امریکا له طالبانو د سولې د ازمایښت لټه کړی

لیکنه: د کالول بټاچارجي

ژباړه: د پښتو څانګی 

د افغانستان د سولې پروسه خورا حساس پړاو ته رسیدلې، مخکې له دې چې د سولې موافقه وتړي دواړه د متحده ایالاتو او طالبانو ترمینځ د لنډ مهاله اوربند لپاره مختلف مهال ویشونه وړاندې کړی شوي دي. وروسته له هغې چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د تعامل په موخه خپل ځانګړی استاذی ، زلمی خلیلزاد ټاکلی او ډیرې لوړې ژورې د دواړو لوریو تر منځ راغلي نو اوربند به د باور کچه لوړه کړي. که څه هم دواړه خواوې لا اوس هم په افغانستان کې سره پخپلو کې د مبارزې په ډګر کې ښکیل دي. 

د امریکا متحده ایالات وایي چې د لسو ورځو لپاره باید اوربند وشي خو د طالبانو لخوا بیا د ۷ ورځو غوښتنه شوې. دا ډول معاملې د ښکیلتیا یوه ستونزمنه برخه ده.

د سولې خبری د ۲۰۱۹ کال په سپټمبر میاشت کې هغه مهال ډراماټیک پړاو ته ورسیدې کله چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دواړو لوریو یانې طالبانو او افغان ولسمشر اشرف غني تر منځ د خبرو اترو لړۍ په امریکا کې جوړولو ته چمتووالی وښوده. مګر دا پیل ډیر ژر هغه مهال ناکام شو کله چې په کابل کې د بهرنیو ځواکونو د یوی اډی تر څنګ طالبانو لخوا د سولې پروسې ته پرته د کوم ارزښت په نظر کې نیولو ، برید ترسره کړو. 

په دې کې څو میاشتې ولګیدې او نړیوالو هېوادونو لکه چین، روسیې، ایران او سعودي عربستان هڅې وکړی چې یو وار بیا د سولې خبرې اترې پیل کړی شی چی یو مهم پړاو ته رسیدلی. د طالبانو د سرچینو پر وینا چې دوی د سولې هوکړه هماغه د تیر سپټمبر میاشت په شان برابر کړی چې دواړو لوریو پرې توافق کړی وو او په متن کې یې د هیڅ کوم اړین بدلون اړتیا نه لیدل کیږي. مګر دلته اوس دې ته اړتیا ده چې د وروستیو اقداماتو نه مخکې ورته مناسبه فضا برابره کړی شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو ویلي چې امریکا اوس دې ته په طمع ده چې داسې شواهد او اثبات ترلاسه کړي چې طالبان کولی شي چې د سولې هوکړه لیک وروسته جګړه بنده کړي. ښاغلي پومپیو وویل چې، موږ یو وار پخوا هم د سولې هوکړه لیک ته ورنږدې شوي وو، البته د کاغذ پر مخ خو هغه مهال هم طالبانو و نشو کولی چې د سولې پر لور خپله لیوالتیا او ظرفیت ښکاره کړي او په تاوتریخوالي کې کمښت راشي. 

دا کار به د ولسمشر سیاسي حکومت سره د ډیرو سختو خبرو اترو پیل کولو لپاره د دغه ډلې سیاسي ژمنتیا هم په ګوته کړي چې د کورنۍ سولې پروسه رامینځته کولو لپاره اړینه ده چې په بل اخره به د لسیزو اوږده جګړه پای ته ورسوي.

سولې ته د څرګندې ژمنتیا لپاره د متحده ایالاتو غوښتنه تر یوې کچې د اوږدې مودې هغو اغیزو له امله ده چې تړون به یې په افغانستان او د سویلي آسیا په سیمه کې شتون ولري. طالبان لاهم د ډیرو امنیتي کارپوهانو لخوا د ترهګریزې ډلې په توګه پیژندل کیږي؛ خو که یو وار د متحده ایالاتو او په قطر کې د قطر د میشته سیاسي خبرو اترو د ډلې ترمینځ تړون لاسلیک شي نو دغه ډله به لوی سیاسي مشروعیت ترلاسه کړي.

د افغانستان حکومت تر دې دمه د خبرو اترو لړۍ پر وړاندې محتاط چلند کړی. د افغانستان د استخباراتو پخواني رییس امرالله صالح د طالبانو پر وړاندې د خپلو نیوکو پر مهال واضع پاتی شوی او وایي چې، دغه ډله منونکې نه ده. ښاغلي صالح څرګنده کړې چې طالبان باید لومړی خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره له تاوتریخوالي ډک سیاست سره مخه ښه وکړي. د افغانستان په دولت کې د کلیدي لوبغاړو دا ډول څرګندونې مخ پر وړاندې پرتې ستونزې دا جوته وي چې که څه هم امریکا او طالبان د متحده ایالاتو ټاکنو دمخه یو ډول معاملې ته هم ورسیږي خو بیا هم په دې لاره کې ستونزې شته.

ولسمشر ټرمپ چې یو څه نا څه د تعمتی کیدو له بهیر نه تیر شوی دی، هغه په محفوظ ځایګي کې دی او دا امکان نیشته چی هغه به له طالبانو له لاسه دوکه ترلاسه کړی او یو وار بیا به خپل کورنی موقف په خطر کې واچوي. دا د ښاغلي پومپیو څخه د څرګند ثبوت اړتیا لری او دا د باوري ولسمشر اقدام دی چې د ستراتیژیک اهمیت لرونکي خاوره کې د روانې جګړې لپاره د حل لاره ومومي چې د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ میاشتې په ۳ مه نیټه د ایراني جنرال سلیماني تر وژنې وروسته د ایران او امریکا د جګړو ډګر په توګه هم را څرګند شوی.

هند تل په دې ټینګار کړی چې په هغه جنګ ځپلي هېواد کې د سولې هر ډول پروسه باید د افغانانو په مشرۍ او ملکیت وي. هندوستان یو با امنه او خوندي افغانستان لیدو ته لیوال دی. مګر ، نوي ډیلي له تروریستي سازمانونو سره په خبرو یا انحصار کولو کې ملاحظات لري.


دا به ولیدل شي د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو تر منځ به ښکیلتیاوې په څه ډول پر مخ لاړې شي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت