هندوستان د ۵ ټریلیونه ډالرو اقتصادی جوړلو په درشل کی

لیکنه: ستیاجیت موهنتي

ژباړه: پښتو څانګه

هندوستان په نژدی راتلونکی کی د پینځه ټریلیونه ډالرو اقتصادی هدف جوړولو په لور روان دی. د دی هدف د ترلاسه کولو لپاره دوه خبری ډیر اړینی دی. لومړی خبره دا چی د کورنی سوداګری لپاره د کورنی ماحول ښه والی په کار دی او دوهمه خبره دا ده چی د نړیوالو سره زمونږ اړیکی باید ډیری ځواکمنی وی. د دی مقصد لپاره هندوستان جی ، ایس ، ټی ، یعنی د خدمتونو او توکو مالیه کی ځینی مهم اصلاحات راوستل.

هند پریکړه کړې چې د سیمه ایزې سوداګرۍ لپاره دروازې پرانیزي او د رغنده او دوه اړخیزو ګټورو اقتصادي اړیکو لپاره د اقتصادي مسلو په اړه خبرې پیل کړي. د ځینو هیوادونو سره چی به دی هکله خبری اتری له ځنډ سره مخ دی ، له دغو هیوادونو سره د خبرو د بیا پیل پریکړه شوی ده. دا خبرې ټول هغه شکونه لرې کوي چې ګواکي هندوستان داسې ستراتیژي رامینځته کړي چې یوازې د هغې په ګټه ده. سیمه ایز جامع اقتصادي مشارکت څخه د هند جلا کیدو وروسته راپورته شوی ورته نظرونه طبعی خبره ده . د خبرو اترو دغه نوښت به دا ثابته کړي چې هندوستان ګټه پرست نه دی. 

همدا څو کاله وړاندی هند د اروپایی اتحادیه، د یوریشیا اقتصادي اتحادیه آسټرالیا، موریشس، د اسرایلو او ایران په شان ملکونو او سیمه ایزو ډلو سره د ازادی سوداګری په اړه خبری اتری روانی کړی وی. نوی ډیلی اوس د اروپایی اتحادیه سره د هغو خبرو بیا پیل ته لیوالتیا ښودلی چی په ۲۰۰۷ کال کی پیل شوی وی. د الکولو او موټرو بازار ته لاسرسی لپاره دغی خبری نیږدی اووه کاله وځنډیدی. اروپایی اتحادیه د هند ترټولو لوی سوداګریز شریک دی ، او د دې سره د سوداګرۍ او پانګوونې تړونونه د ګاڼو ، غمیو او ټوکرونو په برخو کې مرسته کولی شي. دا یقیني ده چې اروپایی اتحادیه غواړي د هغو محصولاتو مالیه کمه کړي چې د صادراتو سره یې ډیره لیوالتیا لري. له اروپایی اتحادیه څخه د انګلستان له وتو وروسته به هم هند د انګلستان سره د ازادی سوداګری تړونونو خبری کول وغواړی. په انګلستان کی ګڼ شمیر هندیان میشت دی ، د دی سره سره له دوی سره تاریخی اړیکی هم لری. دا دوه خبری په دی برخه کی مرسته کولی شی. انګلستان هم د پانګو اچوونکو محافظت ا و تضمین غواړی ، چې له مخې یې خبرې اترې امکان لري. که څه هم د هند او متحده ایالاتو ترمینځ د آزاد تجارت تړون په څیر د ورته تړونونو په اړه هیڅکله بحث ندی شوی ، د دې سره سره سوداګریز تړون ډیر زر کیدونکیۍ دی . هیله شته چی د امریکا ولسمشر ټرمپ به د روان کال د فبرورۍ په وروستیو کې له هند څخه لیدنه وکړي او تمه کیږی چی د هغه د لیدنی پر مهال به سوداګزیز تړون لاسلیک شی. 

هند ځکه خپل ځان د سیمه ایز اقتصادي همکارۍ څخه جلا کړ چې دا یوازې د دوه اړخیز ازاد تجارت تړون پاتی وو او د هند داخلي صنعتونو په ګټه نه و. د خدماتو سکتور ته د هند لاسرسی محدود وو ، کوم چې په حقیقت کې د نوي ډیلي په ګټه نه وو. د دې ټولو خبرو په نظر کې نیولو سره ، هند له دې شراکت څخه ځان جلا کړ. مګر د دې پریکړې وروسته ، هندوستان په ختیځ آسیا کې د خپلو ګاونډیو ، لکه د آسیان د ډلې غړي هیوادونه، جاپان او سویلي کوریا سره اړیکې پیل کړې. همداشان هند پریکړه وکړه چې د آسټرلیا په څیر هیوادونو سره خبرې بیا پیل کړي. د سویلي کوریا ، جاپان او آسیان د ډلی هیوادونو سره زموږ د آزاد تجارت تړونونو کچه ډیره ښه نده. په هرصورت ، موږ هیله لرو چې موږ به له یادو هیوادونو سره ښې سوداګریزې اړیکې ولرو. مطالعات ښیې چې د آسټرلیا ، اندونیزیا او اسرایل په څیر هیوادونو سره په اقتصادي مسلو خبرې کول به مثبتې پایلې ولري.

هیله کیږي چې د دې هیوادونو سره خبرې ډیر ژر پیل شي. مګر دا باید په ګوته شي چې د دغو هیوادونو سره د محصولاتو ، خدماتو او پانګوونې سکتورونو تفصيلي بحثونه اړین دي. د هند ستراتیژي د هر تړون لاسلیک کولو دمخه مفصله بحث او خبرې کول دي او اجازه به ورنکړي چې حساسو څانګو ته زیان ورسوي. پدې لار کې ، هندوستان به په نږدې راتلونکي کې د بیلابیلو هیوادونو او ډلو سره د اقتصادي مسلو په اړه د خبرو اترو له لارې د اقتصاد د ښه کولو لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت