د پاکستان د شورا پریکړه : مذهب په زوره بدلول یو غیر اسلامي عمل 

لیکنه : د سراج مهدی نقوې

ژباړه : د پښتو څانګی

د پاکستان د اسلامي نظریاتو شورا د خپلې دوه ورځنۍ غونډې په پای کې په یو تړون کی ویلی چی په زور د یو دین خلک بل دین ته اړول غیر اسلامي کړنه ده. دا باید په یاد ولرو چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د مذهبي بدلون په پیښو کې خورا زیاتوالی راغلی چې له دی امله پاکستان له نړیوالې نیوکو سره مخ دی. د مذهب په ډیرو قضیو کې، د مذهبي لږکیو سره تړاو لرونکې انجونې په نښه شوي دي، نو ځکه د پاکستان د مذهبي لږکیو په منځ کې ویره او نا امني راپورته شوې ده. دا هم د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې له هندوانو، سکهانو او د مسیحانو لږکیو سره حکومتي ادارې هم د تبعیض چلند پر مخ وړي، او هم دا وجه ده چی د تروریستي او مذهبي افراطي عناصر د لږه کیو ښځی، حتی کوچنۍ انجونې د جنسي تیریو ښکار جوړوي. او همدارنګه هغوی په زوره د هغوي دین بدلوي او په زوره واده ورسره کوي. پدې وروستیو کې یوه تازه پیښه چی له یوی سیک انجلۍ سره یو مسلمان هلک په زوره نکاح وکړو او ددی سره د سیکهانو په ټولنه کی غوسه راوپاریدله. دا ډول پیښې په تیرو نیږدې وختو کې له عیسویانو او هندوانو انجونو سره ډیری شوي دي.

د دې خبري د تکرار اړتیا نشته چې اسلام انسانی نړۍ ته دا درس ورکړی چې د مذهبي زغم او د هغو خلکو مذهبي احساساتو ته څنګه درناوی وکړي چې په نورو مذهبونو باور لري. پدغو مواردو کې " پاک کونسل آف اسلامک آئیڈیا لوجی" یا د پاکستان د اسلامي نظریاتو شورا " لخوا حکومت ته د جبری مذهب د تبادلې په اړه ورکړل شوې مشورې د ستاینې وړ دي. په حقیقت کې یاده شورا د اساسی قانون یوه اداره ده چې دنده یې په اسلامي مسایلو کې حکومت ته مشوره ورکول دي. په دې برخه کې د مشورتي شورا مشورې مهمې بلل کیدی شي مګر تر ټولو مهمه دا ده چې د پاکستان حکومت او د دې قانون پلي کونکي ادارې د شورا مشورې تر کومې کچې تعقیبوي. البته هیڅکله هم اسلام په جبر باور نلري . پدی خبره ټوله نړۍ پوهیږي او مني یې‎. خو تر دې دمه د پاکستان په ګډون په ډیرو اسلامي هیوادونو کې د اسلامي قوانینو دریځ له هیچا پټ نه دی. نو له همدې امله حکومت به تر کومه حده د اسلامي شورا په مشوره عمل وکړي دا یوه مهمه پوښتنه ده.

مهمه نده چې پاکستان څومره ځان د اسلامي قوانینو پابند بولی، خو په کوم ډول چی په پاکستان کې د قوانینو سپکاوی شوی هغه ټولو ته جوته ده. افراطي مذهبي عناصرو اسلامي قوانین د خپلو ګټو لپاره کارولی دی او د شریعت په تفسیر کې یې هم خپلی ګټی په پام کې نیولي دي. د خواشینۍ خبره دا ده که موجوده حکومت وي یا پخواني حکومتونه ، سیاسي ګوندونه وي یا د پاکستان اردو، دوی ټول د اسلام د تحریف څخه مخنیوي لپاره هیڅ ډول عملي ګامونه نه دي پورته کړي او په داسې قضیو کې یې د مذهبي افراطیانو ملاتړ هم کړی دی. له فدرالي دولتونو څخه د پولیسو سټیشن پوری او حتیّ په قضائي ادارو کی هم د افراطي عناصرو اغیزه په ښکاره ډول لیدل کیدیشي. په تیره جولای میاشت کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په یو بیان کې په څرګند ډول وویل چی په زوره د بل مذهب انجونو سره واده کول او بیا په زوره هغوی خپل دین ته را اړول غیر اسلامي کړنه ده چی په کلکه ئي غندنه کوم . نوموړی زیاته کړه چې په اسلامي ټولنه کې د دا ډول پیښو لپاره هیڅ ځای شتون نلري. د شورا له دوه ورځنۍ ناستې وروسته، د اسلامي شورا مشری ډاکټري قبله ایاز د مطبوعاتو په وړاندې په څرګنده وویل چې په زوره ودونه او د عقیدی تبادله د اسلامي لارښوونو ښکاره سرغړونه ده او همدا راز د پاکستان د اساسي قانون خلاف هم ده.

د یادی شورا دریځ د ستاینې وړ دی ، خو دا به وکتل شي چې تر کومه حده به پاکستان د دې شورا، قانوني، اساسي او اسلامي مشورو باندې عمل کوي. پدې برخه کې د شک څرګندونه کیږی. په حقیقت کې د اصولو دریځ او بیان یو شی، خو په هغې باندی عمل کول بله خبره ده. د پاکستان ستونزه دا ده چې د دې حکمران د اسلامي قوانینو عملي کولو لپاره اړینه اراده نه لري. که چیرې اسلامي قانون له پیل څخه تر نن ورځې پورې په ریښتیني ډول په پاکستان کې عملي شوي وای، نو دلته به د مذهبي او مسلکي لږکیو ته کومه ستونزه نه وه ، او پاکستان به په اصل کی سیکولر اسلامي دولت وو، مګر به ظاهری توګه داسې نه ده. نو ځکه د پورته ذکر شوي شورا مشورې هم تر پوښتنې لاندې ونیول شي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت