هند په بریالۍ توګه جي سیټ -۳۰ سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله

لیکنه: د بیمن باسو

ژباړه: د پښتو څانګه

د ۲۰۲۰ کال جنورۍ میاشتې په ۱۷ مه نیټه ، د هند ۴۱مه مخابراتی سپوږمکۍ، جي سیت -۳۰ په بریالۍ توګه فضا ته وتوغول شوه . د بې ځنډه چوپړتیاوو په ډاډمنتیا کې دا له دې امله یو غوره اقدام وو چې ۱۴ کلنه اینسیټ-۴ اې سپوږمکۍ ډیر ژر خپله کاري موده پای ته رسوي. د انسیټ اې-۴ سټلایټ یا سپوږمکۍ هندي کیبل چلوونکو شبکو لخوا له هېواد نه بیرون د خپلو پروګرامونو د خپرولو لپاره کارول کیږي. جي سیت -۳۰ ډوله سټلایټ به دوی ته اجازه ورکړي چې د خپلو پروګرامونو خپرولو ته په لا پراخه سیمه کې د نورو ۱۵ کلونو لپاره هم دوام ورکړي.

د جي سیت -۳۰ ډوله دغه سټلایټ په کورو کې د آریان-۵م ډوله فضایي راکټ په واسطه له ګویانا فضايي مرکز نه وتوغول شو. جي سیت -۳۰ د هند ۲۴م سټلایټ دی چې فضا ته استول کیږي، د هند لومړۍ مخابراتی سټلایټ (اپل) په ۱۹۸۱ کال کې فضا ته استول شوی وو. په دغه وروستي کی آریان-۵ م ډوله راکټ کې د یوټیل سیټ کونیکټ چی د نوي نسل سټلایټ دی، هم ضمیمه کړی شو چې په ټوله اروپا او افریقا کې مخابراتي چوپړتیاوې وړاندې کړي.

له ۱۵ کلن عمر سره سره، د جي سیت -۳۰ ډوله پیاوړی قدرت لرونکی د هندوستان فضایي پلټنی ادارې (ایسرو) دغه مخابراتی سټلایټ د انعطاف وړ فریکونسۍ لرونکو برخو او د انعطاف منلو پوښښ سره ، په عصري توګه چمتو او ځانګړي ترتیب سره جوړ کړی چې د انسیټ ۴-اې ډوله سټلایټ ځایناستی به وي، چې په نږدې راتلونکې کې به خپل کار ته د پای ټکی کیږدي، ترڅو بې وقفه مخابراتی چوپړتیاوې وړاندې کړي. پر ۱۲ - سي، او ۱۲ - کیو ټرانسپونډرانو باندې سنبال د جي –سیټ-۳۰ ډوله سټلایټ به ټلویزیونې خپرونې نیغ په نیغه د (ډي ټي ایچ) کورنیو چوپړتیاوو برخې پیاوړې کړي. پداسې حال کې چې د کیو - بینډ ټرانسپونډر به هندۍ ځمکنۍ جغرافیې او ټاپوګانو ته پوښښ ورکړي، سي-بینډ به بیا له هېواده بیرونو خلیجي هېوادونو، ګڼ شمیر آسیایي هیوادونو او آسټرالیا کې دوه اړخیزو مخابراتي سیسټمونو او ټلویزیوني خپرونی لیږدولو ته زمینه برابره کړي. د ایسرو پر وینا ، د یاد سټلایټ په آډانه کې د نورو ټرانسپونډرانو د نصبولو لپاره هم امکانات ډیزاین کړی شوي دي. دا سټلایټ به پياوړی پوښښ برابر کړي او هندي خپروونکي به په دې وتوانوي چې د هوا له لارې خپلی خپرونی منځنۍ آسیا، آسټرالیا او د آسیا برخو ته ورسوي.

د هند فضایي ادارې پر بنسټ، دا فضایي وسیله به د شته وی-سیټ، ټلویزیوني چوپړتیاو او ټیلفوني اړیکو، د ډي ټي ایچ ټلویزیوني چوپړتیاو او نور ګڼ شمیر سټلایټونو پورې تړلي اپلیکشنونو ته د اړیکو زمینه برابره کړي. دا به همدا راز د ډیجیټلي سټلایټ خبرونو راغونډولو سیسټم هم برقرار کړي، کوم چې خبریالان په دې توانوي چې د لری سیمو څخه پخپل وخت خپرونې وکړي، چې د دوی د ټلویزیونونو سټوډیوګانو څخه لرې دی او په هند کې موقعیت لري او داسی له غرب نه ټول اروپایي هېوادونه او شرق نه ټول آسټرالیایي هېواونه تر پوښښ لاندې راولي.

د ایسرو پر وینا، جي سیټ-۳۰ ډوله سټلایټ چی ۲۰۳۰ م کال تر وروستیو پوری به عمر ولری ، په پرمختللیو ټکنالوژیو باندې جوړ شوی. ایسرو پدی وروستیو کلونو کی عادی خلایی بیړۍ د جوړولو او ددی سره سره خپل فضایي الوتکو یا توغندیو د جوړولو بهیر ته د چټکتیا ورکولو په موخه ، د منځنۍ کچې صنعتونو د یوې ډلې ملاتړ ترلاسه کوي.

د جي سیت-۳۰ ډوله سټلایټ جوړښت د الفا ډیزاین ټیکنالوجیو شرکت ترمشرۍ ډلی لخوا ترسره شوې. د جي سیت-۳۰ سټلایټ د ایسرو سټلایټونو ادغام او آزموینو ادارې لخوا په بنګلور کې جوړ کړی شوی.

د ایسرو ادارې دا پریکړه چې د جي سیټ -۳۰ ډوله فضاي توغندی د بهرني راکټ له لارې ولیږدوی ، د خلای اجانس عملی روش برمله کوی چی سپوږمکیو په اساس داسی بی ځنډه چوپړتیاوې وړاندې کړي، چې د دوی د اعتبار ساتلو لپاره اړین وی.

د ایسرو مشر ډاکټر کی سیوان پر وینا، ایسرو به په راتلونکي کې د توغولو په موخه نورو ته د راکټونو د تولید کار برابر کړی. د هندوستان د هوابازۍ شرکت او لارسن اینډ ټوربو به قطبی سپوږمکۍ د کارولو بیړۍ (پي ایس ایل وی ) د جوړولو په موخه د یو کنزرټیوم مشري وکړي، کوم چې له کلونو د ایسرو ورکشاپ دی. دا کنزرټیوم به همدا راز د زمکی سره هم اهنګه خلایی بیړۍ ډوله تر ټولو دروند راکټ هم جوړ کړي. د ایسرو ادارې پر وینا، د حکومت لخوا د ۳۰۰ بیلیونو روپیو پانګه د بیلابیلو پروګرامونو لپاره ځانګړې کړی شوې چې په هغو کې ۱۰۰ بیلیونه یې خلا ته نفر لیږدونکی بیړۍ ، ګګن یان لپاره ځانګړی شوې چې ۸۰ سلنه به یې خصوصي سکټور ته لاړه شي.



د ایسرو اداره اوس له هندۍ خاورې څخه فضا ته د لومړي هندي نفر د استلو لپاره چمتو والی نیسي. د ځمکې ټیټ مدار ته د هندي فضانوردانو لومړۍ ډلې د لیږلو مهال ویش په ۲۰۲۰ کال کې د هند خپلواکۍ د ۷۵ مې کلیزې له لمانځلو د مخه جوړ کړی شوی. د ګڼ شمیر بریاوو سره د ایسرو اداره کولی شي چې دغه بریا لاس ته راوړلو لپاره هم سترګی په لار پاتی شی

Comments

Popular posts from this blog

پاکستان ولې خپل ګریوان ته سر نه ټیټوي

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند او لیتوېیا مناسباتو کی نوی پرمختګ