مرکز پنځه ټریلیونه ډالرو ته د هند رسیدو په موخه د (این آي پي) پروژې پرانیزي

لیکنه: د شنکر کمار

ژباړه: د پښتو څانګه

د ۱۰۲ سوه زره کروړه روپیو په ارزښت د ملي آډانې پایپلاین (این آی پي) پروژې په پراستلو سره، مرکز په راتلونکو پنځو کلونو کې په اقتصادي او ټولنیزو کچو کې لیږدیدونکي بدلون د راوستلو په موخه خپله کړې ژمنه په څرګنده کړه. که څه هم وروسته له خپلواکۍ، ډیر شمیر داسې د حکومت په ملاتړ پروژې وې چې ودې ته یې تحرک ورکړی او میلیونونه وګړي یې له غربت نه ویستي وو؛ (این آی پي) به نه یواځې دا چې د ټولو لپاره آډانو ته د مساویانه لاسرسۍ وړاندوینه وکړي بلکې دا ډاډ هم راکوي چې تر ۲۰۲۴-۲۵ میلادي کال به هند د ۵ ټریلیونه ډالر لرونکي اقتصاد پر لور هم ګامزن کړي. این آی پي چې د خپل ډول لومړۍ لویه هیله بخښونکې پروژه ده چې د کارموندنې کچې لوړولو، دندو ایجاد، ودې د پرمختګ او ژوند په چارو کې د آسانتیا برابرولو ژمنه راکوي.

د تیر کال خپلواکۍ ورځې پخپله وینا کې لومړي وزیر نریندر مودي ویلي وو چې، ۱۰۰ سل لکه کروړه روپۍ به په راتلونکو پنځو کلونو کې د آډانو په برخو کې پانګونه وشي. د دغه سترې موخې د ترلاسه کولو لپاره د ۲۰۱۹ کال سپټمبر په میاشت کې د اقتصادي چارو وزیر تر مشرۍ لاندې یوه کاري قوه ګمارل شوې وه. یادې کاری قووې د څلورو میاشتو په موده کې له ۷۰ سټیک هولډرانو سره د خبرو او مشورو ورسته ۱۰۲ لکه کروړه روپیو په ارزښت پروژې مشخصې کړې.

له سړک جوړونې واخله بیا تر اورګاډو، له انرژۍ نه واخله تر ښاري اوبو لګونې، خوځښت او بدلون، زده کړې او روغتیا پورې، په ګڼ شمیر پروژو پانګونه کیږي. د مالیې وزارت د مالوماتو له مخې د (این آی پي) پروژې تر چتر لاندې د بندرونو او هوایي ډګرونو برخې ته ۲٫۵ لکه کروړه، ۳٫۲ لکه کروړه د ډیجیټلي برخو پروژو، ۱۶ لکه کروړه د ابو لګونې، کلیو، کرنې او خوراکي توکو پروسس پروژو، شاوخوا ۲۰ لکه کروړه روپۍ د سرکونو او اورګاډو پروژو لپاره بیا ۱۴ لکه کروړه روپۍ پانګه په نظر کې نیول شوي دي.

همدا راز د این آی پي پروژې تر چتر لاندې د ۲۵ لکه کروړه روپیو په ارزښت پروژې په پام کې نیول شوي. هغه څه چې د یادونې ده هغه دا ده چې په نظر کې نیول شویو ۱۰۲ لکه کروړه روپیو پروژو له ډلې د ۴۲٫۷ لکه کروړه روپیو په ارزښت پروژې لا د مخه د پلي کیدو په حال کې دي او د ۳۲٫۷ لکه کروړه روپیو په ارزښت پروژې یې د مرحلو د بشپړولو او نورې یې بیا د پرمختګ په لار کې دي.

که څه هم د دې پروژو پر وخت پلي کول چې په څو ایالتونو او مرکز پورې تړلو سیمو کې خپریږي ننګونکي دي، حکومت ملت او خلکو ته د خدمت کولو ژمنې ته خورا ځواکمن دی. هدفونه به د ماموریت پر مهال بشپړ شي. په راتلونکو پنځو کلونو کې به د ټولو پروژو بشپړولو لپاره ، د څارنې یو قوي میکانیزم هم رامینځته شي.

پداسې حال کې چې دا د حکومت اراده ښیې چې چکونه او بیلانسونه ځای په ځای کوي ، دا باید په یاد وساتل شي چې د NIP پروژې په بشپړ ډول د مرکزي حکومت ملکیت نه دي. بلکې، د ایالتونو مختلفې دولتي ادارې او خصوصي سکتور (د بهرني لوبغاړو په ګډون) به هم د NIP پروژې مهم شریکان وي. پداسې حال کې چې مرکزي حکومت او ایالتي حکومتونه به په NIP کې په سلو کې 39 سلنه مساوي برخه ولري ، خصوصي سکتور به 22 سلنه برخه ولري ، چې دولت تمه لري تر 2025 کال پورې به دغه ونډه 30 سلنه ته ورسیږي.

اصلي موخه په ټول هېواد کې په سمه توګه د ښو آډانو رامنځته کول دي. که چیرې دې موخې ته ورسیږو نو ګټه به یې دا وي چې د هېواد اقتصادي بوختیاوې به لوړې شي، د حکومت په عوایدو کې به ډير والی راشي او په کلني مهال کې به دې ته ځای و موندل شي ترڅو د تولیداتو لګښتونه کم او په پام وړ تولیدي کیفیت باندې متمرکز وکړی شي. په ډاډمنه توګه این آی پي کولی شي چې د کند/کم کارۍ لپاره مناسب ځواب وي، چې هیڅ هېواد یې له منفي اغیزو څخه لرې نه دی پاتې شوی.

تر ۲۰۳۰ پورې، هندوستان ته د ۸ سلنه یا له هغه ډیرې اقتصادي ودې د ترلاسه کولو او د بې روزګارۍ بهیر ته د پای ټکی ایښودلو په موخه د انفراسټرکچر/ آډانو په برخو کې ۴٫۵ ټریلیونه ډالره پانګونې اړتیا ده، چې له دې سره به د خلکو ژوند ښه او له خوشالیو ډک شي. این آی پي کې د دغه موخې ترلاسه کولو وړتیا شته. په حقیقت کې، په اوږدمهاله توګه د پراخو زیربناوو او ټولنیز پرمختګ ترلاسه کولو لپاره په بنسټیزه توګه د آډانې درلودل حتمي دي. دا باید په یاد ولرو چې د این آی پي پروژو پر خپل وخت بشپړیدو سره به د هېواد په ټولنیز او اقتصادي وضعیت باندې مثبت اغیز پریوځي. دا چې مرکز د خنډونو او چیلنجونو سره سره بیا هم د پرمختګ پر لور د اقداماتو کولو پریکړه کړې، نو د دوی دغه حرکت ته باید د ژوند له هرې برخې خلک په پراښه سینه هرکلی ووایي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت