په پاکستان کی د ورک شوو کسانو وکیلان هم تښتول کیږی
لیکنه : د معین الدین خان
ژباړه : د پښتو څانګی
دا څه نوی خبره نده چی بیا بیا تکرار کړای شی. د پاکستان پوځ نه یووازی تر ټولو زیات قدرت لرونکی اداره ده بلکه ځان له هر ډوله قانون څځه لوړ حس کوی.ځکه چی په پاکستان کی زیاتره کارونه د پوځ په اشاره کیږی. خو که هغه د هیواړ سیاسی نظام وی یا هره ورځ نظم و نسق معامله دی. د پاکستان پوځ او د هغی نظارت لاندی کاکونکی اجنسیانی د آئين او اساسی قانون په شتون کی هم په هره معامله کی خپلی ضابطی ترح کوی او هغه باندی عمل کوی. د هیواد اساسی قانون او ضابطو سره چلند کول د هغوی د منصب برخه نده. د پاکستان تاریخ دری لسیزی موده د پوځ په حکمرانی کی تیره شوی. داریښتیا ده چی هر دیکتاتور خلاف جمهوری مبارزی پیل شوی او هر یوه ته د قدرت څځه محروم کیدل ، پریوتل، لاکن منتخب حکومتونه ته د خپلو اختیاراتو استعمال موقع نه تر لاسه کیږی. د پوځ دسیسو شبکه دومره زیاته پیاوړی ده چی د پوځ لخوا رامنځته کړای شوی ضابطو څځه بله ځینی ضابطه پدی هیواد کی نشی عملی کیدای. بلاخره پوځی دیکتاتور جنرال پرویز مشرف برطرف کیدو سره منتخب حکومت قدرت تر لاسه کړو. نو هغه وخت لومړی حکومت وو چی د پنځو کالو موده ئي پوره کړه. دویم حکومت هم خبله پوره موده تیره کړه. که څه هم پدغو دواړو حکمتونو کی هم لومړی وزیر ته د ۵ کالو موده پوره موقع تر لاسه نشوه. د عمران خان حکومت دریم حکومت دې چی د جمهوریت پر ځای څخه پس د دریم ځل عام ټاکنو څخه وروسته تیر کال په قدرت کی راغۍ. تیر دوه حکمتونه د پوځ خوښ حکومتونه نه وو. پدی ترڅ کی د عمران خان حکومت نیک بخته دی چی پوځ په هغه باندی مهربانه دی. لیکن دا خبره هم د ټولو په علم کی ده چی د پوځ ځانګړی کړنلاری تر لاندی عمران خان قدرت ترلاسه کړو. آیا پرویز مشرف برطرف کیدو څخه پس اوسه پوری ځینی نیغ په نیغه پوځي کودتا نده شوی. که چیری غور وکړی شی نو د جمهوریت په اړه دا خبره نیک مرغه ده چی په پرله پسی توګه د ۱۱ کالونو د پاره انتخاب شوی حکومتونو کار وکړو. نو په طبعی ډول پدی موده کی جمهوریت ته د ودی موقع تر لاسه شوه او ډیر ستونزی چی د هیواد سیاست نظام کی د پوځ مداخلت لخوا رامنځ شوی وی د هغی څخه خلاصون تر لاسه کیوای شو. لیکن د دی پر ضد رو رو د قانون برلاسی رامنځته شوی وی. د عمران خان اقتدار په دور کی د قانون پاتی احترام هم په ختمیدو دی ، ځکه چی نوموړی د پوځ تر احسان او فشار لاندی دی او مقاومت کول د هغه د وس خبره نده. جنرال پرویز مشرف په بلوچستان کی کوم ظلمونه کړی وو او د نوموړی پوځ بلوچیانو باندی ظلم او جبر لپاره څومره ایجنسیانو ته وحشی اختیار ورکړی وو هغه وحشی اختیار اوس پوری ندی ختم شوی.
د مخالیفینو اواز چکولو د پاره د بلو چستان سیاسی کارکنانو ، جمهوریت خوښونکو او د محصلینو خولو بندولو لپاره هڅه کیږی. د خلکو تښتول دوام لری ، نه ځنی علت ښودل کیږی او د هغوی کورني ته دا نه مالومیږی چی کوم جرم کی په زور تښتول شوی او کوم ځای ساتل شویدی. تښتول شوی کسانو کی زیاتره د ظلم او جبر تر لاندی نیول کیږی او وژل کیږی او د هغوی ګولو سره سوری جسدونه یو ځای یا بل ځای موندل کیږی او ډیر تښتول شوی کسانو اجتماعی اداری صحیح موندل شوی، د قتلولو کار روان وو د احتجاج اوازونه صحیح پورته کړای شوی لاکن ځنی کاروائی ونشوه. اوس د تښتولو معامله یوازی بلوچستان ایالت پوری محدوده نده پاتی شوی او د پاکستان په ځینی ایالت کی ایجنسیانی وګړو تښتول شی. د هغوی اوسنی هدف پښتون کارکنان دی. د پښتنو سازمان ، پښټون تخفظ مومنټ یعنی پي ټي ایم یو شمیر مشران او کارکنان تښتول شوی دی. آن تر دی چی د پارلمان غړی د دروغو قضیی کی په ښکیلولو په بندی خانی کی بندی کړای شوی.
د عمران خان اقتدار په دی اعتبار د ایجنسیانو د پاره زیات آسان پاتی شوی چی په زور تښتول شوی کسانو، وکیلان او فعالین هم تښتول کیږی. په نیږدی تیر وخت کی د ورځپاڼي ډان په سرلیک کی وئیل شوی وو چی د تښټول شویو کسانو پيروی کونکی یو وکیل انعام الرحمن د تیر دسمبر د میاشتی په ۱۷ نیټه د نوموړی کور کی موجود کورنی غړو په موجودګی کی د یوی ایجنسی لخوا د کور څخه اوچت کړای شو. په وکیل باندی څه الزام دی ، دا وئیل خو لری خبره ده هغوی خپل شناخت هم څرګند نکړو. دغه معامله محکمی ته ورسیده او د هغه کور والو د لاهور ستری محکمی د راولپينډی څوکی مخی ته فریاد وکړو چی لږ تر لږه د وکیل صاحب جرم خو وښودل شی او نوموړی کوم ځای ساتل شوی، څو ورځی وروسته محکمی ته دا ووئيل شو چی د پوځی یوی ایجنسۍ نوموړی ګرفتار کړی دی. د اتلولی کار د موجوده لومړی وزیر په وخت کی روان دی څوک چی د پاکستان خلکو ته د مدینی په شان د خیر ښیګڼی هیواد جوړولو خوبونه ښيئ.
Comments
Post a Comment