پاکستان کې د بشري حقونو څخه د سرغړونې انتها : د بخښنې نړیوال سازمان راپور

لیکنه : د سهیل انجم

ژباړه : د پښتو څانګی

د کشمير په قضیه کې ، پاکستان په ټوله نړۍ کې د هند پروړاندې یو ډول ډیپلوماتیک جنګ پیل کړی. هغه پخپله د بشري حقونو چیغی وهی او هند د بشري حقونو په سرغړونې تورنوي . هغه په نړیوالو فورمونو کې د هند د کورني ستونزی راپورته کولو سره د هند د محاصره کولو هلی ځلی کوی ، او نړۍ پدې باوري کول غواړی چې هلته شرایط خورا ډیر اټکل کیدونکي دي او باید پدې مسلی کې مداخله وکړي . په هرصورت ، د نړۍ مشرانو په مکرر ډول ویلي چې هند او پاکستان دواړه باید خپلې مسلې د متقابل خبرو له لارې حل کړي . پخپله پاکستان کې د بشري حقونو وضعیت خورا خراب دی. د بخښنې نړیوال سازمان ، په ۲۰۱۹ کال کی په پاکستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه یو مفصل راپور خپور کړۍ ، چې پاکستان په بشپړ ډول افشا کوي . په راپور کی ویل شوی چی په پاکستان کی د بیان په آزادۍ بندیز ، د حکومت پر وړاندې د ویناکونکو ورکیدل ، د رسنیو په آزادۍ بریدونه ، د ښځو او ماشومانو پر وړاندې جرمونه ، او تاوتریخوالي ، په مذهبي لږکیو ظلمونه زیاتیږې او داسي نور ډیر څه په ګوته کوي۔ 

په دې وروستیو کې ، د سند او بلوچستان ډیری سیاسي فعالان ، زده کونکي ، خبریالان او ډیری شیعه مسلمانان په جبری ډول بې درکه کړای شوي. په حقیقت کې ، امنیتي ځواکونه هغه کسان په نخښه او شکنجه کوي ، څوک چې د دولت له تګلارو سره موافق نه وي. یو څوک د یوې میاشتې وروسته خوشې کیږي ، بیا ځینې د څو میاشتو لپاره نامعلوم زندان کې ساتل کیږي . خیبر پښتونخوا ایکشن آرډیننس قانون ۲۰۱۹ په پلي کیدو وروسته د خلکو په جبری ډول نیول کیدو خطر خورا ډیر شوی . سیاسي فعالین او ژورنالیستان د بریښنایی جرمونو مخنیوي قانون له مخې په نښه شوي او د بیان ازادي نلری. هغوی د تروریزم ضد قانون تر چتر لاندی ، د غدار ، خاین او د بی ارزښته درناوی په تور محاکمه کیږي . د حکومت لخوا په خبریالانو سانسور وضع کیږی . د ښځو او انجونو په وړاندې جرمونه او تاوتریخوالی دوام لري . دوی تښتول کیږي ، د فزیکي تاوتریخوالي لاندې نیول کیږی ، جنسي تیری پری کیږی او حتی ډیری میرمنی وژل شوي هم دی . قاضي القضات د جون په میاشت کې د کورنیو تاوتریخوالي قضیو لپاره د ۱۰۱۶ محکمو د جوړولو امر کړی وو . په تیر جون میاشت کې ، یو نولس کلن آیزک (ایجړا) په نوشهره کې د خپل پلار لخوا په ډزو ووژل شو . لږترلږه څلور ورته ښځینه ایجړا ګانی هم وژل شوي دی.

پداسې حال کې چې په ډیرو نورو هم بریدونه شوي او ټپیان شويدی. له ماشومانو جنسي ناوړه ګټه اخیستنه او تاوتریخوالی له شمیره وتلی دی. حتی تر دی چی د بشري حقونو وزارت تیری جولای میاشت کې په ټول هیواد کې یو کمپاین په لاره واچولو ترڅو ماشومان له جرمونو خوندي کړاي شي.

د احانت رسول په تور کفر یا سپکاوي په نوم وسله والې ډلې د مذهبي لږکیو په کورونو بریدونه کوي . پولیسو هم ډیر خلک په درواغو د احانت رسول په تور نیولي او زندان ته یې اچولي . برید کونکو د تورنو کورونه او ملکیتونه په نښه کړي او زیانمن کړي ئی دي. دا هم پیښ شوي چې محکمې د مذهبي ډلو تر فشار لاندې سمې پریکړې نه شي ترسره کولی ، او د تورونو د نه ثابیتیدو په صورت کی هم د تورنو کسانو د خوشې کولو جرأت نشی ښودلی . د هغو کسانو په وړاندې هیڅ اقدام نه کیږي چې غلط تورونه لگوي یا د مذهبي لږکیو په کورونو بریدونه کوي. د آسیه بی بی قضیه یوه سترګی خلاصونکی قضیه ده چې څه ډول هغی د احانت رسول په جرم اته کاله په زندان کی تیر کړل . هغه د یوې محکمې لخوا په مرګ محکومه شوی وه ، خو د هغی خوش بځتی دا وه چې ستری محکمی هغه له تورونو څخه مثتسنا وګڼله. د هیواد د اقتصاد ملا مات شوی. 



چیرته چې د پاکستان اردو په هر ډګر کی واکمنه ده، هلته ئي په اقـتصادی برخه کی هم خپلی پنجی نښلولي دی. د اشیاوو قیمتونه ډیر زیات شوی. لومړی د اوړو بحران رامنځته شو او اوس د بوری یا د شکر بحران . د لوړې درجې خلک هم په ربړ او کړاو کی دي او د متوسط طبقې خلک هم . د ټیټی طبقې خلکو وضعیت هم خورا ناڅرګند دی. پاکستان د هند په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او تور پورې کوي چې دا د بشري حقونو سرغړونه ده ، خو دا پخپله په پاکستان کې د بشري حقونو څه وضعیت دی دا له راپور څخه معلومیداي شې. پاکستان باید لومړی خپل ګریوان ته سر ټيټ کړې او بیا د بل په اړه وغږیږي. باید لومړی خپل غریب وګوري په نړۍ کې د دې عکس د یو تروریستي هیواد په حیث رامینځته شوی. هغه ته خپل عکس بدلولو اړتیا ده. مګر هغه د خپل وضعیت د ښه کولو لپاره هیڅ هڅه هم نه کوي

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت