د طالبانو لخوا د لنډ مهاله اوربند وړاندیز
لیکنه : د نصرت ظهیر
ژباړه : د پښتو څانګی
د امریکا متحده ایالات له افغانسان نه د خپلو پوځیانو په بشپړ ډول بیرته وباسلو څخه وړاندی د حکومت او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې چی کومې خبرې اترې له تیر کال راهیسي پیل کړيدي تر اوسه کومی بریا نده تر لاسه شوي. خو اوس مهال د طالبانو ډلې لخوا د امریکا متحده ایالاتو په وړاندی د موقتی اوربند وړاندیز شوی چی له دی سره د سولی لږ څه هیله را پیدا شوی ، ګوندی د سولی په فضا کی خپلمنځې تیروتنې له منځه لاړی شی، او ممکن چی د دواړو خواوو د مذاکرو لپاره زمینه برابره شي.په افغانستان کې دا وخت د امریکا د متحده ایالاتو شاوخوا شاوخوا ۱۳ زره سرتیري شتون لري. چو د جنګ ځپلی او د لوټ ښکار شوی په نوموړی هیواد کی ۱۸ کاله د طالبانو په خلاف په جګړه بوخت دی. متحده ایالاتو هیڅکله هم دومره اوږده جګړه نه ده کړې. اوسنی وضعیت دا دی چې په هیواد کې یو منتخب حکومت شتون لري ، مګر د افغانستان نږدې نیمایي برخه په عملي توګه د طالبانو لخوا نیول شوې ده. طالب جنګيالي هره ورځ د متحده ایالاتو پر پوځي اډو او د کابل د حکومت پر تاسیساتو بریدونه کوي.د تیر کال په سپټمبر کې ، متحده ایالاتو او طالبانو یوې هوکړې ته نیږدې رسیدلي وو او په هغه د لاسلیکولو اپار هم تر سترګو شوی وو، خو په ورته وخت کې د طالبانو جنګي عملیات ګړندي شول او د یوه امریکايي سرتیري وژل کیدل د دی باعٍث شول چی وضعیت لا پسې خرابکړي. د پیښې نه وروسته د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خبرو اترو سلسله په ټپه ودروله. د کال په وروستیو ورځو کې ، ولسمشر ټرمپ د متحده ایالاتو سرتیرو سره د لیدو لپاره افغانستان ته لومړی سفر وکړ ، او د هغه چلند یو څه ارامه و ، او هغه وویل چې طالبان پریکړې ته چمتو دي ، مګر کابل او واشنګټن دواړه ټینګار کوي چې طالبان چی لومړۍ د طالبان د نیک نیت په اظهارولو سره په خپلو حملو کی کمی راولی له دی وروسته د طالبانو مشرتابه بیا په پاکستان کې د هغې په مرکزي دفتر کې د څو اونیو خبرو وروسته لنډمهاله اوربند ته چمتووالی ونیوو. په دې وروستیو کې د طالب چارواکی قطر ته تللی او د لسو ورځو لنډمهاله اوربند وړاندیز ئی د امریکا خاص استازۍ زامی خلیل زاد ته وړاندی کړی.
امریکا تر اوسه پدی اړه هیڅ ډول غبرګون ندی ښودلۍ خو داسی معلومیږی چې پدې حالت کې کله چې په خبرو اترو کی هیڅ ډول پرمختګ نه تر سترګو کیږی نو د موقتی اوربند دا وړاندیز هم ګټور ثابتیدي شی.
د متحده ایالاتو ستونزه دا ده چې بیا د سولی له تړون وروسته په راتلونکي کې په افغانستان کی د مذهب په نوم د طالبانو په هغه ډول وحشي حکومت لیدل نه غواړی په کوم کی چې د ټولو انسانی حقوق تر پښو لاندی شوی وو. کوم چی ۱۸کاله پخوا د امریکا له مداخلت څخه مخکې په افغانستان کی طالبان په واک کی وو. زلمۍ خلیل زاد پخوا هم په اوربند باندی ټینګار کولو تر څو د مذاکراته روند بیا پيل شی. نوموړی ویلی وو چې له طالبانو سره په هر ډول تړون کې به دا شرط شامل وي چې په راتلونکي کی به دواړه اړخونه د اوربند ، د ښځو او لږکیو حقونو حق په پام کې نیولو سره په خپل مینځ کې مسلې حل کړي ، ترڅو راتلونکې پریکړه وکړي.
په افغانستان کې دا اوازې له ډیرې مودې راهیسې روانې دې چې نړیواله ټولنه هم ناکامه شوه. د هیواد اقتصاد نږدې ویجاړ شوی. په هیواد کې د عامه هوساینې او پرمختګ لپاره هیڅ کار نشته. د خلکو د تلفاتو لړۍ اوس یو معمول ګرځیدلی. د تل پاتې سولې هیڅ ډول نښی نشته. د هیواد ختیځ ګاونډي ټولو ادعاګانو سره سره ، د. له خبل ناولی عادت څخه مجبور د تل پاتې سولې په لاره کې خنډ ګرځیدلۍ ، په داسې حالت کې چی د طالبانو لخوا د لنډمهاله اوربند وړاندیز شوی دا هم لوی کار کیدی شي که چیرې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لاره کی شته تیاره لږه هم لری شي لویه خبره به وی
Comments
Post a Comment