د پاکستان سیاسی تناظر د اټکلونو، پیچلتوبونو اوشکوک سره ډ ک

لیکنه: د معین الدین خان

ژباړه : د پښتو څانګی

په پاکستان کی چی د واکمنۍ کومه اډاوڼه ده ورسره ولسی مشرتوب او د پوځ په خپلو کی د اړیکو کوم نوعیت دی په هغو کی د اټکلونو او شک و شبهاتو ماحول اکثره پاتی شوی خو د عمران خان په واکمنی کی د اټکلونو او د شک و شبهاتو یو لړ علتونه ښکاری . دا خبره خو هر چا ته معلومه ده چی پوځ او د عمران خان اړیکی او مناسبات ډیر ښه پاتی شویدی او عمومی نظر ئې دا و چی پوځ به په هر حال کی دا اړیکه پرځان و ساتی او ښائي چی عمران خان لومړنی لومړی وزیر وی څوک چی د ۵ کالو موده پوره کړی . دا خیال او ګمان ځکه و چی عمران خان او د نوموړی ګوند ته واکمنی پرغاړه کولو کی پوځ ډیره مهمه دنده ترسره کړی وه . خو وضیعتونو څه داسی اړخ غوره کړو نه یواځی د حکومت او پوځ په اړیکو ګوته ونیولی شوه بلکی د پوځ او محاکمی ورسره سم پوځ او مخالفوګوندونو ترمینځه د یولړ ورکړی راکړی په خبرو هم بحث وشو. داسی پیښیدل پاکستان لپاره ځنی نوی خبره نده . اکثره پوځ او سیاسی ګوندونو ترمینځه ورکړی راکړی یا په پټه د موافقی خبری ښکاره شویدی . هر څنګه چی وی په اوسنیو تیرو ورځو کی یوشمیر خبری داسی هم شویدی د کوم له مخی د حکومت بیلا بیلو ادارو ترمینځه د سودا کولو خبری مخی ته راغلی دی . په هغوئي کی یوه خبره خو دا ده چی د نواز شریف ته له محکمی څخه د تداوۍ لپاره له هیواد څخه بهرنی هیواد ته د تلو کوم اجازه ترلاسه شوی له هغی څخه عمران خان ته ډب رسیدلی ځکه چی نوموړی دا نه غوښتو چی نواز شریف ته لندن ته د تلو اجازه ترلاسه شی . خو کله چی د نوموړی د تلو یقینی شول نو د عمران خان په زړه کی په طبعی ډول دا خیال راغی ښائي چی پوځ او محکمی ترمینځه پدی ترڅ کی ځنی سودا شوی وي. یوه بله لویه معامله مخی ته راغلی دا معامله د پوځ لوئ درستیز د جنرال قمرباجوا د وظیفی په موده کی د توسیع او زیاتوالی ده . نوموړی به د تیر میاشت په ۲۹ مه نیټه تقاعد کیدو ته و خو لدی څخه څو میاشتی د مخه لومړی وزیر عمران خان د نوموړی وظیفی موده تر د ۳ کالو د غزیدو رسمی نوټس خپورکړو. پدی ستری محاکمی نیوکه وکړله . پدی کی یوه تخنیکی کمی خو و ورسره دا فرمان ولسمشر لخوا خپور شوې وائ لاکن لومړی وزیر خپور کړو . لدی سره ستری محاکمی مرکزی حکومت ته دا هدایت ورکړو چی د پوځ لوئ درستیزد وظیفی په موده کی د غزیدو په معاملی کی هغه په قانون کی تعدیل په کولو د دی ځنی واضحه ضابطه جوړه کړی . فعلا ستری محاکمی د شپږ میاشتو توسیع کړیده . اوس دغه معاملی سنګین اړخ ځکه غوره کړی چی پدی قانون کی تعدیل څنګه وکړی شی .

بلی خوا حکومت خو هم دا غواړی چی د مخالفو ملاتړ یا د هغی بیله ملاتړ هم په پوځی قانون کی تعدیل وکړی شی . خو بلی خوا هغی په دریو غړو مشتمل یوه کمیټه هم تشکیله کړیده کوم چی نه یواځی دا چی د خپل اتحادیانو بلکی مخالفو سره هم د ملاتړ ترلاسه کولو په خاطر اړیکه و لری . پدی کمیټی کی دوه غړي اسعد عمر او شاه محمود قریشی پوځ ته ډیرنږدی ګڼلی کیږی . نو ځکه دا تاثر هم راپورته کیږی چی دا پرمختګ پخپله د پوځ په اشاره شوې. ددغو خبرو سربیره د پاکستان په سیاسی قلمرو کی دا هم احساس کیږی یوخوا حکومت او مخالفو ترمینځه فاصله زیاته شوی نو بلی خوا حکومت او پوځی ډلی ترمینځه هم ترینګلی رامینځ ته شویده . دا ګمان هم شته چی اوس د عمران حکومت زیات مودی پوری پاتی نشی او کیدی شی د پوځ د لوئ درستیز د وظیفی دوری توسیع معامله نوی حکومت سرته ورسوی . غرض دا چی هری خوا ته د ګمان او د قیاس لګولو بازار تود دې او داسی په پاکستان کی اول وار نه کیږی .

Comments