له کابل  څخه د ټرمپ ناڅاپي لیدنه ، د هیلې یو څرک

لیکنه : د معین الدین

ژباړه: د پښتو څانګې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ناڅاپۍ توګه کابل ته رسیدلی او په افغانستان کې ئي له امریکایي سرتیرو سره لیدلي او د مننې دود یې پر ځای کړی دی. یاده دې وي چې ټرمپ د امریکا د ولسمشر له جوړیدو وروسته دا د نوموړي له افغانستان څخه لومړنۍ لیدنه ده. که څه هم د خپل حکومت په دور کې نوموړي د افغانستان او د جنوبي اسیا په اړوند ډیرې مهمې پریکړې هم کړې دي خو تر اوسه افغانستان ته نه و تللی . کومې مهمې پریکړې چې ټرمپ کړې وې ، په هغه کې د جنوبي اسیا په اړه د امریکا د ستراتژي د نافذولو پریکړه هم وه . په هغه وخت کې نوموړي د پاکستان په هکله کلک دریځ غوره کړی و ، په کوم کې چې پاکستان سره د پوځي او اقتصادي مرستو د ځنډولو پریکړه هم کړې وه. په خپل یوه ټویټ کې نوموړي ویلي و چې امریکا له پاکستان سره په کروړونو روپیو مرسته وکړه خو د هغه په مقابل کې د پاکستان په خوا یوازې دروغ او دهوکا تر لاسه کړه . په هر حال خو د جنوبي اسیا په اړه له دې نوی پالیسی د اعلانولو وروسته څه نورې پریکړې هم وشوې . په دې کې دا هم واوریدل شول چې په دوحه کې د طالبانو د مشرانو او امریکا تر منځ د سولې د خبرو اترو سلسله شروع شوه . د امریکا یو لوړ پوړی ډیپلومات ځلمی خلیلزاد د خاص استازی په توګه مقرر او نوموړي ته دا دنده وسپارل شوه تر څو د طالبانو سره خبرې اترې په مخ بوزي . د خبرو اترو څو پړاوونه تر سره شول خو په دې ترڅ کې دا هم ولیدل شول چې په افغانستان کې د طالبانو حملې هم تر سره کیدې . په دې بریدو کې امنیتي ځواکونو او پولیسو سره سره عادي وګړي هم له مرګ او ژوبلې سره مخامخ کیدل . طالبان نه بریدونه وځنډول او نه یې هم د افغان حکومت له چارواکو سره خبرو اترو ته په کینستلو راضي شول . په هر صورت : د خبرو اترو په منځ کې انګیرل کیده چې اوس به په پریکړه لاسلیک کیږي او له هغې نه لږ څه وړاندې ولسمشر ټرمپ او د افغانستان ولسمشر د طالبانو له مشرانو سره یوه ځانګړي لیدنه به هم کیږي ، د دې لپاره چمتوالی نیول کیدو او د خبرونو په حواله د دې غونډې لپاره د افغانستان ولسمشر اشرف غني امریکا ته هم روان شوی و ، خو ناڅاپه دا هم پته ولګیده چې ټرمپ له طالبانو سره خبرې ځنډولې دي . نوموړي د خبرو د ځنډولو په هکله ویلي و چې طالبانو له پریکړې څخه لږ څه وړاندې یو قوي برید تر سره کړی و په کوم کې چې د یوه امریکایي سرتیري سره ګڼ شمیر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه . خو وروسته دا هم څرګنده شوه چې د ټرمپ د خفګان څه نور علتونه موجود وو ، په کوم کې چې یو لامل دا و چې طالبان د افغانستان د حکومت له چارواکو سره خبرو کولو ته به هیڅ ډول تیار نه و .

په هر حال هغه خبره زړه شوې ده او بیا ځلې به خبرې اترې کله او څنګه کېږي د دې په اړه هم څه نه اوریدل کیدل یوازې اټکل کیدو او اوس په مستقیم ډول د ټرمپ افغانستان ته تګ او له وینا څخه داسې خبر تر لاسه شوی چې امریکا او طالبانو تر منځ به خبرې اترې بیا تر سره کیږي . د ټرمپ په وینا طالبان خبرو اترو او پریکړې ته چمتو شوي دي . دا ځل اوریدل داسې کیږي چې اوس چې کوم مذاکرات ترسره کیږي هغه به حقیقي ډول د سولې مذاکرات وي ځکه چې طالبان هم د اوربند لپاره تیار دی . دټرمپ په وینا لومړی مونږ به چې کله طالبانو ته د اوربند لپاره ویل نو هغوی نه منله ،خو اوس دوی د دې لپاره چمتو ښکاري . نوموړي دا هم ویلي چې هغه په دې باوري دی کومې خبرې الرې به چې دا ځل تر سره کیږي په توګه به تر سره شي ، په کوم کې چې په ځانګړی ډول اوربند په پام کې ونیول شي .

ډونالډ ټرمپ دا وینا تیره پنجشنبې په کابل کې کړې وه او له هغې وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د دې خبرې پخلی کړی چې طالبان خبرو لپاره تیار دي . د طالبانو ویاند رایترس خبري اژانس ته ویلي چې زموږ غوښتنې کومې نوې نه دي که د سولې خبرې شروع کیږي نو بیا به له هغه ځایه شروع شي چې تیر سپتمبر کې ځنډول شوې وې . دا خبره هم له بیلا بیلو سرچینو څخه اوریدل کیږي چې په دوحه قطر کې د امریکې او طالبانو د استازو تر منځ له تیرې اونۍ څخه خبرې روانې دي او هیله کیږي چې د سولې د خبرو سلسله به هم بیا ځلې پیل شي. د ټرمپ د ویاند له خبرو څخه داسې مالومیږي چې د خبرو اترو سلسله بیا روانیدای شي . په دې کې هیڅ شک نشته چې په افغانستان کې تلپاتې سوله ضروري ده ځکه چې له تیرو څلورو لسیزو راهیسې افغان ولس ته د لږ وخت لپاره هم سوله نه ده په نصیب شوې .

ډونالډ ټرمپ په دې باور لري چې طالبان به د اوربند لپاره تیار شي که داسې و شي نو دا به ډیره د خوښۍ خبره وي . خو د طالبانو تر دې دمه چلند، او د هغوی داسې کړنې چې د ویجاړیدو سبب ګرځېدلې دي په ډیرو ډګرونو کې اوس هم شک مینځ ته راوړي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت