تر نړیوال فشار لاندی پاکستان بیا هم د ترهګرو پرضد اقدامات ندی کړی
لیکنه: معین الدین خان
ژباړه : د پښتو څانګی
د پاکستان له هر عمل څخه داسی احساس کیږی چی د ترهګری په معامله کی د هغه په چلند کی هیڅ ډول بدلون ندی راغلی. که د ممبيی په بریدونو کی ککړ ترهګرو خلاف د مقدمی چلولو معامله یا هم د ترهګرو ته مالی مرسته یا د حوالی مخه نیولو لپاره ګامونه پورته کولو خبره وی او یا د ترهګری په هکله او څینی بل معامله کی دا ندی احساس شوی چی پاکستانی مقاماتو ته واقعاً د نړیوال فشار ځینی فکر دی. پرته له دی په هره معامله کی دا واضع شوی چی د ځنډ پالیس خپله شویده. پاکستان نه خو د ملګرو ملتونو په لارښونو عمل او نه هم ایف ای ټی ایف د اختار کومه پروا لری .
ایف ای ټی ایف تیر جون میاشت کی پو څل بیا نوموړی په خړ لیست کی شامل او اخطار ئی ورکړو چی د اکتونر تر میاشتی پوری د ترهګرو ډلو د پیسو مینځلو د مخنیولی لپاره ګامونه پورته کړی . که پاکستان دا اقدام ونکړو نو په تور لیست کی به شامل کړای شی . د اکتوبر میاشت هم تیره شوه خو پاکستان په دی هکله هیڅ ګامونه پورته نکړل. په اصل کی پا کستان د دی لپاره چی په تور لیست کی شامیلیدو څخه بچ پاتی شی د چین او ځینو نورو هیوادونو په مرسته ئی تر لاسه کړه. خو یو ځل بیا نوموړی هیواد ته ایف ای ټی ایف خبر داری ورکړو چی په دی هکله خپل مسولیت تر سره کړی او که داسی ئي ونکړل نو په تور لیست کی شامل کړای شی. په اصل کی نوموړی هیواد ته په ۲۷ ټکو مشتعمل یوه ه عملی ۲۷ ټکو پلان پاندی عمل کول دی چی د کوم ترلاندی د ترهګروته مرسته برابرول او د پیسو مینځلو مخه ونیسی . لیکن د پاکستان د ناتوانۍ او د کړنو دا حال دی چی اوسه پوری د ورکړل شوی پلان په ۲۷ ټکو کی یوازی ۵ یا ۶ ټکو باندی عمل کړی دی. پدی ترڅ کی پاکستان ته د یوه اوږده مزل وهل دی . ظاهراً پاکستان دا تاثر ورکوی چی هغه پدی معمله کی سنجیده دی او په پوره سنجدګی سره په دی کار کوی . په کوم ډول چی د نوموړی هیواد لحوا عمل تر سره کیږی له هغی څخه داسی ښکاری چی د ځنډ پلوۍ دی
مثلاً د ممبئي برید دسیسه جوړونکی او د لشکر طیبه بنسټ ایښودونکی او هغه ۱۲ نور ملګری چی په ۲۳ قضیو کی ښکیل وو د جولای د میاشتی په ۲۳مه نیټه ګرفتار کړای شول، د دی ټولو اړیکی له جماعته الدعوه سره دی. د ترهګری په ضد محکمی سی ټی ډی وینا ده چی نوموړی ډله او فلاح انسانیت فاونډیشن(د بشر د خیر ښکیڼی فاونډیشن) د خیرښګیڼی د کارونو په نوم چی کومی پیسی راټولی کړی وی هغه ئی لشکر طیبه ته ډالې کړی. د لاهور د ترهګری پر ضد محکمی ته د تیری شنبی په ورځ تورن لیک وړاندی کیدونکی وو خو د پولیس مقاماتو په هغه ورځ د حافظ سعید او نور ملګری عدالت ته وړاندی نشول کړای چی په همدی وجه د محکمی کړنی نیمګړی پاتی شوی. د پاکستان د مقاماتو له کړنوڅخه داسی څرګندیږی چی هغوی پدی اړه جدی ندی او د کړنو په نوم یوازی خانه پوری کوی. البته نړیواله ټولنه هم دومره ساده نده چی وغولیږی. په پای کی پاکستان کوم کوم حقیقتونه پټول غواړی. له ډیری مودی راهیسی چین د مسعود اظهر بچاو کولو خو تر کله ؟ آخر یوه ورځ هغه هم مجبوراً خپل موقف بدل کړو. په تیرو ورځو کی چی ډان ورځپاني د یوه پاکستانی نژاده دبرطانئی تابعیت لرونکی د لندن بریج په سر د دوه کسانو ووژلو خبر خپور کړ، نو د نوموړی اخبار په دفتر حمله وشوه. د ترهګر عثمان خان جسد هم د کونۍ لخوا پاکستان ته راوړل شو او په اشغالی کشمیر کی خاورو ته وسپارل شو. نو پاکستان به تر کومه پوری له حقیقتونه څخه انکار کوی او تر کومه به د نړیوالی ټولنی په سترګو کی د خاورو شیندلو هڅه کوی.
Comments
Post a Comment