په پاکستان کی د قانون په جوړولو کی تادی ، چل چلوټه ، فشار یا د پخلا کیدو پائیله:
لیکنه : د معین الدین خان
ژباړه د پښتو څانګی
نن سبا په پاکستان کی چی د قانون جوړولو په یوی معاملی کی کوم د غیرمعمولی تادۍ بیلګه مخی ته راغلی د هغی له کبله یو عجبه ماحول رامینځ ته شوی او هری خوا ورباندی خبری کیږی . په اصل کی په پارلیمان کی دوه دری لایحی دومره زیات تادۍ سره منظوری کړی شوی چی خلک ورباندی حق حیرانه شول بلکی د غیرمعمولی د تادۍ کومه څرګندونه شوی د هغی په ترڅ کی حیرانتیا پدی خبره کړی شویده چی د خاص بهیر مخالفوګوندونو کابو بیله شرط حکومت ته ملاتړ برابرکړو.د ټولو نه زیات حیرانی پخپله د مخالفوګوندونو ملاتړبرابرونکو ته وشوله چاچی هډو دا هیله هم نلرله چی د هغوئي ګوندونه به د خپل رائ ورکونکو او ملاتړ برابرونکو د مرضا پرواه په نه کولو حکومت ته داسی ملاتړ برابرکړي . خبره داسی وه چی ستری محکمی د پوځ لوئ درستیز د وظیفی موده د غزولو په معاملی کی حکومت لپاره یوه مسئله هله پورته کړی وه چی د اګست په میاشت کی لومړی وزیر له لوری د پوځ لوئ درستیز جنرال قمر باجوا د وظیفی په موده کی د دریو کالو غزونی یاد داشت لیک خپور کړی و . جنرال باجوا د نومبر میاشت په آخر کی تقاعد شوی وائ خو ستری محکمی په یو تخنیکی بنیاد په هغی بندیز لګولی و خو شپږو میاشتو لپاره د جنرال باجوا غزونه منظوره کړی شوی وه او حکومت ته دا هدایت ورکړی و چی هغه دغه مودی په دوران د پوځ لوئ درستیز ته ورکړی کیدونکی د وظیفی موده غزولو یا بیا استخدامولو په معاملی کی له پارلیمان څخه ځنی قانون تصویب کړی شی لدی امله د هغی په رڼا کی په راتلونکی کی فیصلی وکړی شی . د محکمی دغه هدایت او لارښوونی په سمون حکومت په پارلیمان کی ۳ لایحی وړاندی کړلی او د پارلیمان دواړو جرګو له لوری په ډیر تادۍ دا منظوری شولی . د پاکستان اکثرو شنونکو وینا ده چی هغوئي لدی څخه دمخه هیڅ کله په دومره تادۍ د لایحو منظورکیدو ندی لیدلی . یواځی ځنو واړه ګوندونو د دی مخالفت وکړو کله دواړو خاصو ګوندونو مسلم لیګ نواز او پاکستان پیپلز پارټۍ د دغو لایحو په حق کی رائ ورکړی وې. د پاکستان مسلم لیګ خو په غیر مشروط ډول رائ ورکړلو ان تردی چی د پاکستان پیپلزګوند د هغی دا روش په کتو د تعدیل کولو پیشنهادونه هم بیرته واخیستل.
که څه هم دا لایحی د دی میاشتی په شوروع کی منظور کړی شوی و خو د ګنګوسو او چرت وهلو لړۍ اوس هم دوام لری . د پاکستان مسلم لیګ او د پیپلز ګوند د دواړه ملاتړ کونکی خپل ګوندونو ته تراوسه رد بد وائي چی هغوئي په دومره آسانۍ لایحو ته ولی ملاتړ برابرکړو . پدی ترڅ کی اکثرو څیړونکو وینا ده چی د عمران حکومت یعنی پوځی ډلی له لوری فشار اچولی شوی یا هغوئي ګوندونو سره چل په کولو د هغوئي ملاتړ ترلاسه کړی شو. دا خبره درک وړ هم ده چی په عمومی ډول په پاکستان کی د ځنی لوئ پریکړی شا ته هم پوځ کار کوی او د عمران حکومت یوه ځانګړی خبره دا ده چی حکومت او پوځ بیخی هم آهنګ دی او دا هم وئیل کیدی شی چی من توشدم ، تومن شدی معامله شتون لری . ځنی شنونکی دا خبره هم راڅرګندوی ښائي دغو دواړومخالفو ګوندونو څخه ځنی لوز کړی شوی وي چی په بل ځنی کړن لاری هغوئي ته به د دغه ملاتړ ګټه برابره کړی شی . په اصل کی حکومت په دومره تادۍ کی و چی هغی د ولسی جرګی اضطراری ناسته راو بلله د کوم له کبله مخالف ګوندونه ډیر محتاطه رویه غوره کولو ته مجبوره شول . لدغه ګردی قیصی څخه یوه بله خبره مخی ته راغلی چی عمران خان کوم خلک خپل ملګري ګڼل د هغه نزد اوس دا یو پیټی په حیث پاتی شوی او اوس نوموړی ته د هغوئي اړتیا نشته.
Comments
Post a Comment