د هند او ترکمنستان ژور ښکیلتیا
د وزیرانو د کابینې معاون او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید میریدوف ، هندوستان ته لنډه سفر وکړو او هند د بهرنیو چارو له وزیر ډاکټر ایس جی شنکر سره یې لیدنه وکړه. دواړو مشرانو په دوه اړخیزو او سیمه ییزو مسلو خبرې وکړې. د هند د بهرنیو چارو وزیر ووئیل چې خبرو اترو د سیمه ایزو مسلو په اړه قوي همغږي څرګنده کړی . ترکمنستان د پنځو مرکزي آسیا له جمهوریتونو څخه یو دی . کوم چی د پخوانی شوروي اتحاد څخه په ۱۹۹۰ میلادی کال لسیزی په اوایلو کی خپلواکي ترلاسه کړه . په سیمه کی د ترکمنستان ځانګړی جغرافیایی موقعیت په نړیواله سیمه ایزو مصروفیتونو کې دا د یو مهم هیواد په حیث رامینځته کوي . دغه هیواد سویلي آسیا ، مرکزي آسیا او لویدیځه آسیا له یو بل سره وصل کوی . څنګه چی د ده ګاونډۍ افغانستان په جنوب کې او ایران په لویدیځ کې دی. د دې مرکزي آسیا ګاونډیان قزاقستان او ازبکستان. ترکمنستان د کاسپین بحر ساحل لري او د یوروشیا او اروپا ته د رسیدو لاره چمتو کوي. رابطی ښه کول د ترکمنستان لپاره لومړیتوب وو . په ۲۰۱۶ میلادی کال کې نوموړی هیواد تقریباً ۲٫۳ بیلبن امریکائي ډالرو په مصرف په منطقه کی یو ترټولو لوی هوایی ډګر جوړ کړو .د ابادی په لحاظ ترکمنستان ممکن د نږدې ۶ ملیونو خلکو سره نسبتاً یو کوچنی هیواد وي ، لیکن دا د پام وړ اقتصادي ځواک لري. دا د نړۍ څلورم لوی تایید شوي طبیعي ګاز زیرمې لري. دا په تیلو ، سلفر او نورو منرالونو کې هم بډای دی. نړیوال بانک اټکل کوي چې خپل ترکمنستان داخلی اجتماعی تولدات یعنی جی ډي پی شاوخوا ۴۰٫۵ بلین امریکایی ډالره دي. د ولسمشر ګربان ګولي بردی محمدوف انتظامیه هڅه کوي چې اقتصاد متنوع کړي او عنعنوی سیکټوونو لکه تیل او ګاز ، زراعت ، ساختماني ، ترانسپورت او مخابراتو ورسره ورسره نوی سکتورونو لکه کیمیاوي توکو ، مخابراتو او نوروعالي تکنالوژی کې د فعالیتونو زیاتولو باندې توجه متمرکز کړی. ترکمنستان به د۲۰۱۹ کال نه واخله تر ۲۰۲۵ میلادی کال په دوړران کی یو ډیجیټل اقتصاد پروګرام هم اجرا کړي .
ترکمنستان له نړۍ سره په خپل مصروفیاتو کې دایمی د بی طرفي پالیسي تعقیبوي . دغه تګلاره په ۱۹۹۵ میلادی کال کی د ملګرو ملتونو عمومی اسامبلی لخوا هم تصدیق کړای شوه . هندوستان د پریکړې همکار او په موجوده وخت کی عشق آباد خپل ۲۵مې کالیزې نمانځی . د خپل ځانګړي جغرافیوي موقعیت او اقتصادي امکاناتو له امله ، ترکمنستان کولی شي د مرکزي آسیا سره د هند په بوختیا کې مهم رول ولوبوي . دواړه هیوادونه د لرغونی راهیسي ژور تاریخي او کلتوري رابطی لری . مشهور د وریښم لاري دوه تمدنونه سره وصل کړل ، اړیکې د منځنۍ مودې په جریان کې لا هم قوي پاتې شوې . کله چې د سیمې بزرګان او پوهان هندوستان ته راغلل ، شاه ترکمن بیاباني یو مشهور صوفي بزرگ وو چې په ۱۳مه پیړۍ کې په هندوستان کې اوسېده . په ډیلي کې مشهوره نښه " ترکمن ګیټ " په ۱۷ پیړۍ کې د هغه په ویاړ جوړ شوی . د امپراتور اکبر لارښود د بهرام خان د ترکمن نسل څخه وو . هندوستان او ترکمنستان دوستانه سیاسي او کلتوري اړیکی لري . د دواړو هیوادونو تر منځ په لوړه سیاسي کچه د مسافرتونو تبادله کیږي . ولسمشر ګورانګولي بیردې محمدوف په ۲۰۱۰ میلادی کال د مئي میاشت کې هندوستان دوره وکړه.
د هند لومړي وزیر نریندر مودي په ۲۰۱۵ میلادی کال په جولای میاشت کی د ترکمنستان دوره وکړه او یو شمیر لوزنامی ئی لاسلیک کړې . په ۲۰۱۵ میلادی کال کی خپل مسافرت په دوران کی لومړي وزیر د عنعنوی داروګانو او یوګا مرکز افتتاح وکړه. هند د ایران چابهار بندر کی پانګونه کوی . ترکمنستان او قزاکستان د ایران سره د اور ګاډی اړیکی لری . د چابهار بندر د ایران ریل شبکی سره وصل کوی . د ترکمنستان او مرکزی اسیا سره د هند اړیکی ښه کولو په نیژدی راتلونکی کی د هندوستان ، ترکمنستان دوه اړخیزه اړیکی پراخه کیدو ته چمتو دی
Comments
Post a Comment