په لندن کښي ترسره شوی برید له پاکستان سره تړاو لري
لیکنه: دمعین الدین خان
ژباړه: د پښتو څانګه
تیره اونی دلندن په مشهور ځای لندن پله پر سر یو ۲۸ کلن ځوان دوه کسان په چاړه ووهل او ووژل او دری نور کسان یی بیا ټپیان کړل او پخپله حمله کونکی هم دپولیسو په ډزو کښی ووژل شو. خو د تیر په څیر دا ډیره ځورونکی پیښه وه تورن کس عثمان خان نومیده او دبرتیانیا تابعیت لرونکی وو-خو په اصل کښي پاکستانی وو. دده دماشومتوب لږه برخه په پاکستان کښي تیره شوي وه. د نومړي په اړه دلندن پولیسو او نورو تحقیقاتی ادارو چی کوم راپور وړاندی کړی له هغو داسی ښکاری چی دجهاد او شهادت کلیمی څرنګه د دی ځوان د فکر برخه ګرځیدلی وه، ا و ددغه ماغزه په څه ډول وینځل شوی وو او داسی ښکاری لکه چی له ځایه څخه ترهګر پیدا شوی وی.
ځپل شوی کس په ۲۰۱۲ کښي هم په لندن کښي دمحکمی له خوا تورن او په۸ کاله سزا محکوم شو. دجزا علت یي دا وو چی یاد کس له خپلو ملګرو سره د برتانیی اوسنی لومړي و زیر بورس جونسن چي هغه وخت دلندن ښاروال وو دوژلو پلان لرلو او غوښتل یي چی په ویست مینسټر کښي په پارلمانی مانی ته ننه شي او نوموړی ووژني خو پر دي پلان کښي بریالی نه شو. دده او ملګرو اراده یي دا وه چي دممبیی حملی په شان ورته حمله په کال ۲۰۱۸ کښي ترسره کړي خو بریالی نه شوو – اوس یی دا عمل ترسره کړ .
یاد کس ته دسزا اورولو مهال قاضی ویلی وو چی ددی له خبرو څخه داسی ښکاری چی دلته دمدرسی جوړولو او د ترهګری دخپرولو اراده لري- ځکه چی له حرکاتو یي داسی ښکاریدل چی دده ارادی سمی نه دی. هغه معلومات چي د اجینسیو څخه ترلاسه شوي دي داسی څه په ګوته کوي چي ګواکی نوموړي له خپلو ملګرو سره د ډیر پخوا څخه دداسی وران کاریو هوډ لرلو. نوموړي دا پلان هم لرلو چي دپاکستان تر ولکه لاندي کشمیر کښي یوه مدرسه جوړه کړي او ټولی اسانتیاوی هم ورته برابری کړي. هغه په درواغو او هرډول ناجایزو لارو بادي له خلکو سره دمرستي لپاره پیسي راټولولی. دهغه پلان دا هم وو چي دهندوستان په جمو او کشمیر کښی بریدونه ترسره کړي او و ینو بهولو ته نور هم زور ورکړي. دغه روزونکی مرکز ته یي د امریکایی ځینو مسلمانانو دتګ پلان هم لرلو. په ۲۰۱۸ کال کښي دځینو شرطونو په وړاندی کولو سره دلندن له بندی خانی څخه خوشی شوو. خو هغه خپل ذهنیت له ترهګریزی مفکوری څخه خلاص نه کړ- چی په پایله کښي یي دلندن په پله باندي حمله ترسره کړله. بل لوري په پاکستان کښي دعثمان خان د ترهګریز ذهنیت په افشاکولو ځینو کړیو خواشینی څرګنده کړي ده. په خبرونو او راپورونو کښي راغلی دي چي نوموړی دلندن تابعیت لرلو او کورنی یي له پاکستان څخه لندن ته رامهاجر شوی وو. دپاکستان مشهوره رسنی ډان ورځپاڼه ویلی وو چي په لندن پله باندي حمله کوونکی پاکستانی وو – چي سمدلاسه ددغه خبر دخپرید وروسته د یادی رسنی په دفتر باندي د یادی ترهګری ډلی له پلویانو له لوري حمله ترسره شوي چي ځینی خبریالان یي هم وځورول. د ډان ورځپاڼه ډیری وخت دداسی کړیو له لوری په نښه کیږي څرنګه چي ددوی بیانونه یي نه خوښیږي. اوددی خبري پیدا کول کومه ستونزمنه خبره نه ده چي ګواکی حمله کوونکی څوک کیدای شی.
دپام وړ خبره داده چي غربی هیوادونه ته تلونکی خلک دخوشحاله راتلونکی خوب ویني، هلته آزادی له ښیګڼو څخه ګټه اخلی خو یوه بله پاکستانی طبقه هم هلته شتون لري چي خپل ذهن له ځان سره لري، د هغه هیواد په خلاف کړنی ترسره کوي چی هغوی ته یی تابعیت ورکړی دی. پاکستان په بریتانیا او ځینو نورو غربی هیوادونو کښي داسي تبلیغات ترسره کوي چی ګواکی هغه حملی چي ترهګر یي په هندوستان کښي ترسره کوي دهغه عاملونه په کشمیر کي دهغه وګړیو دحقوقو نه ورکول دي. که د پاکستان دغه خبره ومنل شي نو پوښتنه دا پیدا کیږي چي تحریک طالبان پاکستان، لشکر جهنګوی، سپاه صحابه او ددی په ډول نوری ډلی چي په پاکستان کښی دننه حملی ترسره کوي دهغوی لپاره څه دلیل وړاندی کوی شي. په غربی ملکونو کښي چی کوم بریدونه ترسره کیږي په هغه کښی دپاکستان دترهګرو لاس وي چي ددی حقیقت پټول اسانه کار ندی. دلندن په پله باندي حمله یو ځل بیا دا حقیقت بیانوي چي ګواکی پاکستان څوک دی.
Comments
Post a Comment