په چین کی د ایغور مسلمانانو وضیعت

لیکنه : د محمد خاور حسن 

ژباړه : د پښتو څانګه

مبهمه تګلاره د هیڅ کوم هیواد په روښانه ‌ډول مثبت عکس نشی وړاندي کولې. نه د چین پالیسي واضح ده او نه هم د هغه د دوست هیواد پاکستان پالیسي. پاکستان له یوې خوا د کشمیریانو د حقونو خبرې کوي له بلې خوا د خپل هیواد خلکو حقوق تر پښو لاندې کوي. د جبري ورکیدنو پیښی ورځ تر بلې د بلوچستان خلک لاریونونو ته مجبوروي. د پاکستان حکمرانان د هند مسلمانانو ته د غولولو لپاره ویناوې کوي خو په چین کې د سنګیانو مسلمانانو په حالت د همدردی دوه اړخیزو خبرو کولو ته هم تیار نه دی. ډیرو پاکستاني سوداګرو له ایغوري انجونو سره ودونه کړي دي خو چین د دوی میرمنې د بندیانو په کمپ کې ساتلي دي هغوی د دې په خلاف تظاهرات کوي خو د پاکستان حکومت د خپلو هیوادوالو سره د همدردی د اظهارولو په ځای چوپتیا غوره کړې ده. ځکه چې پاکستان هیریږي چې د هغه یواځینی دوست له هغه څخه خفه نه شي. د دې وجه داده چې چین د پاکستان په بدو اعمالو کې موافق او مرستندوی ده. ملګرو ملتونو په پیژندل شوي ترهګر مسعود اظهر باندې د بندیز لګولو هڅې کولې نو چین په بار بار د ردولو کوښښ کولو. د چین موقف دا وو چې مسعود اظهر ترهګر نه دی او په پاکستان کې هم هیڅ ډول ترهګري شتون نه لري. له بلې خوا د سنګیان په هکله چین هم دا هڅه کوي وښیي چې دا سیمه د ترهګری څخه متاثره ده. چین د ترهګری په نوم د ایغور مسلمانانو ژوند له ستونزو سره مخ کړیدی. د هغوی د ډول ‌ډول ځپلو او شکنجې هڅې کوي او هغوی یې له ټولو انساني حقوقو څخه محروم کړي دي. یغوري مسلمانان د روزلو په نوم په روزنیزو کمپونو کې ساتل کیږي. هغه کمپونه د ځورولو په نوم نه پیژني. که د مباحثې په خاطر هم دا خبره ومنلی شي چې دا کمپونه د زده کړو په موخه دي بیا هم دا پوښتنه را ولاړيږي چې ایا لس لکه ایغور مسلمانانو ته روزنیز کمپونه ضروري دي ؟ کوم ډول روزنې ته اړتیا ده. په دوی او د چین په نورو وګړو کې څه توپیر دی چې ایغوریانو ته د روزنې ضرورت دی او نورو ته نه ،ولې؟ د چین په دوه مخې معیار نړیوال ښه پوهیږي. کیدای شي ځینې ایغوریان ترهګر وي خو ټول نه دي. د چین حکومت د ترهګرۍ په نوم ایغوریان ځوروي تر څو دوی د خپلو حقونوغوښتنه ونشي کړای، هره هغه خبره ومني چې د انسانیت په معیار، د مذهب مطابق خو د چین د حکومت په خوښه وي . 

د ایغور مسلمانانو خوار حالت هر زړه سوانده انسان ځورولی دی. د دې ظالمانه کړنو په خلاف په ټوله نړۍ کې لاریونونه تر سره کیږي. د دې تظاهراتو سلسله امریکا ته هم رسیدلې ده. د دې امکان نه و چې دا مسله د امریکا د حکومت له پامه لرې پاتې شي. که څه هم امریکا د چین د حکومت د پوهولوهڅه وکړه چې هغه ایغورو ته د انسان په سترګه وګوري خو پوه نه شول، د بیا پوهولو هڅه یی هم وکړه خو بیا هم پوه نه شول. نو د امریکا د استازو مجلس د ایغور مسلمانانو لنډ مهاله توقیف، جبري چلند او ځورونو په خلاف یو بیل د ایغور بشری حقوقو پالیسی تګلاری ۲۰۱۹ تر نوم لاندې وړاندې کولو ته مجبور شول. که څه هم د امریکا د استازو په جرګه کې د ۴۰۷ تنو خپله رای ورکړه چې یوازې یوه رایه مخالفه وه. له دې څخه داسې معالومیږي چې د ایغورو پرخلاف د ظالمانه کړنو په هکله امریکا څومره پیاوړی احساس لري. دا بیل به د ولسي جرګې له منظورې وروسته د امریکا ولسمشر ته وړاندې شي. د ایغورو په بد حالت ملګرو ملتونو هم سخت خبرداری وړاندې کړی دی. 

په بیل کې راغلي چې ایغوري مسلمانان د نظر څرګندولو ازادۍ ،مذهبي حقوق، د تګ راتګ حق،عادلانه محکمه، ښاري حقوق څخه محروم ساتل شویدي. د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دا بل د ناوړه ګټې پر اساس ده. خو د چین دا وینا ملګرو ملتونو ته تر هغه د منلو وړ نه ده چې تر څو ثابته نه کړي چې تربیتي کمپونو کې د ایغورو په اړه د هغه نیک مقصد څه دی. حقیقت دا دی چې نړۍ د ترهګرۍ په هکله د چین په دریځ پوهیدلی ده ،هغه تل د پآکستان پر خلاف کړنو کې ولې له هغه سره مرسته کوي ځکه چې د چین ګټه ورسره تړلې ده. او سنګیانګ له ترهګرۍ څخه متاثره ځکه ښیي تر څو د خپلې خوښې کړنې تر سره کړای شي. خو د هغه د نه منلو وړ هڅو د هغه تصویر بدرنګه کړی. همدا علت دی چې د چین مشران له ناقرارۍ سره مخامخ دي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت