پاکستان ته د امریکی ګواښ : د ایف اې ټی ایف شرطونه بشپړ کړي.

لیکنه: د معین الدین خان

ژباړه: د پښتو څانګی

یو څو ورځی د مخه امریکی له پاکستان څخه په سختۍ وئیلی دی چی هغه په غیرقانونی ډول سرمایه راټولولو یا د هغه د انتقالولو څارنه کونکی ګڼ ملی اداری فائینینشل ټاسک فورس یعنی د ایف اې ټی ایف هغه شرطونه بشپړ کړی کوم چی هغی پلی کړیدی . باید چی دا خبره دی یاد ولرلی شی چی ایف اې ټی ایف ۲۰۱۸میلادی کال د جون په ۳مه نیټه پاکستان په خړ لست کی اچولی او هغی ته دا وئیلی و چی هغه د ۲۰۱۹میلادی کال د اکتوبر ۲۹می نیټی پوری په ۲۷ ټکیزعملی پلان عمل وکړی لدی کبله چی د ترهګرو ډلو د پیسو غلط چلند په اړه د فعالیتونو بندیز و لګوی خو اکتوبر میاشت پور هغه داسی هیڅ څه ونکړو کوم چی پرمختګ وړ وبللې شی . د ایف اې ټی ایف آسیا پیسیفیک ډلی د پاکستان کارکردګي ناوړه په بللو دا وویل چی هغی له ۲۷ ټکو څخه یواځی په ۵ ټکو څه کار کړی و . خو پاتی ۲۲ ټکو ته هډو لاس ونکړو نو ځکه ایف اې ټی ایف یو وار بیا اخطاروړاندی کړیدی او دا ځلی ۲۰۲۰میلادی کال د فرورۍ میاشت پوری وخت ورکړې چی هغه دغه مودی په دوران ګام پورته کړي ګنی هغه په تورلست کی شامل کیدی شی . څرګنده ده دا اخطار داسی ندی دکوم څخه سرغړونه کړی وائ ځکه چی که هغه په تورلست کی شامل کړې وائ نو په اقتصادی کچه د هغی وضیعت ډیر خراب شوې وې او نړیوال اداری څخه نه یواځی دا چی هغی ته د پور په اخستلو کی ستونزه پېښیده بلکی لدغو ادارو څخه د ځنو بندیزونو په نتیجه پاتی اقتصادیات ته هم ډیر زیات تاوان رسیدلی وې . کله چی ایف اې ټی ایف ځنی تره ګرډلې په ځانګړی ډول پرګوته کړی وې د چا پرضد کارروائي په کولو کی پاکستان اکثره زړه نا زړه وي اوپه کوم کی د لشکرطیبه، جیشی محمد او د طالبانو ځنی ډلی شاملی دي.

کله چی په پاکستان ډیر زیات فشار و . پخپله پاکستان هم دا خبره احساسه کړله چی اوس د ځان ساتلو هیڅ لاره نشته نولدی امله هغه څه کارروائي پیل کړیده . په تیرو ورځو کی په بیجنګ کی د پاکستان کارکردګۍ څارنه کولو لپاره د ایف اې ټی ایف ناسته وشوله په کوم چی د هغی د کارکردګۍ څارنه وکړی شوه .

باید چی دا خبره هم یاد ولرلی شی چی ۲۰۱۸ میلادی کال د جون په میاشت کی کله چی پاکستان په خړلست کی شامل کړی شوی و نو په هغی امریکی ځانګړی دنده ترسره کړی وه . که څه هم چین د هغی ځنو ملګرو ډیر زیات مخالفت کړی و ، د هغی وروسته پاکستان په حتمی ډول ځنی ګامونه پورته کړل خو د ایف اې ټی ایف شرطونو په سمون کار و نشو.

اوس په اوریدو کی دا راځی چی پاکستان ټول شرطونه خو ندی پوره کړی خو دومره پرمختګ ضرور کړیدی چی ایف اې ټی ایف په هغی غورکولی شی . د بیلګی په توګه دا خبره هم مخی ته راغل چی چیرته ۲۰۱۹ میلادی کال د اکتوبر په میاشت کی پاکستان فقط په ۵ ټکو کار کړی و هغلته اوس هغه په ۱۴ټکوکار کړی دې او هغه ایف اې ټی ایف منلی هم دې.

کله چی معامله ډیر سنګین اړخ لری او د پاکستان اقتصادیات د ړنګیدو په وضیعت کی دی نوځکه د عمران حکومت پدی وضیعت کی ندی چی د ځنی نور زیات اقتصادی بحران سره مخامخ شی . کله چی اوسنۍ حکومت او پوخ دا وختی یو بل ته ډیر نزدی دي نوځکه د ځنو شنونکو دا خیال هم دې چی په اقتصادی لحاظ نورو پریشانیو څخه د ژغورنی په غرض د پاکستان پوځ د عمران حکومت ته دا رعایت ورکولی شی چی داسی ځنی کاررواۍ کولو په معاملی کی د حافظ سعید او د طالبانوپه ځنو ډلو نوره زیاته سختی وکړی شی .

بلی خوا پاکستان له تورلست څخه د ژغورنی په خاطر ورسره سره له خړ لسټ څخه خلاصون لپاره په پوره ډول هلی ځلی هم کوی که دا خبره درسته ده چی ایف اې ټی ایف د پاکستان له کارکردګی څخه تر د یوحده پوری ډاډمن دې نو بیا دا خبره امکان لری چی پاکستان په تور لست کی شاملولو څخه بچ شی . خو له خړ لسټ څخه راوتل به آسان نه وي . هرڅنګه چی وی د دی پریکړه د فروری په میاشت کی یا د هغی وروسته کیدی شی کله چی ایف اې ټی ایف ابتدائي ناسته ترسره شی . هند به دا و نه غواړی چی پاکستان په اقتصادی کچه د بدحالۍ ښکارشی . پخپله د پاکستان ترهګرۍ په اړه کړن لاری هغه دغه ځای ته رسولی چی هغه نړیوال ټولنی څخه بیلیږی . پاکستان خپل لوزونه ماتولو لپاره ډیر نوم لری . ۲۰۱۲ میلادی کال څخه تر د ۲۰۱۵میلادی کال پوری هغه په خړ لست کی پاتی شو . د پېښور په ښوونځی برید وروسته تش په نامه یو څو کارروائۍ کولوسره هغه لدِغه لست څخه بهر خو راوتی و خو د خپل ناوړه کارکردګۍ له کبله هغه ۲۰۱۸ میلادی کال کی بیا هم په هغه لست کی شامل شو نوځکه په هغی په سوچ او غور کولو سره اعتبارکول پکار دې.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت