د طالبانو او امریکا د خبرو بیا پيل سره سره ننګونی شتون لری
لیکنه: کالول بهټاچرجی
ژباړه: پښتو څانګه
څو ورځې وروسته له هغې چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام هوایی اډې کی د "مننه کوونی" لیدنې پرمهال له طالبانو سره د سولې خبرو د بیا پیل اعلان وکړ ، د هماغی هوایی ډګر څخه بهر یو روغتیايي مرکز د چهارشنبه په ورځ د وسله والو طالبانو له خوا د زورور ځانمرګی برید تر برید لاندې راغی. چاودنی یوځل بیا د سولې دغه خبری اتری ستونزمنی وښودلی چې وروسته له هغه د متحده ایالاتو د ولسمشر لخوا ځنډول شوی وی کله چې طالبانو په کابل کی د ناتو پوځی تاسیسات تر هدف لاندې ونیول، دا هغه وخت وو چې د طالبانو سیاسي ډلې د متحده ایالاتو له ولسمشر سره د شخصی ناستی او لیدنې لپاره چمتووالی نیولو. د سپټمبر میاشتی را په دیخوا د خبرو اترو له دریدو راهیسی، طالبان ټینګار کولو چې خبرو ته چمتو دی ، او ویلي یې وه، چې د اوربند شرایط پای ته رسیدو سره به جګړه ودریږي. د دې پیغام سره دوی د خبرو له لنډ ځنډ وروسته ، بیجینګ ، مسکو او اسلام آباد ته سفرونه ترسره کړل.
د طالبانو د ویاند سهیل شاهین په وینا ، د ځنډ سره سره ، د متحده ایالاتو او طالبانو ترمینځ خبرې اترې پرته له کومی ستونزی پیل شوې. طالبانو ټینګار کړی دی چې غواړي د افغانستان نوم له اسلامي جمهوریت څخه اسلامي امارت ته واړوي. دا هغه څه دي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان اوسني حکومت به مقاومت ورسره وکړی چې په مکرر ډول یې اعلام کړی چې هغه به د افغانستان د حکومت اساسی هویت سره په ټکر کی نظرونه ونه منی .د طالبانو په وینا یو شمیر مسلې له دې مخکې حل شوې وې چې امریکا د سپټمبر په میاشت کې د طالبانو سره خبری وځنډولې ، خو ترټولو لویه پاتی مسله له امریکا سره د اوربند شرایط او د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې دي. دا خورا ننګونکي موارد دي چې امریکا ، طالبان او او د کابل حکومت به په راتلونکو اونیو او میاشتو کې خبرې پری وکړي.
بله د اندیښنی وړ موضوع چې طالبان به یې میز ته راوړی د کابل د حکومت دریځ دی. د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره ټاکنې د سپټمبر په ۲۸ نیټه ترسره شوې ، خو تر دې دمه د ټاکنو پایلې نه دي اعلان شوي. په عین وخت کې ، د ډاکټر غني سیال ډاکټر عبدالله عبدالله په افغانستان کې د لاریونونو غونډې کوي چې د شمېرنې د روڼتیا غوښتنه کوي. د ټاکنو د شخړو یو احتمالي تاوتریخوالی به د طالبانو او متحده ایالاتو لا دمخه د اختلاف ډکو خبرو اترو لپاره د ستونزو نوې پړاو زیات کړي. که چیری د غنی له حکومت څخه په لویه کچه ملاتړ ونشی نو کیدی شی طالبان هم د دی حکومت د مشروعیت سره اختلاف وښیی. دا به د طالبانو په ګټه کار وی ، کوم چې ځان د هیواد د خلکو واقعی استازی ګڼی. لا دمخه داسې نښې شتون لري چې نړیوال لوبغاړي د داسې حل په لټه کې دي چې له مخې به یې طالبان د افغانستان د ځواک د جوړښت برخه وي.
یوې روسي سرچینې په دې وروستیو کې ویلي چې د واک په شریکولو کې د طالبانو شاملول ورځ تر بلې غیر ضروري بریښي، ځکه چې د اسلامي دولت ځواکونه د افغانستان خاورې ته رسیدلي. روسیه هم د چین په څیر اندیښنه لري چې په افغان خاوره کې د اسلامي دولت جنګیالیو زیاتیدونکی حضور به ژر یا وروسته د مرکزي آسیا هیوادونو امنیت له خطر سره مخامخ کړي. او د چین په زین زیانګ ایالت کې به د ګډوډی سبب شی. له داعش څخه د احتمالي اوږدې مودې ستونزې رامنځته کیدو مخنیوي لپاره؛ چین او روسیه دواړه غواړي چې طالبان په څو اړخيزو ځواک کې برخه واخلي. دا جوته ده چې یوځل طالبان د افغانستان له حکومت سره اوربند اعلان کړي ، نور ښکیل هیوادونه به د افغانستان د ټولو برخو سره د هر اړخیزې همکارۍ پروسه پیل کړي.
د افغانستان عمومي وضعیت د سولې لپاره د چاپیریال رامینځته کولو نشتوالي له امله ستونزمن کیږي. ځینې برخې له متحده ایالاتو وغوښتل چې د باور پیاوړتیا پړاو اعلان کړي. پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په واشنګټن غږ کړی چې په افغانستان کې یو اړخیز اوربند اعلان کړي ترڅو د طالبانو باور ترلاسه کړي.هند اړ دی چی په افغانستان کې د راپورته کیدونکو پیښو څخه څارنه وکړي. نوی ډهلي د دی جګړې ځپلي هیواد بیارغونې ته په ژوره توګه ژمن دی. د هند لخوا یاد هیواد ته د بیلابیلو پروژو لپاره دوه ملیارده امریکایي ډالر ورکړل شوي دي. د دی لیدل لا پاتی دی چې د متحده ایالاتو ، طالبانو او افغان حکومت په څیر بیلابیل اړخونه څنګه په افغانستان کې د کورنی فضا لپاره خبرې کوي. سیمه ییز او نړیوال لوبغاړي به په خبرو کې د یو څه پرمختګ لپاره سترګی په لاره وی.
Comments
Post a Comment