آیا د پاکستان په پوځ نیوکه کولو لپاره به د پښتون مشر ته بیعه تادیه کول وي؟

لیکنه : معین ا لدین خان 

ژباړه: د پښتو څانګی 

ترهګرۍ ته وده ورکونکی او ویری ورسره ترهګری تجارت کونکی د پاکستان پوځ ځان ئې یواځی مطلق اداره نه بلکی مطلق ځواکمن هم ګڼی. هغه د نړۍ یوه داسی اداره ده کوم چی خپل وطن دارانو ته د ملت پالنی سند هم ورکوی او د هغی دا رویه د پاکستان جوړیدو راهسی د هغی ځائ ټولنیزژوند برخه پاتی شوی . د هغی نزد هغه هیواد لومړی وزیرانو نه واخلۍ ترټولو مهم سیاسی ، ټولنیز او ادبی شخصیتونه هم د پاکستان امنیتی خطرپاتی شوي دي. نوځکه هغوئي چی څوک خوښوی هغوئي د ملت او وطن پالنی سند سره سرفرازه کړی او چا ته غواړی د هغه ئې ملت دښمن ، د وطن غداراو د دښمن ایجنټ په بللو و نیسی . ځانګړی محکمه سزا هم ورکوی او په زوره تختولی هم شی . مخالفین په تختولو هغوئي بی درکه کول د پاکستان ایجنسیو او پوځ کار پاتی شویدی . د هغی د دغی روش ټولو نه لوئ هدف نن سبا پښتون ځوانان او فعالین دي . کله د هغوئي هدف بلوڅان وي او کله نورڅوک د دی برسیره له قبائیلی سیمو سره اړه لرونکی پښتانه فعالین او ځوانان په زوره تختولی کیږی او هغوئي تره ګر په بللو ورباندی ډزی کیږی ورسره په دروغو تورونه په پوری کولو سره هغوئي په بند کی واچولی شی . هم په دغو قبائیلی سیمو کی د تحریک طالبان پاکستان په شان خطرناک ترهګرو اډه وه . کله چی د پاکستان پوځ پدغو سیمو کی تحریک طالبان پرضد تش په نامه عملیات پیل کړل نو اصل ترهګر خو ټک جوړ نشول خو عمومی ځوانان پریشانه کړی شول . کله چی عملیاتو په دوران په لوئ شمیر کی خلک خپل کلی کور پریښودو سره د هیواد په نورو ښارونو کی سرسیوری ترلاسه کیدو کیدو ته مجبوره کیدل نوځکه پوځ او د هغوئي ایجنسۍ قبائیلی خلک خپل مخالف ګڼل هغوئي هم په ځانګړی ډول هدف جوړ کړی شول . داسی ځنی پښتانه خلک په کراچۍ کی هم و . په هغوئي کی یو ځوان هغه هم و چا چی په کراچۍ کی خپل ژوند د جوړولو هڅه کوله . هغه پولسو په ډزو مړ کړو. داسی نور هم پیښی وشولی نو پدی تناظر کی پښتانه ځوانانود خپل حقوقو ساتلو په خاطر یو سازمان تحفظ موومینټ یعنی د پی ټی ایم په نوم سازمان جوړکړو . د هغی وخت نه واخلۍ ترننه دا سازمان د پوځ په سترګو کی ازغی په شان خخیږی. 

ځوانان په بیلا بیلو بانو زورولی کیږی . د هغوئي پرضد دروغ تورونه په پورې کولو مقدمی جوړولی کیږی او د هغوئ راتلونکی ژوند تباه کړی شی او ځنی خوانان په زوره و تختولی شی که څه هم پشتون تحفظ موومینټ په سوله ناکه اوپه جمهوری توګه خپل خپل غورځنګ په مخه بیائي. 

د یاد سازمان غړو شمیر په زیاتیدو دې . د دغه سازمان یا غورځنګ لارښود ۲۸ کلن یو ځوان منظور پشتین دې د چا تورئې دا دی چی په لویه کچه د پښتون نسل پرګنو بشری حقوق چقولی کیږی . په رسنیو د پوځ دومره زیات فشار دی چی هغوئي پی ټی ایم په اړه د ځنی ډول خبر نه ورکوی .

بشری حقوق په دومره بی دړدۍ چقولی کیږی چی په پښتو ډیر زیات ظلم کیږی . باید چی دا خبره یاد ولرلی شی چی منظور د جنوبی وزیرستان اوسیدونکی دې او اوس دا قبائیلی سیمی په خیبرپښتون خوا کی ضم کړی شویدی . څو د ورځی د مخه پشتین سره د نورو کارکونکو په پیښور کی د پی ټی ایم له دفتر څخه ګرفتاره کړی شو. دا وختی نوموړی په توقیف کی دې. د نومو ړی پرضد په ډیره اسماعیل خان کی د غدارۍ . کرکجن وینا کولو او د پاکستان د جوړیدو غندنی کولو تورونه لګول شویدی . منظورپشتین ته یواځی ځکه سزا ورکولی کیږی چی هغه د پښتنو د حقوقو خبره کوی او د پاکستان د پوځ ظالمانه کړو وړو مخالفت کوی . په افغانستان کی هم د پی ټی ایم د مشرانو نیولو غندنه کړی شویده . د هغی ځای پښتون آبادۍ سخت احتجاج کړدی . ولسمشراشرف غنی پدغه پیښه اندیښنا څرګنده کړیده او وویل چی د منظورپشتین سازمان یواځی په سوله ناکه احتجاج کوی . د نوموړی پرضد لګول شوی تورونه غلط دي. د نوموړی پدی بیان د پاکستان بهرنیو چارو وزارت سخته نیوکه کړی او وویل چی نوموړی د پاکستان په داخلی چارو کی لاس وهی . د پاکستان د ریاکارانه سفارت دا بی ځایه بیلګی ته و ګورۍ چی د هند په داخلی چارو په ترڅ کی د کوم هیواد واکمنان او سفارت کار په ګردی نړۍ کی ګمراه کونکی پروپیګند کوی د هغی په لړ کی دا خبره نه احساسوی چی دا هند په کورنیو چارو کی لاس وهنه ده خو د افغانستان په ولسمشر د لاس وهنی تور په لګولو کی قطعی ځنډ ونکړو

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت