پاکستان لپاره ناکامه لسیزه
لیکنه : د رام نریش ګپتا
ژباړه : د پښتو څانګی
یوه پوښتنه چې نن ورځ د پاکستان پوهان او خلک ځوروي او کوم چې نن ورځ په رسنیو کې راپورته کیږي دا ده چې د دوی هیواد په کومه لاره روان دی؟ نامتو ژورنالیست زاهد حسین دا وروستۍ لسیزه پاکستان لپاره یوه ویجاړونکې لسیزه نومولې. نن ورځ دا شعور هم قوی کیږي چې اوسنۍ سناریو د پاکستان د خپلو سیاستمدارانو د کړنو نتیجه ده او دا چې په ایډیالوژۍ کې له رښتیني بدلون پرته د پاکستان لپاره به ناممکنه وي چې له اوسني کړکیچ څخه ځان راوباسی.
دا یو مهم ټکی دی ، کله چې د ملي شورا او ولایتي شوراګانو ټاکنې د ۲۰۰۸ م میلادی کال په فرورۍ میاشت کی ترسره شوې ، او کله چې اصف علي زرداري او نواز شریف د مری تړون لاسلیک کړ ، نو تمه کیده چې د دوی ټول اختلافات به حل شي. په هرصورت ، ټول لوی سیاسي ګوندونه به لږترلږه د دیموکراتیک سیسټم د بقا په اړه خپل ملاتړ وکړي. په پیل کی د ملی اسمبلۍ د ځینو کړنو له امله داسی ګمان اوشو چی پدې برخه کې مثبت پرمختګ شوی. مګر بیا د تنګ نظرۍ سیاسي جنجالونو پخوانۍ لوبه پیل شوه او پوځ چې داسې بریښیده چې اوس مهال به چوپ پاتې شي ، دومره فعال شو چې خپل انتخاب یې په ټول هیواد باندې تحمیل کړ. نن ورځ ، قضیه دا ده چې ډیموکراتیک ادارې یوځل بیا ضعیف کیږي او د خلکو ژوند د کړاونو سره مخ کیږي.
دا د نړیوال مالی صندوق پور او د هیواد په اقتصادي او سیاسي ژوند د هغې اغیزې ته اشاره کوي. پداسې حال کې چې پاکستان یو له هاغو هیوادونو څخه و چې د ۲۰۰۸م کال د سپټمبر په نړیوال کړکیچ ډیر اغیزمن و مګر چیرته چې ډیر هیوادونه د بحران له اغیزو څخه په وتلو کې بریالي شوي ، هاغلته ټوله لسیزه د پاکستان لپاره تباه کن ثابته شوه. له نړیوال مالی صندوق څخه پور اخیستل دده مجبوری ده .سوال دا دی چې نن ورځ پاکستان سخت قرضداره دی . دا هغه حالت دی کله چې یو انسان ، سازمان یا هیواد اړ کیږي چې د زړو پورونو پور لپاره نوي پور واخلي. لکه څنګه چې ځینې کتونکو ویلي دي چی د نړیوال مالی صندوق پورونه هیڅ په ګټور فعالیتونو کې نوي شتمنۍ رامینځته کولو لپاره ندي کارول شوي چې د خلکو ژوند کې به ډیر راحت راولي. برعکس ، د دې پور ډیره برخه د تیرو پورونو خدمت لپاره کارول شوي کوم چې هیڅ مالي ګټه نلري. د عمران حکومت د نړیوال مالی صندوق د شرایطو په بدلولو سره خلکو ته ځینې سبسیډي قطع کړې ، خو د نافذو شرایطو له مخې. د ټولنیزو خدمتونو لکه تعلیم او روغتیا مصارف په حقیقت کې کم شوی . د ګاز او بریښنا نرخونه او د ترانسپورت کرایې خورا ډیرې شوې او په دې توګه د خلکو ژوند ډیر زیات اغیزمن شوی. عاید کم شوی دی او د صادراتو نرخ خورا ډیر لوړ شوی او د خلکو په اوږو یې بار هم زیات کړی. نن ورځ د متحده ایالاتو ډالر شاوخوا د ۱۵۵ پاکستانۍ کلدارو قیمت لري ، کله چې ۲۰۰۸م میلادی کال کی ددی قیمت ۶۵ روپیو وو.
پدې حالت کې دا کومه پټه خبره نه ده چې د پاکستان اقتصاد مخ په خرابیدو دی. که چیرې د سعودي عربستان څخه د قرض تیلو سپلایی وتړل شوه نو د پاکستان اقتصاد به شاید د یوې ورځې لپاره هم ژوندی پاتې نشي او هیواد به په اقتصادي کړکیچ کې راګیر وي. پدې حالت کې امکان لري چې غیر میشته پاکستانیان هم خپلې پیسې له بانکونو څخه وباسي ځکه چې دوی د ۲۰۰۸ میلادی کال سپټمبر په میاشت کی پدی پيل کړی وو.که چیری داسی وشوه نو دا به پاکستان لپاره نوره تباهی وی.
دا پوښتنه چې ایا د دې وضعیت څخه د وتلو لپاره به پوځ یا سیاستوال څه نه څه وکړی نو داسی هیڅ امکان په نظر نه راځی .
داسې نه ده چې پاکستان نشي کولی له دې ستونزی څخه ځان راوباسي ، مګر د مبصرینو په اند دا به په روانه مفکره کی بنسټیز بدلون ته اړتیا ولري چې اوس مهال نه لیدل کیږي. عجيبه خبره دا ده چې د ترهګرۍ په اړه د پاکستان په کړنو نړيواله ټولنه ټینګ نظر لری نو پدی وجه تروريستي سازمانونه دا وخت غلي دی ، خو که دوی فعال واي نو بيا پاکستان به کوم پراو ته رسیدلی وای ددی سوچ کول هم ګرانه خبره ده .
Comments
Post a Comment