د وزیرانو په کچه د هند او جاپان تر منځ دوه په دوه ناسته

لیکنه: سومن شرما

ژباړه: پښتو څانګه

د هند او جاپان ۲ + ۲ د بهرنیو او دفاع وزیرانو لومړۍ ناسته په نوي ډیلي کې جوړه شوه. د جاپان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي توشیمیتو موتيګي او د جاپان دفاع وزیر ښاغلي تارو کونو د هند د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جیشینکر او د دفاع وزیر ښاغلي راج ناتھ سینګ سره خبرې اتری وکړې. دا ۲ په ۲ غونډه د دوه اړخیزو، دفاعي او ستراتیژیکو اړیکو ژورتیا ښکاره کوی. د هند او جاپان ستراتیژیک ملګرتیا ، له ۲۰۰۰ کال راهیسې، د ګډ کاري ډلو ترمینځ د چارواکو په کچه ترسره کیږي. له ۲۰۱۰ کال راهیسې یادی غونډی د دارالانشاء په کچه ترسره کیدلی ، مګر اوس د وزیرانو کچې ته لوړ شوي. دا ډول دوه اړخیزه ناسته لومړی د پخواني لومړي وزیر ای بی واجپایي او د جاپان د پخواني لومړي وزیر یوشیرو موري د دورې پر مهال په ۲۰۰۰ ام او ۲۰۰۱ کال کې وړاندیز شوې وه. له هغه وروسته دا ناستی د جوړیدو په حال کی وی.

په یوه ګډه اعلامیه کې ، نوي ډیلي او ټوکیو وویل چې هغه ترهګر چې له پاکستان څخه بهر فعالیت کوي د سیمې ثبات او امنیت ته لوی ګواښ دی. دې له شمالي کوریا هم وغوښتل چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو (یو ان ایس سی آر) سره سم د ستری ویجاړی او د بالسټیک توغندیو ټول وسلي له مینځه یوسي.

د ۲ + ۲ وزیران د دې میاشتې په وروستیو کې هند ته د جاپان د لومړي وزیر شینزو ایبي سفر وروسته د هند او جاپان کلنۍ ناستې لپاره راغلی . کلنۍ ناسته له ۲۰۱۴ کال راهیسې په تدریجي ډول وده کړې. د لومړي ځل لپاره ، د هند او جاپان دوه اړخیزو اړیکو ته وده په ۲۰۰۶ کال کې ورکړل شوه ، ورپسې په ۲۰۰۷ وم کال کې ګډ نظامي تمرینونه ترسره شول چی مالابر یی یوه مهمه برخه ده . جاپان له ۲۰۱۵ کال راهیسې د مالابر تمرین کې د غړي په توګه برخه اخلي.

تیرکال هندي پوځ او جاپانی ځمکنيو ځواکونو د لومړي ځل لپاره ګډ تمرین وکړ ، چې د تروریزم پر ضد مبارزه وه. د ګډ هوایی ځواک تمرین لپاره خبرې روانې دي ، چې د ۲ + ۲ وزیرانو په ناسته کې هم پری خبرې وشوې. تمه کیږی چی د دې جنګي الوتکو تمرینونه ژر تر ژره ترسره شی.

پداسې حال کې چې جاپان د شپږو هیوادونو سره د وزیرانو په کچه د ۲ + ۲ ناستی لري خو هندوستان په دې بڼه کې یوازې د متحده ایالاتو او جاپان سره ښکیل دی. په هرصورت ، د سږکال په سپټمبر کې ، د (یو ان جی ای) په څنډو کې ، د متحده ایالاتو ، هند جاپان او آسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرانو د لومړي ځل لپاره په نیویارک کې د څلور اړخیز (کواد) خبرو لپاره سره وکتل. شاوخوا پنځلس ورځې دمخه ، د کواډ څلور واړو هیوادونو د تروریزم پرضد د مبارزې په هکله خپل لومړني عملي تمرینونه درلودل ، چی په دې توګه یی د کواډ ډلې ته ځواک ورکړ.

شنونکو په د باور دی ، چی په ۲+ ۲ ناسته کی په هند سمندر کې د سولې ټینګښت په اړه خبری برلاسی وی ، کوم چې د سږکال په بنکاک کې د لومړي وزیر مودي په وینا سره د ختیځ آسیا په ناسته کې وویل شوی چیری چې هغه د سولی، ثبات او ازادی په موخه د "انډو - پیسیفک سمندرونو نوښت" لپاره یادونه وکړه.

د هند او جاپان اړیکې د ډیری پروژو لکه پایپ لاین، او چټکو ټرینونو سره لا وده کوی. چی د ډیری دفاعي پروژو سره ، دا باور لا پياوړی کیږی. د ۲ + ۲ وزیرانو ناستې په جریان کې ، دواړو لورو د استملاک او سره صلیب خدمتونو تړون (ای سی ایس ای) د خبرو اترو د ژر پای ته رسیدو هیله څرګنده کړه چې دا به د دواړو لورو تر منځ دفاعي همکارۍ زیاتولو کې مرسته وکړي. د اړیکو یو جاپاني افسر به د ګورگرام میشته د هندی سمندر سیمی اطلاعاتو ګډ مرکز کې وګمارل شي چې د هند لخوا د ۲۰۱۸ کال په دسمبر کې پرانیستل شوی و. د ۲ + ۲ وزیرانو ناسته د څلور اړخیز ژورو دفاعي ټیکنالوژۍ همکارۍ له ځانه سره لري چې په ۲۰۱۰ کې پیل شوې. دې کار د روبوتانو او له چلونکی پرته ځمکنیو وسایطو په څیر ټیکنالوژیو شریکولو ته وده ورکړې. د هند (ډی آر ډی او ) د یو شمیر مسلو په اړه د خپل جاپاني سیال سره همکاري کوي.

د سویلي چین سمندر هم د ۲ + ۲ وزیرانو په ناسته کې یوه یادونه شوی ده؛ چی پکی ازاد تګ راتګ ، ډيری الوتنې ، د قانوني سوداګري نه مخنیوی او د شخړو سوله ایز حل د نړیوال قانون د نړیوال پیژندل شوي اصولو سره سم د قانوني او ډیپلوماټیک پروسو لپاره په بشپړ درناوي سره مهم کڼل شوی.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت