د ایران لاریونونه خلیج ګواښوي
لیکنه: د ډاکټر آصف شجاع
ژباړه: د پښتو څانګه
تیره میاشت، د ایران حکومت اعلان وکړو چې هغوۍ د خپلو غریبو ښاریانو د مرستې لپاره د اضافي پیسو د سپما کولو په موخه پټرول او د خوراکی توکو یا غذائی موادو په نرخونو کی کموالی راولی. دغه د تیلو غني هېواد دا ناڅاپي اعلان به د تیلو په بیو کې تدریجي زیاتوالی راوستلو او د خلکو د لاریونونو سبب شو چې په چټکۍ سره یې ګڼ شمیر ښارونه په بر کې ونیول او په هغه هېواد کې یې سیاسي نا آرامي رامنځته کړه چې د رژیم د ثبات لپاره د سختو ننګونو باعث شوه.
ایراني مقاماتو دغه لاریونونه د اپوزیسیون ډلو او د خپلو بهرنیو دښمنانو لاسوهنه وبلله او په غوڅه توګه یې ورته ځواب ووایه. هغوئ همدا راز د دغه دولت ضد لاریونونو د مخنیوي په موخه انټرنیټي چوپړتیاوې هم په بشپړه توګه بندې کړې. د ایران د انقلابي پوځ ( آی آر جي سي) مشر قوماندان په وینا، له دغه نا آرامیو څخه د هېواد د دښمنانو موخه د شته اسلامي جمهوریت په خطر کې اچول وو.
همدا راز ایران د دغه لاریونونو په بهیر کې د وژل شویو شمیر هم په رسمي توګه خپور نکړ، د امنیسټي نړیوال سازمان ادعا کړې چې د لاریونونو پر مهال یې د ۲۰۸ تنو د وژنې اسناد ئی ترلاسه کړي. راپور وائې چې د لاریونونو په بهیر کې شاوخوا ۲۰۰۰ زره تنه ټپیان شوي او تر ۷۰۰۰ زره کسان د ایران امنیتي قواوو لخوا نیول شوي هم دي.
د کومو ارقامو ورکولو پرته، ایراني رسنیو هم د لاریونونو پر مهال د امنیتي ځواکونو لخوا د بعضې کسانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی، په داسې حال کې چې د نا آرامیو د کرارولو لپاره یې د امنیتي ځواکونو هڅې ستایلي خو دوی یې وسلوال ترهګر هم بللي دي. همدا راز د ایران د استخباراتو وزارت ویلي چې لږ تر لږه اته تنه یې له سي آی اې سازمان سره د اړیکو لرلو په تور هم نیولي دي. د دوه اونیو د تاوتریخوالي او نښتو وروسته د ایران ولسمشر حسن روحاني پخپله ټلویزیوني وینا کې د بعضې نیول شویو بې ګناه او غیر وسلوالو کسانو د خوشې کیدو غوښتنه کړې.
د ایران ناورین په داسې وخت کې پیښ شوی کله چې ایران د متحده ایالاتو له خوا تر سختو بندیزونو لاندې دی، ځکه چې تیر کال ایران د شپږو نړیوالو قدرتونو سره له شوی موافقی وروسته له اټومي تړون څخه لاس واخیست. د متحده ایالاتو د بندیزونو له امله ، ایران د خپلو تیلو او ګازو په صادرولو کې له سختو محدودیتونو سره مخ دی او په اغیزمنه توګه د تیلو پر اساس اقتصاد کې د پیټرو - ډالرو انحصار کولو څخه بې برخې دی. په داسې وضعیت کې یاد بندیزونه اوس د ایراني وګړو ورځني ژوند ته ګواښ متوجه کوي ، چې د دوی د اقتصادي ستونزو سبب کیږي. د ورته علت له مخې ، دا کار د ایران رژیم ته هم په کار دی چې د ایران د اقتصادي ستونزو ټوله پړه په خپلو بهرني دښمنانو واچوي.
که څه هم دغه لاریونونه د تیلو د بیو د لوړوالي له امله رامنځته شوي خو، یو لامل یې د ایران او امریکا متحدو ایالتونو اوږد مهاله دریځونو غبرګونونه هم دي. ایران ویلي چې که چیرې امریکا لومړی بندیزونه لرې کړي نو ایران هم د اوسني بحران د لمنځته وړلو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی. امریکا ټینګار کوي چې دا به یواځې هغه مهال بندیزونه لرې کړي چې ایران خپل اټومي پروګرام شنډ کړي، خپل توغندی پروګرام پای ته ورسوي او په سیمه ایز فعالیت کې یې محدودیتونه وښیې. دې وضعیت د ایران او متحده ایالاتو تر منځ لانجه داسې وضعیت ته رسیدلې چې حل یې ناممکن بریښي او د فارس خلیج سیمې امن او ثبات ته احتمالي زیان رسونکی دی.
په هر صورت، یو بې ثباته ایران د هیڅ چا په ګټه هم نه دی. داسې ویره شتون لري چې د امنیتي ځواکونو لخوا په خوزستان، سیستان، بلوچستان او کردستان کې چې ټولې اقلیت میشته سیمې دي د لاریون کونکو ټکول به د لا ډیر تاوترخوالي سبب شي. دا ویره هم لیدل کیږي چې د ایران آخوندي رژیم به د خپل قدرت په ښودلو سره به د دغو اعتراضونو د ډب کولو لپاره او خپلو کورنیو او بهرنیو مخالفینو ته د پند ورکولو په موخه له خپل بې مثاله زور څخه هم کار واخلي.
په ایران او خلیج سیمه کې بې ثباتي د هند په ګټه هم نه ده. ځکه چی هند د خلیج سیمي له هېوادونو سره ښې اړیکې لري چې ایران هم په هغو کې شامل دی، هند له ایران سره له ډیر پخوا راهیسی د ښو اړیکو په درلودلو د تیلو واردونکی هېواد هم دی. نوې ډیلي په ایران کې د چابهار بندر په پرمختیا بوخت دی، او په دې سیمه کې د ناندریو ډیریدل ممکن د دغه ډول پانګونو په بهیر کې خنډ وګرځي.
Comments
Post a Comment