ولسمشر ټرمپ تاوتریخوالی د راکمولو اراده لري

لیکنه : د معین الدین خان 

ژباړه : د پښتو څانګی

ایران تیره اونۍ په عراق کې د امریکا د متحده ایالاتو پر پوځي اډو ۲۲ توغندي وویشتل چې دا په حقیقت کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه پریکړې غبرګون وو چې په عراق کې یې د ایران سترقوماندان ډګرجبرال قاسم سلیماني وژلۍ وو . واضح ده چی د دي غبرګون به هم په قوی ډول څرګندیدو. د جنرال سلیمان وژنه په ایران کې ژور غبرګون راپورته کړو ځکه چې هغه نه یوازې د ایران یو خورا پیاوړی نظامي جنرال وو، بلکه د پوځ او خلکو تر مینځ خورا مشهور هم وو . عران نه علاوه ، عراق کی هم د سلیماني ډیر زیات شمیر پلویان شتون لري ځکه چې نوموړي د لویدیځې آسیا ترټولو خطرناکه ترهګره ډله د داعش پر وړاندې د پام وړ بریاوی ترلاسه کړې وی. لکه څنګه چې داعش د عراق او سوریې له نیول شوي اشغال څخه وشړل شو ، نو دا کومه وړه لاسته راوړنه نه وه. په هرصورت ، د ټرمپ ملاتړ کونکی او مخالفین دواړه یو شان د ولسمشر ټرمپ په دی ناڅاپي پریکړې حیران وو ، او په ډیرو حلقو کی دا اټکل کیدو چې ولسمشر ټرمپ یو څه په کورني سیاست کې ښکیل و. د نوموړی لپاره په ځانګړي ډول ځورونکي و .

په هرصورت ، دا معامله چې هرڅه وی ، خو په ټوله نړۍ کې اندیښنه رامنځته شوې وه. د متحده ایالاتو دودیز ملګري هم د ځانګړې اندیښنې سره لاس او ګریون شول. سربیره پردې ، د هغو ټولو هیوادونو لپاره چې د ایران سره سوداګریزې اړیکې لري ، اندیښنه یی زیاته شوی وه.۔ ایران هم په سمدستي ډول غبرګون وښودلو او بدله د اخیستلو خبره یی هم کړی وه . ایران دغه بدله اغستلو کی زیات وخت مصرف نکړو. په عراق کې د متحده ایالاتو پر پوځي اډو د برید نه وروسته د نړیوالې ټولنې اندیښنې لا نوری هم زیاتی شوی.هری خوا ته دا تشویشونه را منځته شول چې د بریدونو او ضد بریدونو نوې لړۍ شاید له دې برید وروسته پیل شي.

په هرصورت ، اوس مهال ، داسې کومه اندیښنه شتون نلري. هرڅوک د ولسمشر ټرمپ عکس العمل ته منتظر و ، مګر د اطمینان خبره دا وه چی د نوموړی لهجه نسبتاً نرمه وه. او پخپل بیان کې امریکا وویل چې د ایران د توغندیو بریدونو کی متحده ایالاتو ته څه ډیر زیان ندی اوښتۍ او د متحده ایالاتو ټول سرتیري خوندي وو. دا ډیره د اطمینان خبره ده چې هغه وویل متحده ایالات د فشارونو کمولو پلوی کوی او که څه هم د نظامي پلوه خوندي او پیاوړي وی ، خو هغه به خپل ځواک ونه کاروي . هغه دا هم وویل چې د متحده ایالاتو پر پوځي اډو د توغندیو بریدونه د ایران دفاع لخوا یو قانوني ګام وو . په لنډه توګه ، دواړو خواوو دا اشاره وکړه چې ترهغې به ځواب و نه ویل شي ترڅو چې د کوم لوری لخوا تیریدونکی ګام نه وی اخیستل شوی.

لږترلږه په لنډ مهاله توګه ، ټولې نړیوالې ټولنې د هوساینې ساه اخیستي ، او په ځانګړي توګه د خلیج هیوادونو لپاره دا یو ښه خبر دی. خو که دا ومنل شی چی اندیښنه بلکل پای ته رسیدلې نو دا به سمه نه وي . له همدې امله نړیواله ټولنی ته پکار ده چې په دې باندې خپل نظر وساتي ، د متحده ایالاتو او عراق ، دواړو مشرانو مشرتابه ته د قناعت ورکولو هڅی کوی . که چیرې وضعیت ښه کیږي نو ښه ده. د متحده ایالاتو اروپایی اتحادی ملګری په بشپړ ډول پدی خبره ټینګار کوی چی باید امریکه په له صبر څخه کار واخلی او ایران باید له اشتباه کولو ډډه وکړي ځکه چی دا د دواړو په ګټه ده . د برتانیا لومړي وزیر بورس جانسن پر ولسمشر روحاني غږ وکړ چې له جنګ څخه ډډه وکړي. هغه همدا راز ټینګار وکړ چې انګلستان له ایران سره اټومي تړون ته ژمن دی . هند مخکې هم اندیښنه څرګنده کړې وه چې د تاو تریخوالی په ډیریدو به نه یوازې سوله زیانمنه شي ، بلکې په لویدیځ آسیا کې به بې ثباتي هم رامینځته شي . د هند شاوخوا ۸ ملیونه خلک په خلیج هیوادونو کې ژوند کوي او هر کال ۴۰ ملیارده ډالر خپل هیواد ته استوي. په ښکاره ډول هغه د دوی امنیت ته هم پاملرنه کوي . بیا د یادی سیمې سره د هند سوداګریزی اړیکې هم مخ په زیاتیدو دی. هندوستان غواړي چې کړکېچ پای ته ورسي او د تلپاتې سولې لپاره لاره هواره شي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت