په پاکستان کی په لږه کیو کیدونکی بریدونه


لیکنه د معین الدین خان 

زباړه : د پښتو څانګی

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان دا مهال په نړیواله ټولنه او په ځانګړي ډول اسلامي نړۍ کې په تبلیغاتو بوخت دی چې مسلمان اقلیت په هند کې خوندي نه دی. داسې بریښي چې د عمران حکومت په دوامداره توګه نړیوالې ټولنې او اسلامي نړۍ ته د ګمراه کولو لپاره ډیپلوماتیک کمپاین پیل کړی. 

دوی داسی فکر کوی چی د دوی د غلطو هڅو په پایله کې به خلک ګمراه شي او په دې به پوه شي چې په پاکستان کې اقلیتونه ډیر خوندي دي او له لږه کیو سره هیڅ ډول ناوړه چلند نه کیږی. په هرصورت ، په پاکستانۍ ورځپاڼو کې خلک هره ورځ خبرونه لولي چې کوم ډول اقلیتونه ځورول کیږي. داسی ډیری قضیۍ شتون لری چی د نورو ادیانو متعقیدی نجونی په زور اسلام قبلولو ته مجبوری کړای شویدی. پدی غیر انسانی کړنی د پاکستان ډیر انصاف خوښونکو هم لاریونونه کوي او د حکومت د پام اړولو هڅی هم کوي ، خو دا موضوعات په حکمرانانو هیڅ تاثیر هم نکوی. کله چې عمران خان تیر کال واک ته ورسید ، چیرې چې هغه ډیری ژمنې کړې وې ، خلکو ته دا ډاډ هم ورکړل شوی و چې له هیچا سره به غیر عادلانه سلوک نه کیږي او د هغوی د حقونو ساتنه به وشي. هغه دا هم ویلی و چې پاکستان څومره چی د ډیره کیو دی هغومره د لږه کیو هم دی. د نوموړی د ورته څرګندونو په شا لید کې د امریکا د متحده ایالاتو د مذهبي آزادۍ لپاره د کمیسیون لخوا د وروستي راپور اقتباس وګورئ. د پاکستان حکومت د هندوانو، عیسویانو، احمدیانو،او شعیه مسلمانو سره سره د ټولو لږکیو په ساتنه کې پاتې راغلی. تمه کیده چې د عمران خان نوی حکومت به ښی کړني تر سره کړي خو متعصفانه چی له مایوسي پرته بل څه چاته په لاس ندی ورغلی " 

د متحده ایالاتو کمیسون دا هم وویل چې د لږکیو په اړه وضعیت نه بدلیږي ، نو باید د هغو هیوادونو په لیسټ کې شامل کړای شي چیرې چې وضعیت په ځانګړي ډول اندیښمنونکی دی. 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا راپور رد کړی او ویې ویل چې دا یو طرفه او د تعصب او بې عدالتۍ پراساس دی. حقیقت ته دروغ ویل د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لپاره یو معمولی خبره ګرځیدلی ، مګر حقیقت خو پخپله د پاکستان د ملي شورا د غیر مسلم غړي او د پاکستان د هندوانو د شورا سرپرست ډاکټر رمیش کمار وانکوایني له یوی مقالی دا حقیقت په ښه ډول څرګندیږي. د ښاغلي وانکواینی مقاله د جنوري په ۳ مه نیټه د پاکستان یوې مشهورې انګلیسي ورځپاڼی د نیوز هم خپره کړیده. هغه په پیښور کې پر یوې کلیسا د برید نه وروسته د سترې محکمې د هغه وخت قاضي القضات له قوله د مثال په ورکولو سره لیکلی، چې قاضی القضات تصدق حسین جیلاني په کلیسا باندې د برید یادونه کړې او یوه درې کسيزه کمیټه یی جوړه کړی وه تر څو نوموړی د پاکستان د لږکیو محافظت او د حقونو خوندیتوب او تضمین ډاډمن کړي. ډاکټر رمیش کمار ونکواینی وايي هغه ته هم بلنه ورکړل شوې وه چې د پارلمان د غړي او د یو هندو کونسلر په توګه خپل نظر څرګند کړي. هغه وویل" زما دریځ خورا څرګند دی. 

ټولو مذاهبو ته باید په مساوي توګه درناوی وشي او دین ته د سپکاوی قانون هم باید د ټولو مذاهبو لپاره یو شان وي. هغه محکمې ته دا هم وویل چې په ټولنیزو رسنیو او د ښوونځيو په نصاب کې د لږکیو په اړه د اعتراض وړ توکي شتون لري هغه باید له منځه یوړل شی. هغه قضایه کمیټه له دی هم خبره کړی وه چې د برمته کولو او په زوره مذهب د تبدیلولو پيښي هم رامنځته کیږي. د کوچنیو انجونو واده په زور او جبر تر سره کیږی او په معبدونو بریدونه کیږي . په خپله مقاله کې د پاکستان د پارلمان غړی ډاکټر ونکواینی دا هم وویل چې قاضي امر کړی چې اعتراض لرونکي توکي سمدلاسه د ټولنیزو رسنیو او درسي کتابونو څخه لرې کړاي شي. نوموړی څو بیلګې په ګوته کړي کوم چی په څرګند ډول ښیې چې د پاکستان د بنسټ ایښودونکي محمد علي جناح په ګډون ډیرو مشرانو پاکستان ته د یو داسې هیواد خوب لیدلی وو چې د مسلم او غیر مسلم اتباعو ترمنځ باید هیڅ ډول تبعیض ونه ساتل شي. د ډاکټر ونکواینی په وینا ، بدبختانه چې په هغه خبره هیڅوک هم عمل نه کوي. افراطي عناصر د پاکستان داسې تصویر وړاندې کوي چې نړیوالې ټولنې ته فرصت ورکړي تر څو چې د پاکستان په اړه داسې راپور وړاندې کړي. د پاکستان حکومت ممکن د متحده ایالاتو کمیسیون رد کړي ، خو ایا دا به د پاکستان د ملي شورا د یو معزز غړي نظر هم چی د پاکستان په ورځپاڼه کې خپور شوی رد کړي ؟ پاکستان به څنګه د غیر مسلمانو انجونو جبري ودونو او د جبری اسلام د قبلولو کولو قضیې ردی کړیشي چی د پاکستان په ورځپاڼو کی هره ورځ نشر کیږی.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت