د لاوروف لیدنی د هند او روسیی اړیکی را پیاوړی کړی
لیکنه: د رنجیت کمار
ژباړه : د پښتو څانګی
د "رئیسینا خبرو" کې د ګډون لپاره نوي ډیلي ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سفر ، د هند او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د بیا کتنې فرصت برابر کړ. ښاغلي لاوروف د هند د بهرنیو چارو له وزیر ډاکټر ایس جی شنکر سره د سیمې د اوسني وضعیت په هکله ژور بحث وکړ چې پکې ایران ، لیبیا او سوریه هم شامله وه. وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له لومړي وزیر نریندر مودي سره وکتل. د ښاغلي لاوروف سره د لیدنې پرمهال ، لومړي وزیر مودي وویل چې تیر کال څو مهمې پریکړې او پایلې لاسته راغلې او وړاندیز یې وکړ چې ۲۰۲۰م کال چې د نوي ډیلي او مسکو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو ۲۰مه کلیزه هم ده ، باید د دی پریکړو د پلی کیدو کړنی ترسره شی
د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه خبرو اترو پرمهال ، ډاکټر جی شنکر او ښاغلي لاوروف په مینځني ختیځ کې د زیاتیدونکی تاوتریخوالی په اړه خبرې وکړې چې کیدای شي دا تشدد لا زیات شی؛ او د نړۍ اقتصاد او د خلیج فارس په سیمه کی په زمکنی سیاستونو باندې به اغیزه وکړی. د بهرنیو چارو وزیرانو د۲۰۲۰ م کال لپاره د دوی په مینځ کې بډایه دوه اړخیزه اجنډا په پام کې ونیوله. د نوي کال په پیل کې د هند او روسیې ترمنځ د لومړۍ لوړې کچې خبرو اترو په راتلونکي ناستو کی د سرمشریزو غونډو لپاره لاره هواره کړه چی څو اړخیزې ناستې به سږکال ترسره شي
ولسمشر ولادیمیر پوتین او لومړي وزیر نریندر مودي وروستی ځل د۲۰۱۹ م کال سپټمبر کې په ولادیوستوک کې د هند او روسیه په ۲۰مه سرمشریزه ناسته کی سره ولیدل. تمه کیږي چې دواړه مشران به د دې کال په وروستیو کې کله چې د روسیې ولسمشر هند ته سفر وکړی بیا سره وګوري . په عین حال کې ، دواړه مشران به د بیلابیلو څو اړخیزو بوختیاو په جریان کې سره هم وویني ، چې پکې د جی ۲۰ مه ناسته ، د بریکس ناسته او د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه هم شامله ده. د دې څخه دمخه ، ټاکل شوی چی لومړي وزیر مودي به په می میاشت کې مسکو ته د فتح د ۷۵ می بریا ورځی په لمانځنه کی ګډون وکړی
د بهرنیو چارو وزیر لاوروف د هند او روسیې ترمنځ د ځانګړی ستراتیژیکی ملګرتیا پر پراختیا خبرې وکړې. هغه او د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر جی شنکر د دوه اړخیزو اړیکو اوسنی حالت باندې خبرې وکړې. په ولایډوستوک کې د ۲۰مې کلنی سرمشریزی غونډې وروسته په خپره شوې ګډه اعلامیه کې ویل شوي وو چې هند او روسیه د معاصر نړۍ له حقیقی کړکېچنو سره په بریالیتوب سره مبارزه کړې او د بهرني اغیزی لپاره به حساس نه وي. د هند او روسیې د اړیکو بشپړه پراختیا د دواړو هیوادونو لپاره د بهرني سیاست لومړیتوب دی. ستراتیژیک ملګرتیا خپل ځانګړی طبیعت په ډاګه کوي کوم چې په یو پیچلي نړیوال حالت کې د ثبات د وسیلې په توګه رامینځته شوی
د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراخېدو او ژور کولو لپاره ، هند او روسیه تر ۲۰۲۵ م کال پوری د ۳۰ بیلیونه امریکایی ډالرو دوه اړخیزی سوداګری ته د رسیدو هدف ټاکلی دی. د دې د ترلاسه کولو لپاره ، دواړه هیوادونو موافقه کړې چې په فعاله توګه د هند او روسیې اغیزمنو سرچینو پر ظرفیت کار وکړي. دواړه هېوادونه اوس د نوي تخنیکي او پانګوونې ملګرتیاو لپاره په ځانګړي توګه په پرمختللي لوړ تخنیکي برخو او د همکارۍ نوي لارو چارو لپاره کار کوي.دواړه خواوې په دی پوهیږی چې په نظامي او تخنیکي برخو کې نږدې همکارۍ د دوی دوه اړخیز ځانګړي او امتیازي ستراتیژیک ملګرتیا اساس دی. پدې روحیه کې ، هند او روسیه د متحده ایالاتو د سخت فشار لاندې ، هند ته د ایس ۴۰۰ میزائل ضد سیسټمونو رسولو لپاره د ستراتیژیک طبیعت ځانګړې هوکړه لیک لاسلیک کړ. روسیه د هندي وسله والو ځواکونو د ځواک په پیاوړتیا کې د هند معتبر ملګری دی او د ملګرو ملتونو په ګډون په مختلفو نړیوالو غونډو کې یې له هند سره مرسته او ملاتړ کړی دی. روسیه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د دایمي غړیتوب لپاره د هندوستان ملاتړی وه او په کلکه یې د هستوي عرضه کونکو ۴۸ غړو په ډله کې د شاملیدو ملاتړی وو
پدې پس منظر کې ، هند ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سفر د ستراتیژیک طبیعت روان همکاریو برنامو بیا کتنې لپاره غوره فرصت چمتو کړ. د هند او روسیې اړیکې د وخت آزموینې ته رسیدلي او د ګړندي سیاسي جغرافیاي بدلونونو په جریان کې خورا ژمن راتلونکي رانغړی

Comments
Post a Comment