د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلۍ وضعیت : هند د شخړو د حلولو غوښتنه وکړه

لیکنه: د ډاکټر ستوتي بینرجي

ژباړه: د پښتو څانګه

په بغداد هوایي ډګر کې د ایراني پوځ د یو لوړپوړي چارواکي قاسم سلیماني د وژلو په تړاو د امریکا متحده ایالاتو یو اړخیزی پریکړې ، په سیمه کې په بې ثباتۍ کې ډیروالی راووست. دغه برید د امریکا پر وړاندې د ایراني ولسونو افکار ټپي کړل چې له امله یې د ایران او امریکا تر منځ د مذاکراتو لارې چارې لا هم ستونزمنې شوې. دا کار به د امریکا هغه دوه مخې چې له سیمې نه د امریکایي پوځونو ویستل او له هسته یي سلاوو جوړولو نه د ایران ممانعت برخې ته یی هم زیان ورسوو. د امریکا متحده ایالاتو دغه یو اړخیزې پریکړې چې له مخه یې خبرداری نه وه ورکړل شوی، په خلیج کې د امریکا متحدین وارخطا کړي دي، کومو چې په ورستیو میاشتو کې ولیدل چې د دوی بارکښه کښتۍ ګانې او د تیلو زیرمې هدف وګرځول شوې او لا تر اوسه هڅې کوي چې له ایران سره ترینګلیتاوې را کمې کړي.

ایران د دغې وژنې په غبرګون کې په عراق کې د امریکا متحده ایالاتو پر دوو اډو باندې بریدونه وکړل. تهران ویلي چې دوی له دې امله پوځي مرکزونه په برید کړي چې جنرال سلیماني هم یو پوځي منصوب وو. د الاسد او ایربیل په بیسونو باندې د برید په پایله کې هیڅ کوم امریکایي یا عراقي نه دی ټپي شوی. د یادو بریدونو په تړاو د امریکا ولسمشر ټرمپ اشاره کړې چې متحده ایالات به په تهران برید و نه کړي. د جنګي تنازعو د حلولو لپاره دا یو پیلیدونکی حرکت بلل کیږي. ایران هم ویلي چې اوس مهال به دوی هم نور کوم اقدام نه کوي.

برسیره پر دې ډاډګیرنو، ترینګلتیاوې لا هم په دغه سیمه کې په لوړه کچه مستحکمې دي. د دې دواړو هېوادونو تر منځ دوامداره شخړه به نیغ په نیغه د انرژۍ او د کښتیو له لارې سوداګرۍ باندې اغیز وکړي چې په هغو کې به د یادو باروړونکو کښتیو د بیمې برخې هم شاملې وي. که څه هم هند له ایران نه تیل نه واردوي؛ نوې ډیلي شاوخوا ۸۰ سلنه خپله د اړتیا تیل له خلیج نه واردوي. دغه شخړه د تیلو په بیو کې ډیروالی راوستلی شي. همدا راز به د کښتیو د لیږد رالیږد په لګښتونو او د کانټینرونو په بیمه کې به زیاتوالی راولي. هند د خلیج په اوبو کې د خپلو خامو موادو د ساتنې لپاره خپلې بحري اثاثې مستحکمې کړي. دا چمتووالی به هم د ټولیزو وارداتو د مالیو ډیریدلو سبب شي.

پرته له نفتو، دغه توغندی ویشتنه او نور ټول بریدونه کولی شي چې د هغو هندي مهاجرینو ژوند هم تهدید کړي څوک چې په عربي هېوادونو کې د سوداګرۍ او چوپړتیاوو په برخو کې فعالیت کوي. د یو تخمین له مخې په دغو سیمو کې شاوخوا ۸۰ سوه زره هندیان په کار بوخت دي چې هر کال ۴۰ بیلیونه ډالر هېواد ته رالیږي. د هندي مهاجرینو امنیت د هند حکومت له پاره خورا اهمیت لري. نوې ډیلي ، لا پخوا ، په بریالۍ توګه خپل اتباع د شخړې له سمیې څخه راویستي دي.

دریم لوی اغیز ممکن د سیمې له هېوادونو سره به د هند سوداګرۍ کې کموالی راولي . هند د پراختیا پالیسۍ په تعقیبولو سره د پرمختللي ګاونډیتوب پالیسۍ کې خپلې اړیکې لا پیاوړې کوي. د دې بهیر پر مخ وړلو سره، هندوستان د سیمې له هېوادونو عمان، سعودي عربستان، او متحده عربي اماراتو سره پخپلو اقتصادي بوختیاوو کې ډیروالی راووستی. مخ پر ډیردونکی ترینګلتیاوې د پرمختګ په دغو اړیکو اغیز کولی شي.

په دې پس منظر کې ، د هند دفاع وزیر ښاغلي راج ناتھ سینګ د متحده ایالاتو دفاع وزیر مارک ټی اسپر سره خبرې وکړې. دواړو وزیرانو د خلیج په سیمه کې د پرمختګ په حالاتو خبرې وکړې. ښاغلي سینګ د خلیج په سیمه کې د هندوستان د دریځونو او ګټو په هکله ایسپر ته مالومات ورکړل او دا چې د نوي ډیلۍ اندیښنه هلته د زیاتیدونکي تاوتریخوالی له امله څنګه ده. دوی د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ پیاوړتیا لپاره کلک هوډ څرګند کړ. ښاغلي ایسپر د هند دفاع وزیر ته په خلیج سیمه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه هم معلومات ورکړل. هند په سیمه کې خپلې اندیښنې او ګټې له هغه سره شریکې کړې.

هند همدا راز له ایران سره هم د چابهار بند په سټراټیژیک پرمختګ کې شریک دی، کوم چې د هند لپاره له مرکزي آسیا او افغانستان سره د پاکستان له لارې د نښلیدلو مهم لینک دی.

پداسې حال کې چې په ایران باندې بندیزونه هندي شرکتونه له پانګوونې څخه سپموي ، نو بې ثباتي به نور هم په بندر کې پانګونه کمه کړي. دا به د سیمې لپاره د هند د لویې ارتباطي پروژو لپاره زیان رسونکی کار وي.

هند ته د ترینګلتیاوو د لمنځه وړلو او پرمختګونو باندې د څار اړتیا ده او په دې برخه کې باید د څو اړخیزو هڅو ستاینه وکړي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت