د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا په موخه د سریلانکا د لومړي وزیر سفر

لیکنه: د پاډام سینګ

ژباړه: د پښتو څانګه

د سریلانکا لومړي وزیر ماهیندا راجاپکسې د لوړپوړي هیت په ملتیا هند ته سفر او له هندي رهبرانو سره یې خبرې اترې وکړې. ښاغلي راجاپکسې له ولسمشر رام نات کوویند سره ملاقات وکړو. هغه له لومړي وزیر نریندر مودي سره هم په پراخه کچه خبرې وکړې. د هند د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جی شنکر هم د سریلانکا له لومړي وزیر سره خبرې کړي.

لومړي وزیر مودي وویل چې هند او سریلانکا له ډیر پخوا راپدیخوا ګاونډیان او نږدې ملګري هېوادونه دي. زموږ د دوه اړخیزو اړیکو تاریخ له بیلابیلو رنګینو تارونو اوبدل شوی لکه فرهنګ، مذهب، روحانیت، هنر او ژبه. که امنیت وو که اقتصاد او یا هم که ټولنیز پرمختګ، په هره برخه کې زموږ تیر او راتلونکی وخت له یو بل سره نښتی دی. په سریلانکا کې ثبات، امنیت او روڼتیا نه یواځې دا چې د هند په ګټه دي بلکې د ټول هندي سمندر سیمې په ګټه هم دي نو له همدې امله زموږ نږدې همکاري په انډوپیسیفیک سیمه کې هم د امنیت او روڼتیا په موخه ارزښتمنه ده. زموږ د حکومت د (نایبرهوډ فرسټ پالیسۍ/ د ګاونډيتوب لومړۍ پالیسي) او ساګر(سیکیوریټي اینډ ګروت فار آل/ امنیت او وده د ټولو لپاره) نظریې په رڼا کې هند له سریلانکا سره اړیکو ته ځانګړی لومړیتوب ورکوي. هند د سیمه ییز پرمختګ او سولې لپاره د سریلانکایي حکومت حل لارو ته هرکلی وویل.

لومړي وزیر مودي او ښاغلي راجاپکسې د دوه اړخیزو اړیکو او نړیوالو موضوعاتو د دوه اړخیزو ګټو پر ټولو ابعادو په تفصیل سره خبرې وکړې. په سویلي آسیا سیمه کې ترهګري لوی ګواښ دی. دواړو هېوادونو په سمه توګه له ترهګرۍ سره مبارزه کړې. تیر کال په اپریل میاشت کې د مقدسې ورځې پر مهال په سریلانکا کې ډیر دردوونکي او وحشي ترهګریز بریدونه وشول. دا بریدونه نه یواځې دا چې سریلانکا لپاره بلکې د ټول بشریت لپاره یوه ضربه وه. دواړو رهبرانو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر ډیرولو هم خبرې وکړې. د سریلانکا پولیس افسرانو د هند په (انډیاز پریمیر ټریننګ انسټیټیوټس) کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په کورسونو کې ګډون پیل کړی. هند د دواړو هېوادونو د استخباراتي ادارو تر منځ اړیکو او همکارۍ ته ژمن دی.

دواړو مشرانو په سریلانکا کې پر ګډو اقتصادي پروژو او همدا راز اقتصاد لوړولو، سوداګرۍ او پانګونې برخې اړیکو په پراختیا هم خبرې وکړې. دوی همدا راز له ولسونو سره د ولسونو اړیکو په پیاوړتیا، ګرځندویۍ په پراختیا او ارتباطاتو په ډیرولو هم تبادل د نظر وکړو.

د چنای او جفنا تر منځ په دې وروستیو کې د نیغ په نیغه پروازونو پیل کول په دې برخو کې یو له اقداماتو څخه دی. دا نیغ په نیغه پروازونه به د سریلانکا د شمالي سیمو له تامیل وګړو سره د اړیکې نیولو لارې چارې پیاوړې کړي او همدا راز په سیمه کې به اقتصادي او ټولنیزې پراختیایي برخو کې هم ډیر ګټور وي. هغه ښه لاسته راوړنه چې د یادو پروازونو له امله لیدل شوې هغه د دواړو هېوادونو خوشالي ده. دواړو لومړي وزیرانو همدا راز د اړیکو د لا پیاوړي کولو لپاره په نورو اقداماتو هم خبرې وکړې.

هند د سریلانکا په پراختیایي چارو کې ډاډمن شریک دی. په تیر کال کې د نیو لاینز آف کریډیټ اعلانولو په پرمختیایي همکاریو کې لا ډیر قووت راوستی. نوي ډیلي ډيره خوشاله ده چې د سریلانکا په شمالي او ختیځو برخو کې هندي کور جوړونې پروژې له لارې د کورنیو بېځایه شویو لپاره د ۴۸٫۰۰۰ کورونو جوړولو پروژه په بریالۍ توګه بشپړه شوه. د هندۍ سیمې تامیل وګړو لپاره هم د څو زره کورونو جوړولو چارې د هېواد په برنۍ سیمه کې روانې دي. لومړي وزیر مودي او ښاغلي راجاپکسې همدا راز د کب نیوونکو د بشري حقونو پر موضوعاتو هم خبرې وکړې. دا کړنې نیغ په نیغه د دواړو هېوادونو د وګړو پر ژوند اغیز کوي. نوي ډیلي او کولمبو دواړو هوکړه کړې چې یادې موضوع ته به په رغنده او بشرپالنه بڼه لاسرسی کوي.

د سریلانکا لومړي وزیر ټینګار وکړو چې کورني مجبوریتونه د بهرني سیاست پالیسۍ مخه هم نیسي. هغه وویل ، "موږ لومړی پرمختګ ته اړتیا لرو. موږ محدود وخت لرو. په پنځو کلونو کې باید، موږ پایلې ورکړو که نه نو خلک به تاسو تعقیبوي. همداسې زما سره پیښ شوي. موږ به هغه څه ته پام وکړو کوم څه چې د سریلانکا لپاره غوره او ګټور وي." د چینایي پور په اړه چې کولمبو یې په جال کې نښتی، ښاغلي راجا پکسا وویل که دا د هغه د حکومت پر مهال رامنځته شوي وی نو هغه به یې هیڅکله اجازه نه وه ورکړې.

دواړو مشرانو د روغې جوړې په اړوندو موضوعاتو په آزادانه توګه خبرې وکړې. د هند لومړي وزیر ډاډ څرګند کړ چې د سریلانکا حکومت به د تامیل ولسونو له هیلو سره سم د مساواتو ، عدالت ، سولې ، او درناوي لپاره په متحده سریلانکا کې هڅې وکړي. د دې لپاره به دا اړین وي چې د سریلانکا اساسي قانون د دېرشمی مادې د پلي کولو په پروسې باندې د پخلاینې/ روغې جوړې پروسه پرمخ یووړل شي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت