هند ته د سریلانکا د بهرنیو چارو وزیر لومړی سفر

لیکنه:د ګلبین سلطانه

ژباړه: د پښتو څانګه

د سریلانکا د بهرنیو اړیکو، مهارتونو پراختیا، کارموندنې او کارګرانو چارو وزیر دینیش ګوناوردنا هند ته خپل لوی بهرنی سفر ترسره کړ. نوموړي سره څلور لوړ پوړو استاذو هم ملتیا کړی. دا سفر د سریلانکا د ولسمشر ګوټابایا راجاپکسا د وروستي سفر په دوام کې ترسره شو چې د ۲۰۱۹ کال په نوومبر میاشت کې یې هند ته ترسره کړی وو. د سفر پر مهال ښاغلي ګوناوردنا د وزارتونو په کچه له خپلو سیالانو د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر جی شنکر او د ظرفیت لوړونې او کارموندنې وزیر ښاغلي ماهندرا نات پانډې او همدا راز د هند د کارګرانو او کار ګمارنې له وزیر سنتوش کمار ګنګوار سره په لوړه کچه لیدنې وکړې. د سریلانکا د بهرنیو چارو وزیر همدا راز د هند صنعت او تجارت فدراسیون غړو ته هم وینا واوروله. هغه د ساینس او چاپیریال مرکز او د ولسي ګټو او مشورو د څیړنې ادارو څخه هم په نوي ډیلۍ کې لیدنه وکړه او همدا راز یې په نوي ډیلي کې د مهابودهي ټولنې مرکز ته هم تللی وو.

د استاذو په کچه د خبرو پر مهال چې د هند د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جی شنکر لخوا په لاره اچول شوې وې، دواړو وزیرانو د روانو دوه اړخیزو اړیکو، پانګونې، امنیت، کب نیونې، د پراختیا همکاري او روانو پروژو، لکه ګرځندويۍ، زده کړو او فرهنګي همکاریو او د هند او سریلانکا تر منځ یې د دوستانه دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو هم خبرې وکړې. د سریلانکا د بهرنیو چارو وزیر د هغه اهمیت څخه هم یادونه وکړه کوم چې د سریلانکا ولسمشر راجاپکسا لخوا هند ته د خپل لومړي سفر پر مهال د همکاریو په نویو برخو کې رامنځته کړی شوی وو او په دې برخه کې یې د هند په همکارۍ ټینګار وکړو چې د همکاریو په برخه کې د نویو لارو چارو، مهارت لوړونې، مسلکي زده کړو او ظرفیت لوړونې برخې پکې شاملې دي. ډاکټر جی شنکر په سیمه کې د خپلو ادارو د قووت پیژنې په رڼا کې له سریلانکا سره د هغوئ له اړتیا سره سم د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ. دواړه خواوې په پام کې لري چې په دې برخو کې ګډ تفاهم لیکونه هم لاسلیک کړي. دواړو وزیرانو د دوه اړخیزو ګټو په رڼا کې پر سیمه ییزو او نړیوالو موضوعاتو هم د نظریو تبادله وکړه چې په هغو کې د اقلیم بدلون او له ترهګرۍ سره مبارزه هم شامله وه.

ډاکټر جی شنکر د ۱۵ هندي کب نیوونکو او ۵۲ کښتیو د خوشې کولو په تړاو د ولسمشر ګوټابا راجاپکسا د ترسره شوي اعلان د اجرآتو مشاهده هم وکړه. د سریلانکا لخوا وویل شول چې په دې برخه کې لا پخوا اقدامات ترسره شوي، لکه څنګه چې یې په رسنیو کې هم اعلان شوی وو، په هند کې د سریلانکا د مهاجرینو په تړاو هم خبرې اترې وشوې.

سریلانکا ته له رسیدو وروسته وزیر ګوناوردنا رسنیو ته وویل چې د سریلانکا حکومت د ۳۰۰۰ سریلانکایي مهاجرینو د بیرته ستنیدو په پار اړین ترتیبات نیولي ترڅو خپلو اړونده سیمو ته ستانه شي.

په پام کې ده چې د ستنیدونکو لومړۍ دسته د فبرورۍ په میاشت کې خپل هیواد ته ستنه شي. د سریلانکا وزیر پر وینا وروسته له هغې چې د مهاجرینو د هویت تصدیق وشي نو د دغه جزیروي هیواد له شمالي او شرقي ریاستونو له ادارو به دوی بیرته پخپلو پلرنیو سیمو کې د ځای پر ځای کولو لپاره ترتیبات ونیول شي. د یادونې ده چې دواړه هیوادونه له کلونو راپدیخوا په هند کې د میشتو سریلانکایي مهاجرینو په بیرته ستنیدو خبرې کوي.

تر دې دمه، یو این ایچ سي آر د ټولو هغو مهاجرینو د ستنیدو په پار ترتیبات نیولي وو کومو چې غوښتل په رضاکارانه توګه بیرته ستانه شي مګر د مهاجرینو لپاره د سریلانکا حکومت د مرستو او آسانتیاوو د نه شتون له امله ګڼ شمیر مهاجرینو له بیرته ستنیدو انکار وکړو. په داسې یو وضعیت کې د ښاغلي ګوناوردنا دغه رسنیز بیان د هرکلی وړ یو پرمختګ دی.

د دوست هیواد په توګه هندوستان او سریلانکا لا دمخه د امنیت ، ګرځندویۍ ، کلتور ، زده کړو ، مهارتونو پراختیا ، ظرفیت لوړولو او زیربنایي پراختیا په برخو کې قوي اړیکې لري. په هرصورت ، د کب نیولو په برخه کې د دواړو هیوادونو ترمینځ ځینې اندیښنې او مسلې شتون لري او په سری لنکا کې د هند لخوا تمویل شوې پراختیایی پروژې. که څه هم دا مسلې ډیر وخت دمخه پیژندل شوې وې ، دوی په دوه اړخیزو اړیکو کې د خوځښت په توګه کار ته دوام ورکوي. داسې انګیرل کیږي چې د لوړې کچې تبادلې پروسه چې د نومبر په میاشت کې د دینیش ګونا وردنا لیدنې په شمول د ولسمشرۍ ټاکنو وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ پیل شوې ، نه یوازې دوه اړخیزې اړیکې ژورې کوي بلکې اغیزمنو او دوامداره حلونو ته به لاره هواره کړي ترڅو شته اندیښنې او مسلې حل شي.

Comments

Popular posts from this blog

پاکستان ولې خپل ګریوان ته سر نه ټیټوي

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند او لیتوېیا مناسباتو کی نوی پرمختګ