدلون محدودول د نور زیات پام اړتیا لری . په راپور کی دا خبره کړی شویده چی د هوا آلودګی زیاته ده او د ټینګ ګام نه پورته کولو له کبله نور زیات شی . په کور او داخل کی د هوا آلودګی په هند کی له وخت څخه د مړینی یو لوئ علت هم دې. په نړۍ کی د هوا آلودګۍ له کبله ډیر زیات ځپلی شوی په لسو ښارونو کی نهه ښارونه په هند کی دي.

او اي سي ډي راپور د ګرانی ټک په جوړولو د نوی مالی پالیسۍ چوکاتیز کار د لاری او په نړیوال اقتصادیاتو کی د هند ګډون کولو کولوسره د ګرانی په کمولو کی د هند بریا هم ستائیلی ده . د او اي سي ډي په راپور کی په مهمو سپارښتونو کی د لویو اقتصادی پالیسیو ښه کول او چاری شړل ، پانګی اچونی ته وده ورکول، ټولنیزنابرابرۍ سمول، په نړیوال اقتصادیاتو کی ګډون ښه کول ، د جائیداد مالکانه حق لوړول ورسره زغملو وړ کورونه برابرول او شینوالی ودی ته پرمختګ ورکول شامل دی .

Comments