هند له ګاونډیو هېوادونو سره خپله لومړۍ پالیسي بیا تازه کوي
لیکنه: د پدم سینګ
ژباړه: د پښتو څانګه
هند د ګاونډیتوب لومړۍ پالیسۍ ته ژمن دی. له کله نه چې په ۲۰۱۴ کال کې لومړي وزیر نریندر مودي په واک کې راغلی، نو دا پالیسي یې څو وارې تازه کړې. نوموړي چې کله د ۲۰۱۴ کال مئ میاشتې په ۲۶ مه نیټه د سوګند یادولو مراسم ترسره کولو نو سویلي آسیا د سیمه ییزو همکاریو (سارک) هېوادونو ټول ولسمشران یې هم رابللي وو. په هماغه کال کې نوموړي د لومړي بهرني هېواد په توګه بوټان ته هم سفر وکړو. ښاغلي نریندر مودي خپلو سویلي آسیایي ګاونډیو باندې غږ هم وکړو تر څو د غربت، تغذیې او د ټولو لپاره د زده کړو موضوعاتو باندې ګډ اقدامات وکړي. هند چمتو دی چې له خپلو ګاونډیو سره د هغوئ د بهتر والي په موخه خپلې تجربې شریکې کړي.
د ۲۰۲۰ نوي کال په موقع لومړي وزیر دغې روحیې د پرمختګ په ورکولو سره د بوټان شاه جیګمي کهیسر وانګچوک، د بوټان لومړي وزیر ډاکټر لوټای ټیشرینګ، د سریلانکا ولسمشر ښاغلي ګوټابایا راجاپاکسې، لومړي وزیر ماهیندا راجاپاکسې، د ماتلدیف ولسمشر ښاغلي ابراهیم موهامد سولیح، د بنګله دیش لومړۍ وزیرې شیخ حسینې او د نیپال له لومړي وزیر ښاغلي کی پي شرما اولې سره یې ټیلفوني خبرې وکړې.
ښاغلي لومړي وزیر د خپل ځان او د هندوستاني ملت په استاذولۍ خپلو ګاونډیو رهبرانو ته د نوي کال مبارکیانې او نیکې هیلې هم وړاندې کړې. هغه یو وار بیا ټولو ګاونډي هېوادونو او شریکانو ته د ګاونډیتوب لومړۍ پالیسې لپاره د هند پر ژمنتیا او د ګډې سولې، امنیت، روڼتیا او پر مختګ په برخې ټینګار وکړو.
د بوټان له شاه سره د خبرو پر مهال لومړي وزیر د تیر کال مهمی لاسته راوړنې په ګوته کړې چې له امله یې د هند او بوټان اړیکې لا هم پیاوړې شوې. ښاغلي مودي د علاقمندۍ له مخې بوټان ته ترسره کړي خپل وروستي سفر څخه هم یادونه وکړه او له هغې مینې او محبت څخه یې هم یادونه وکړه چې هلته یې له خلکو ترلاسه کړی وو. هغه همدا راز د دواړو هېوادونو تر منځ د ځوانانو د تبادلو په پراختیا هم ټینګار وکړو او دا یې هم وویل چې نوموړی هند ته د بوټان د شاه سفر ته سترګې په لار دی.
د سریلانکا ولسمشر راجاپاکسي د لومړي وزیر مودي د مبارکیو څخه توده منندویې وکړه او په ۲۰۲۰ کال کې د هند او سریلانکا تر منځ د اړیکو د لا پراختیا ډاډ ورکړ. دواړو مشرانو تر پایه پورې د ګډ کار ژمنې هم یو وار بیا تازه کړې.
د سریلانکا له لومړي وزیر ښاغلي ماهیندا راجاپاکسې سره د خبرو پر مهال د هند لومړي وزیر له سریلانکا سره د نږدې دوستانه او مخ پر ودې همکاریو لپاره د هند ژمنتیا یو وار بیا تازه کړه.
لومړي وزیر مودي د مالدیف ولسمشر ته د پرمختګ په بهیر کې د مالدیف د ټولو ولسونو هڅو لپاره خپلې نیکې هیلې څرګندې کړې. ولسمشر سولیح په ګرمۍ سره د ښاغلي مودي تبریکات غبرګ کړل او له هند سره یې د شته دوه اړخیزو همکاریو او اړیکو پراختیا او ژورتیا لپاره خپله ژوره هیله وښودله، او په دې برخه کې یې د ګډ کار لپاره د نویو لارو چارو په رامنځته کولو ټینګار وکړو.
له لومړۍ وزیرې شیخ حسینې سره د خبرو پر مهال هندوستاني لومړي وزیر نوموړې ته د درې کلونو د مودې لپاره یو وار بیا د عوامي لیګ حزب د رییسې په توګه د ګمارل کیدو له امله هم مبارکي وویله. هغه همدا راز د هند لپاره د بنګله دیش د پخواني های کمیشن یا سفیر سید معظم علي پر بې نیټې مرګ هم خفګان وښودلو. ښاغلي مودي په ۲۰۱۹ کال کې د هند او بنګله دیش تر منځ د اړیکو په برخه کې په لاسته راوړنو هم رڼا واچوله. نوموړي همدا راز وویل چې د بنګابندو د زیږیدنې راتلونکې سلمه کلیزه او د بنګله دیش د خپلواکۍ او ډیپلوماټیکو دوه اړخیزو اړیکو ۵۰ کلونه بشپړیدلو په بهیر کې د پام وړ اهداف ترلاسه شوي او د هند او بنګله دیش تر منځ د راتلونکو اړیکو لپاره یې هم ښه زمینه برابره کړې، چې د نوموړي د حکومت لومړیتوب هم دی.
له خپل نیپالي سیال لومړي وزیر اولي سره د خبرو پر مهال ښاغلي مودي په ۲۰۱۹ کال کې د هند او نیپال پر اړیکو د اطمینان اظهار وکړو، چې ګڼ شمیر پروژې هم پکې بشپړې شوې. په ځانګړې توګه یې د هند د موتی هاري او نیپال د املیکهه ګنج د پټرولیمو د پروژې په خپل وخت د بشپړیدو څخه یې هم یادونه وکړه. دواړو رهبرانو همدا راز په بیرت نګر کې د مدغم شوي چیک پوسټ او په نیپال کې د کورونو بیا رغونې پروژو، د ویډیویي کنفرانس له لارې د پرانستې پر سر هم موافقه وکړه.
Comments
Post a Comment