د عمل ګډ جامع پلان څخه د ایران وتل او نړیوالی اغیزی یی
لیکنه: ډاکټر آسیف شجاع
ژباړه: پښتو څانګه
د متحده ایالاتو لخوا د ایراني جنرال قاسم سلیماني تر وژل کیدو وروسته او د پیښو د لړۍ په تعقیب ، وروستي وضعیت دا دی چې ایران ګواښ کړی چې که چیری اروپایی اتحادیه د ایران اټومی مسله د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندی کړی نو کیدی شی چی ایران اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون څخه ووځی. دا د جنرال سلیمان تر وژنې وروسته لویه اغیزه ده چې نورو ټولو ته پوښښ ورکوي ، ځکه چې د دې پایلی کولی شي سیمې ته او هم د نړیوال ایټمی نه خپریدونکي رژیم لپاره خورا زیان رسونکی وي. د اټومی وسلو د نه خپراوی تړون څخه د وتلو ګواښ د ایران د حکومت د هغی پریکړه سره نژدی راپور ورکړل شو چې دوی نور د عمل ګډ جامع پلان شرایطو ته غاړه نه ږدي چې د ایران اټومي تړون په نامه مشهور دی.
د اټومی وسلو نه خپراوی تړون څخه د وتلو لپاره د ایران غوښتنه د شخړې د حل میکانیزم د محرک کیدو په وړاندی عکس العمل دی ، هغه ماده چې په اتومي موافقه کې د دریو اروپایی هیوادونو بریتانیا ، فرانسې او جرمني ډلې لخوا شامل کړای شوی ده، ویل کیږی چی متحده ایالاتو له دی لاری پر اروپایی هیوادونو فشار راوستلی چی همدغه لاره غوره کړی او پر اروپایی هیوادونو باندی د داسی فشار دوام به ممکن د عمل ګډ جامع پلان له شرایطو د ایران ریښتینی وتلو لامل شی.
د شخړو د حل میکانیزم رابلل او په پایله کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د ایران اټومي مسلې راجع کول به په ایران باندې بیا یوځل د ملګرو ملتونو امنیت شورا بندیزونو د لږیدو لامل شی. ایران لا د مخه د متحده ایالاتو لخوا لګول شوي یو اړخیز بندیزونو بدو اقتصادی پایلو څخه کړیږی، چې د داخلی ناخوالو لامل شوی. اضافي څو اړخیز بندیزونه به د کورنۍ ناکرارۍ لامل شي چی داسلامي رژیم لپاره جدي ګواښ او د ایران د حکومت لخوا دغه ډول لاریونونو ته د احتمالي تاوتریخوالي ځواب امکان شته. د ایران او متحده ایالاتو روانه شخړه د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د ۲۰۱۸ کال می میاشت کی د عمل ګډ جامع پلان څخه د یو اړخیز وتلو پایلی په توګه لیدل کیدی شي ، دا په داسی حال کی وو چی ایران د اټومی انرژی نړیوال اداری منظم پلان ته په دی معامله کی د پلی کیدو لپاره ژمن وو . په حقیقت کې ، ایران د متحده ایالاتو تر وتلو وروسته یو کال انتظار ویستو چې اروپایی هیوادونه به کومه حل لاره ومومي ، او ایران د ۲۰۱۹ کال می میاشتی په اتمه نیټه اعلان وکړ چی د عمل ګډ جامع پلان ته بیا ژمن دی.
د عمل ګډ جامع پلان لومړنی هدف د ایران د یورانیمو بډای کول محدودول و ، له ورته لورې د ایران وتل به د ایران لخوا د بډایه کولو جریان خورا ګړندي کول وی. د عمل ګډ جامع پلان بل حیاتي عنصر د ایران اټومي پروګرام روڼتیا وه او له همدې امله د ایران له دې معاملې څخه وتل به هم پدې معنی وي چې نور هیوادونه به د ایران اټومي پروګرام پر واقعیت او پرمختګ نه پوهیږي.
دایران اټومي پروګرام پورې اړوند ویره ، ممکن نور هیوادونه په ځانګړي توګه د ایران سیمه ایز سیال سعودي عربستان پارولۍ شی د منځني ختیځ په ناکراره سیمه کې د اټومي وسلو سیالۍ رامینځته کړي. دا کیدی شي ځینې نور هیوادونه هم د ایران اټومي پروګرام سره مخالفت وکړي لکه متحده ایالات او اسراییل، چی په نظامي ډول به د ایران اټومي تاسیساتو باندې برید وکړي ، چې اوسنی جنجالي وضعیت جګړې ته لا پراخوي. په دې برخه کې به دا هم په ګوته شي چې د هایدروکاربن د بډایه زیرمو په حیث د دې وضعیت له امله ، د فارس خلیج سیمه کې جګړه کولی شي چی نړیوال اقتصاد باندې سخت منفي فشارونه ولري.د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف تیره اونۍ په نوي ډیلي کې و. هغه د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي او د بهرنیو چارو له وزیر ډاکټر ایس جي شنکر سره تفصيلي خبرې وکړې. نوي ډیلي په فارس خلیج کې د سولې لپاره خپله هیله څرګنده کړه.
د ایران د ولسمشرۍ د دفتر د مشر محمود واعزي وروستۍ څرګندونې ایران او سعودي عربستان سره په ګډه کار کولو ته وهڅوي او هڅوي یې. د فارس خلیج هیوادونه باید په سیمه کې د امنیت د ساتلو لپاره ګډ کار وکړي. دا د سیمه ییزې سولې او ثبات لپاره خورا مهم دی ، او د اټمي احتمالي خپراوی د مخنیوي لپاره ، دواړه سیمه ایز هیوادونه باید د خپلو دوه اړخیزو اختلافاتو د حل لپاره ډیپلوماتیک لارې ومومي.
Comments
Post a Comment