اومان - د یوی دوری پای
لیکنه : د ډاکټر لکشمی پریا
ژباړه : د پښتو څانګی
د یوی دوری په پای کی سلطان قابوس بن سید السید چې په عمان کې یی پینځه لسیزې حکومت وکړ او له یوی اوږدی ناروغی وروسته د جنوری په ۱۰مه ومړ او په دغه مهم خلیجی هیواد کی یی د بدلون لپاره لاره هواره کړه. سلطان قابوس د لوړی ونی خاوند او په نړیواله کچه ورته درناوی کیده. ۷۹ کلن سلطان عمان ته ثبات او خپلواکه بهرنۍ تګلاره وړاندې کړه پداسې حال کې چې د سعودي عربستان او ایران سیمه ایز لوی توازن ساتي. په ۱۹۷۰ م کال کې د خپل محافظه کاره پلار ، سید بن تیمور له بې خونده حکومت وروسته ، سلطان قابوس د غفار بغاوت مات کړ ، غلامي یې ختمه کړه ، عمان یی نوی لارې ته وګرځاوه ، لومړی لیکل شوی اساسي قانون یې په ۱۹۹۶کې وړاندې کړ او په سیاست، سوداګری، او سپورت کې د دوی د ښکیلتیا له لارې یې د ښځو ځواکمنتیا وهڅوله.. د عصری عمان پلار په پراخه کچه د هغه منځګړیتوب هڅو له امله پیژندل شوی چې ایران اټومي تړون په لاسلیک کولو او په یمن کې د جنګیالیو ګوندونو سره یوځای کولو کې یی مهم رول ولوبولو.
په عمان کې د طبیعي میراث نشتون له امله د وارث ټاکل ستونزمن وو او کورنۍ شورا پریکړه وکړه چې د پخواني سلطان انتخاب د هغه ځای ناستي لپاره وټاکي یعنی هیتام بن طارق السید چې د سلطان قابوس د تره زوی دی؛ په سلطنت کې د کلتور او میراث وزارت له مشري کولو دمخه په اکسفورډ کې زده کړې کړې وې. نوی سلطان ته یو داسی هیواد په میراث پاتې دی چیرې چې قابوس په یوازې توګه د لومړي وزیر ، دفاع ، مالیې او بهرنیو چارو وزیرانو او د مرکزي بانک د مشر په توګه دنده ترسره کوي. دا به د هغه لپاره اسانه نه وي چې د پخواني واکمن په څیر ورته درناوی او تری پیروی وشی. د دولت مالی تمویل او پراخه بې کاري به په کورني ډګر کې د نوي واکمن لپاره ننګونه وي؛ پداسې حال کې چې په سیمه ایز رقابت کې د خواو غوره کولو لپاره بهرني فشار سره مخالفت کول به د غیر جانبدار بهرني سیاست په ساتلو کې د هغه وړتیا ازموي. په هرصورت ، د عمان د سلطان په توګه د لوړې وروسته ، هیتام بن طارق ډاډ ورکړ چې هغه به د هیواد د پرمختګ په حال کې د ټولو هیوادونو سره د دوستانه اړیکو خپلو پخوانیو سیاستونو ته دوام ورکړي.
مسقط د قبوس بن سعید لپاره ۳ ورځې رسمي ماتم اعلان کړ او اعلان یې وکړ چې د راتلونکو ۴۰ ورځو لپاره به بيرغونه به نیمه ځوړند وی . متحده ایالاتو ، انګلستان ، ایران ، سعودي عربستان ، قطر ، اماراتو ، ترکیې ، اردن ، مصر او بحرین په شمول هیوادونو د خواشینۍ مراتب وړاندې کړل او د یو وتلي سیاستوال له لاسه ورکولو په غم کې خپل خواشیني څرګنده کړه. د هند لومړي وزیر نریندر مودي هم د عمان مشر ته خپل دراناوی وړاندی کړ او زیاته یې کړه چې سلطان قابوس "زموږ د سیمې او نړۍ لپاره د سولې لاره" ده او ټینګار یې وکړ چې قابووس د هند ریښتینی ملګری وو.
رام نات کووند سلطان قابوس د "هندوستان نږدې ملګری" وبللو او یادونه یې وکړه چې نړۍ "یو لوی مشر او یو سیاستوال له لاسه ورکړ چې په سیمه او نړۍ کې یې د سولې د ټینګښت لپاره نه ستړي کیدونکي کار وکړ." د هند د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې هندوستان به د جنورۍ په ۱۳مه، دولتي مقام سلطان قابوس بن سید السید ته د درناوي په پار ، ماتم به نظر کی ونیسی. د هند بیرغ په دغه ورځ نیمه ځووړند وو. د هند د دولت او خلکو به استازیتوب د هند د لږکیو چارو وزیر ښاغلي مختار عباس نقوي د جنوری میاشتی په ۱۴ مه نیټه د هندي پلاوي مشري وکړه او مسقط ته به د غمشریکی لپاره ورسیږی.
د سلطان قابووس په مړینه د غمرازۍ پرمهال ، لومړي وزیر مودي څرګنده کړه چې مړ شوی سلطان د هند او عمان تر منځ "د یوه متحرک ستراتیژیک ملګرتیا پراختیا لپاره قوي مشرتابه چمتو کړې". ښاغلي مودي نوي سلطان ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې هند د ستراتیژیکو همکاریو د لا غښتلي کولو لپاره له سلطان هییتم سره په ګډه کار کولو ته سترګې په لار دی. هندوستان او عمان ستراتیژیک او هراړخیزې اړیکې لري او دواړه هیوادونه طبیعي ملګري دي چې له تیرو وختونو راهیسې په سوداګرۍ کې بوخت دي . عمان د څه لپاسه ۸۰ لکه هندیانو کوربه دی کوم چی خپل هیواد ته له هغه ځایه پیسی لیږی. هندي کارګران د دی سلطنت په بشپړ پرمختګ کې د پام وړ مرسته کړې. هندوستان د نوي سلطان لاندې عمان سره نږدې اړیکو ساتلو ته سترګې په لار دی او د پخوا په څیر په ورته کچه د ښکیلتیا هیله لري
Comments
Post a Comment