عراق کی سیاسی کړکیچ

لیکنه: ډاکټر محمد مدثر قمر

ژباړه: پښتو څانګه

له دوه میاشتو راهیسې په عراق کې ځوانان د فساد ، بیکاري او په کورني سیاست کې د ایران او امریکا مداخلې پروړاندې لاریونونه کوي. د حکومت ضد لاریونونو د مدني نافرمانۍ یو پراخ غورځنګ غوره کړې چې د نایف ، کربلا ، بصره او بغداد په شمول په ټولو لوی ښارونو کې یی لاریونونو په لاره اچولی. راپورونه ښایی چې د ایران انقلابي ګارد او هغوی ته وفاداري د خلکو د ملاتړ ډلې سره په همغږۍ د امنیتي ځواکونو او اجیرانو د اقداماتو له امله تر ۴۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی. تیره جمعه ، لومړي وزیر عادل عبدالمحدي وروسته له هغه استعفا وکړه چې د شیعه نفوذ لرونکي عالم آیت الله علي ال سیستاني په پارلمان غږ وکړ چې له خپل حکومت څخه د ملاتړ پر وتلو غور وکړي. دوه ورځې وروسته ، پارلمان د هغه استعفا منظور کړه او له ولسمشر څخه یې وغوښتل چې نوی لومړی وزیر وټاکي. په هرصورت ، لاریونونه ته دوام ورکړل شو او اوس یاد غورځنګ په بغداد کی د تحریر څلور لاره خپل مرکز ګرځوی. او په هغی لوری روان دی. اقتصادي ستونزی او اداري فساد د عراقي ځوانانو تر مینځ ترټولو مهم مسلو په توګه راپورته شوي. عراق د متحده ایالاتو د ۲۰۰۳ کال له برید راهیسې د فرقه یي شخړو او کورنیو جګړو څخه ځوریږی. د منظمو ټاکنو سربیره ، سیاسي ثبات د ګواښ سره مخ دی. سره له دې چې عراق د تیلو په نړیوال بازار کې د تیلو یو ستر صادروونکی په توګه بیرته راستون شوی خو اقتصادي ستونزې لاهم پاتې دي. خلکو دا ستونزه د سیاسي طبقې تر مینځ د بودیجه ناسم مدیریت او اداري فساد په توګه یاده کړی. 

ګډوډي د عربي خوځښتونو نه وروسته د عراق وړتیا نوره هم پیچلې کړې ترڅو له دې کړاوونو څخه ځان خلاص کړي. په ۲۰۱۳ او ۱۴ کې د داعش زیاتوالی عراق بیرته د سقوط په څنډه کې راوست ، ځکه چې دغی تروریستي ډلې ګړندي لاسته راوړنې درلودې او پراخې سیمې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستې ، چې د ۲۰۱۴ م کال په جون کې یې د 'خلافت' بنسټ اعلان کړ. په هرصورت د موصل سقوط او د ۲۰۱۷ کال ډسمبر میاشت کې د داعش ماتې ، د خلکو د ستونزو پای ته رسیدو لامل نه شو . 

تمه کیده چی د ۲۰۱۸ کال می کې پارلماني ټاکنو ترسره کیدنه به په عراق کې د نوي دوری پیل وی او د پراخ اداري فساد ، بې کاري ، سیاسي بې تفاوتی او فرقه یي کړکېچونو د پای ته رسیدو لامل به شی. خو ټاکنو له ځانه سره داسی څه ولرل چې د حکومت په جوړښت کې د ځنډ لامل شول. نوي ټاکل شوی پارلمان پینځه میاشتې د حکومت په جوړولو تیری کړی. عادل عبدالمحدي چې د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر کې یې مشری په غاړه واخسته و نشو کولی چی د خلکو باور ترلاسه کولو لپاره ډیر څه ترسره کړي.

بله مسله چې د ځوانانو په مینځ کې راپورته شوې هغه د عراق په کورنیو چارو کې د ایران مداخله ده. په ۲۰۰۳ کال کې د صدام حسین رژیم له رانسکورېدو راهیسې ، ایران په عراق کې د خپل پیاوړي سیاسي او نظامي شتون سره د یو لوی لوبغاړي په توګه راپورته شوی. د ایران انقلابی ګارد شیعه ملېشی روزلی چې د سیمو د خلکو همغږی هم ورسره وه چی د داعش په ماتولو کې یی د پام وړ رول لوبولی دی. دا ادعا هم شوې چې د تهران مینځګړیتوب د ۲۰۱۸ کال می میاشتی ټاکنو وروسته د حکومت په جوړښټ کې د ځنډ لامل و. په بغداد کې د امریکا د پام وړ نفوذ هم شتون لري پداسې حال کې چې د عربي خلیج پاچاهان په ځانګړي توګه سعودي عربستان هم هڅه کوي په بغداد کې د دوی خبره خپل ځای ولری. د عراقیانو په نظر ، د متحده ایالاتو او ایران ډیر ژور او ځواکمن نفوذ په بغداد کې د هرډول فعالیت مخه نیولې او له همدې امله د لاریون کونکو لاریون د دواړو په وړاندې شوی.

عراق د تیلو لوی زیرمې لري او د تیلو یو ترټولو لوی نړیوال صادروونکی دی. هندوستان هم له ۲۰۱۸ کال راهیسې له عراق څخه تیل واردوی چې تر دې دمه د هند لپاره د تیلو لوړ عرضه کونکی دی او سعودي عربستان یی دوهم ځای ته بولی. په ۲۰۱۸ او ۱۹ کال کې ، هند له عراق څخه د ۲۲،۳ بیلیونو ډالرو په ارزښت تیل وارد کړی ، چې د هند د تیلو د وارداتو نږدې ۱۳سلنه برخه جوړوي. نوی ډیلي باید په عراق کې د کورنیو وضعیت په احتیاط سره وګوري. البته هندوستان ، نړیوال وضعیت ته په پام سره له هغوی څخه تیل واردوی. د عراقي چارواکو ناتوانۍ چې په سوله ایزه توګه له لاریونونو سره معامله وکړي او ډله ییز مسؤلیت په غاړه واخلي نور پیچلې موضوعات لري. عراق نن ورځ څلور لاری ته ورته ځای کی موقعیت لری او اړتیا لري چې د خپل راتلونکي سړک نقشه باندې پریکړه وکړي. په عراق کې بې ثباته وضعیت به خامخا په لوی منځنی ختیځ اغیزه ولري ، کوم چې دمخه لاهم د سختو کړکیچونو سره مخ دی. هند تمه لري چې عراقي حکومت به د هغې د خلکو شکایتونو ته د رسیدنی لپاره ګامونه پورته کړي او سوله او امنیت به زیانمن شوي هیواد ته راستون شي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت