د جوګناتهـ سفر د هند او ماریشس تر منځ اړیکې پیاوړی کوي
لیکنه : د رنجیت کمار
ژباړه : د پښتو څانګې
د موریشس هیواد د دوهم ځل لپاره ټاکل شوی لومړی وزیر پرویند جوګناتهـ تیره اونۍ له هند څخه لیدنه وکړه. دا لیدنه ښيي چی د دواړو هیوادونو ترمنځ دوه اړخیزه اړیکی څومره د اهمیت وړ دی. د موریشس ټوله ابادۍ ۱عشاریه ۳ میلیونه ده چی پکې له ۲ دریمی برخی څخه زیات هندی نژاده وګړي دي. د همدې لپاره د خپل امنیت، اقتصاد او د پرمختګ اندیښنو د له منځه وړلو په موخه هندوستان او ماریشس د یو بل سره نيږدې کیدل طبیعي مسله ده.
په نوي ډیلي کې د ډیپلوماټیکو کړیو په حواله د جوګناتهـ دا سفر شخصی سفر منل شوی دی. ځکه خو د هند لومړی وزیر په حیدراباد هاوس کی د ښاغلی جوګناتهـ هر کلی وکړ،چیرته چې په عمومي ډول د بهرنیو لوړ پوړو چارواکو میلمه پالنه کیږي. د دې لیدنې په دوران کې دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو د لا ټینګولو وعده وکړه.دواړومشرانو دا باور څرګند کړ چی د دواوړو هیوادونو تر منځ اړیکی به لا پیاوړی شی. د هند لومړی وزیر نریندر مودی ویلی چی هند د موریشس د پیاوړتیا، خوشالی او دپرمختګ ملاتړ کوي.
ښاغلي مودي زیاته کړه چی هند د موریشس هیواد د خوشالۍ او پرمختګ کولو لپاره هر ډول مرستو ته تیار دی، د موریشس حکومت او خلک باید په دې خبره باور ولري. هند د میټرو اکسپریس پروژې، اي این ټي روغتون او سوشل هاوزینګ پروژو په څیر په نورو ډیرو پرمختیایي پروژو کې د ماریشس ملاتړ کوي. له هند څخه د موریشس لومړی وزیر په دغو ټولو پروژو کې د مرستې او ملاتړ مننه وکړه، له دې پروژو څخه د موریشس خلکو ته ډیره ګټه رسیدلې ده. هند له ډیرې مودې راهیسې له موریشس سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پر مخ بیایي. د همدې لپآره نوموړي هیواد له هند سره د ټینګو اړیکو غوښتونکی دی. د موریشس لومړي وزیر خپل هندوستاني سیال ته وویل چې د هیواد هر اړخیزه پرمختیا او د هند مرسته دهغه د نوي حکومت په لومړيتوب کې شامله ده. نوموړي زیاته کړه هیله من دی چې نوی ډیلی به په دې اړه یو مهم رول ادا کړي. د یادولو وړ ده چې ښاغلی جګناتهـ د دوهم ځل لپاره د لومړي وزیر په توګه له ټاکل کیدو وروسته د هند لومړي وزیر نریندر مودي هغه ته په ټلیفون د مبارکۍ په وړاندې کولو زر تر زره له هندوستان څخه د لیدنې بلنه ورکړې وه.
ښاغلی پرویند جګناتهـ د ماریشس د پخواني لومړي وزیر انیرودهـ جګناتهـ زوی دی. پرویند جګناتهـ د خپل هیواد د خلکو ګټو ته پرمختیا ورکولو دود پر مخ وړي چې د برطانوي ځمکو لرونکو د ګنیو په کروندو کې د کار کولو په موخه تقریباً دوه پیړۍ وړاندې موریشس ته تللي وو. نن همدا هندي نژاده خلک د موریشس اوسیدونکي دي څوک چې په خپل هیواد ویاړي. دا هغه هیواد دی چې له ده سره ټول لوی قوتونه ټینګې اړیکې ساتل غواړي خو د دې هیواد خلکو له هندوستان سره خپلو اړیکو ساتلو ته تل اهمیت ورکړی او د هند د ستراتژیکي ګټو خوندي توب ته هم پاملرنه کړې ده.
هند سره د سمندر له لارې د اړیکو د ټینګولو په موخه د هند او اروپا تر منځ د سمندري مخابراتي لارې د جوړیدو په موخه د پښو ټینګولو لپاره په اروپایي هیوادونو کې سیالي روانه وه. دا خبره د یادولو وړ ده چې په ۲۰۱۵م کال کې په پورټ لوییس کې د هند لومړی وزیر نریندر مودي د لیدنو په وخت لومړی ځل د هند بحر په اړه د خپلې تګلارې یادونه کړې وه. په دې اړه نوموړي ویلی و چې په دې سیمه کې ټولو ته د پرمختګ او امن حق باید تر لاسه شي .
موریشس په هند کې په مستقیمه توګه د بهرنی پانګې اچونې تر ټولو لویه وسیله ده چې د هند د اقتصاد پهپیاوړتیا کې مهم رول لوبولای شي. افریقاي اتحادیه ،انډین اوشن ریم اسوسیشن(د هند بحر د سیمه ایزو مرستو ټولنه) او انډین اوشن کمیشن (د هند بحري کمیسیون) د یوه غړي په توګه د افریقایي براعظم او د هند بحر د سیمه ایزو مرستو ټولنې په هیوادونو کې د هند ستراتژیک او اقتصادي ګټو په ساتلو کې مهم رول لوبولی شي. هند او موریشس پوهیږي چې دوی دواړه هیوادونه د یو او بل د اقتصادي پیاوړتیا او د امنیت د ساتنه کوي. همدا ډول دواړو لومړي وزیرانو د دوه اړخیزه اړیکو ته لا زیات پرمختګ ورکولو لپاره په ګډه سره په کار کولو سلا شوي دي. لنډه ده چې د موریشس لومړی وزیر پرویند جګناتهـ له سفر څخه به د دواړو هیوادونو تر منځ ستراتژیکې اړیکې لا پیاوړي شي.
Comments
Post a Comment