د پاکستان نوی ټیټوالی


لیکنه: د اشوک سجن هار

ژباړه: د پښتو څانګه 

د تیرې جمعې په ورځ، له ۴۰۰ څخه ډیرو خلکو د سیکهانو په تر ټولو مقدس ګورودواره ، ننکانا صیب باندې برید وکړ او د سیکهانو ضد شعارونه یې ورکړل. دوی ګورودواره محاصره کړې وه او تیږې یې پرې وارولې. دغه برید د محمد حسن کورنۍ لخوا رهبري کیدلو. هغه هلک چې د یادې ګورودوارې د پوجاري لور یې په زوره تښتولې وه، مذهب یې پرې بدل کړی او په زوره یې ورسره واده کړی وو، یاد تاوتریخوالی د هماغه هلک د کورنۍ لخوا د سیک ټولنې پر وړاندې ترسره کیده.

په یوه ویډیو کې، لاریون کوونکو په سیمه کې د ګورودوارې د شتون پر مخالفت کې نارې وهلې او ویل یې چې دوی به ډیر ژر د دې نوم له ننکانا صیب نه غلامان مصطفی ته بدل کړي.

په دغه تاریخي ګورودواره کې د بند پاتې شویو سیکهانو لپاره دا وضعیت خورا اندیښمن وو. د پاکستان حکومت چالاکي او دوه ګوني غبرګون په پاکستان کې د میشتو سیک ټولنو لپاره خورا امنیتي اندیښنه راپارولې. 

ننکانا صیب د پاکستان یوه ولسوالۍ ده چې ګورودواره یې هم په نوم ده، چې د سیک مذهب پالونکو لپاره یو له ټولو مقدسو زیارتونو څخه دی او دا ځکه چې د سیکانو لومړی ګورو/ مشر ګورونانک دیو جي په ۱۴۶۹ کال کې په هماغه ځای کې زیږیدلی وو. په ټوله نړۍ کې سیک ټولنې تیر کال د ګورونانک ۵۵۰ م تلین ولمانځلو. د تعجب خبره خو دا ده چې یاده پیښه یواځې یوه ورځ وروسته له هغې رامنځته شوه چې سیکهانو د خپل لسم ګورو، ګورو ګوبند سنګ جی زیږدیزه ولمانځله.

هند هیڅ وخت له لاسه ورنکړو او په کله سره یې دغه غیر متوقع له تاوتریخوالي ډک او وحشیانه عمل و غندلو. هند ټینګار کوي چې دا دغه نه بخښونکی عمل د جګجیت کور د تښتونې، له مذهب اړونې او په زور سره واده کولو له امله رامنځته شوی چې د تیر کال په آګست کې له خپل کور ننکانا صیب نه تښتول شوې وه.

هند د دغه مقدس ځای بې حرمتي او ویجاړول په کلکو ټکو غندلي. نوي ډیلۍ د پاکستان له حکومت نه غوښتي چې پخپل هېواد کې د سیکهانو ټولنې د غړو امنیت، تحفظ او بهبود په موخه کوټلي اقدامات ترسره کړي. دوی له پاکستاني حکومت غوښتنه کړې چې د مقدسې ننکانا صیبب ګورودوارې پر وړاندې د دغه ناوړه عمل ، د دې محاصره کوونکو او د سیکهانو اقلیتي مذهبې ډلې غړو پر وړاندې د بریدونو ترسره کوونکو ته دې بې مثاله سزا ورکړي. په ننکانا صیب ګوردوارې باندې د برید خبر ترلاسه کولو سمدستې ورورسته د پنجاب ایالت مشر وزیر، کپتان امریندر سینګ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته اپیل وکړو چې په چټکۍ سره مداخله وکړي او په ننکانا صیب ګورودواره کې دې بند پاتې زایرین وژغوري او ځان دې ډاډمن کړې چې دوی او ګورودواره د لاریون وړونکو لخوا په امن کې ده. مملکتي وزیری هرسیمرت کور بادل دغه ډله ییز برید غندلی او ویلي یې دي چې په پاکستان کې د اقلیتونو ځورول یو حقیقت دی. په یادی ګورودوارې باندې ترسره شوي برید د پاکستان اصلي څیره بربنډه کړه. هغې زیاته کړه چې په هند کې د شیرومني اکالی ګوند او نورو سیاسي ګوندونو غړو او په ټوله نړۍ کې د سیکهانو ټولنو لخوا دغه پیښه په کلکه غندل شوې. یو لوی شمیر خلک په نوي ډیلۍ کې د پاکستان های کمیشن مخی ته راغونډ شوي وو ترڅو د یادې پیښې په تړاو لاریون ترسره کړي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له ۲ ورځې صبر وروسته خپله خاموشي ماته کړه او دغه پیښه یې وغندله. هغه وویل چې دا پیښه د هغه د تصوراتو پر خلاف ترسره شوې او حکومت به په دې پیښه کې د ښکیلو کسانو پر وړاندې له صفر تبعیض څخه کار واخلي. خو بیا هم د داسې ویناوو پر بنسټ چې ګوا کې د ننکانا صیب پیښې او په هندوستان کې روان اقلیتي وضعیت تر منځ ډیر توپیر دی ونه توانیده چې د پزي لاندې اوبه تیرې کړي او د نوموړي خبرې د غندلو وړ دي. له دې څخه دا هم څرګندیږي چې پاکستانۍ رهبران سولی او امنیت ته خطر رسونکی پر قابو کولو کې ناکام دی.

د عمران خان د وینا د مخه، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دفتر ویلي وو چې د ننکانا صیب د پیښې خبرونه درواغ دي او د ۲ ډلو تر منځ د چای پلورنې په یوه دوکان کې عادي شخړه وه او بس.

دې پیښې د پاکستان هغه دوه مخي منافقت او فریب رابرسیره کړ کوم چې یې د تیرکال نوومبر په میاشت کې د کرتارپورصیب زیارت د دهلیز پر پرانستلو سره د نقاب په اچولو سره پټ کړې وو.

هند او نړیواله ټولنه اړتیا لري چې په پاکستان باندې لا هم فشار راولي ترڅو په هغه هېواد کې اقلیتونه په حفاظت او امنیت کې ژوند وکړي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت