د پاکستان نا امیده حرکتونه

متن: نصرت ظهیراحمد

ژباړه : پښتو څانګه

هغه وخت اوس تیر دی چې د مذهبي اړیکو په اساس به ملکونه د یو بل سره متحد وو ، او یا هم د ملکونو ډلو ترمنځ د مذهب په اساس ډلبندۍ شتون درلود ، نن برعکس اقتصادي ، سیاسي او د نظامی ګټو د ساتلو په موخه لومړیتوبونه په پام کی نیول کیږی

پاکستان په دی نه پوهیږي چې نړۍ په ډیر ګړندیتوب سره د بدلون په حال کی ده . نوم د مذهبي ملګرتیا یا د اسلامی اُمت اوچتیږې ، خو د دې ترشا اصلي هدف سیاسي او نظامي تګلارې دي. پاکستان دا مهال له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی

د امریکا بې پامۍ دغه وضعیت نور هم ستونزمن کړی دی. انفلاسیون او بیکاري دې حد ته رسيدلې چې پاکستان په خپل ۷۳ کلن تاریخ کې هیڅکله هم نه وو ورسره مخ شوی. د ځوانانو ترمنځ سخته اندیښنه شتون لري . پدې حالت کې ، دا د پاکستان د حکومت مجبوری ده چې د کشمیر مسله راپورته کړي ترڅو د خلکو پاملرنه د دوی له اصلي ستونزو څخه وګرځول شي.

پاکستان دا حقیقت هم نه مني چې په کشمیر کې د ۳۷۰می مادې له لغوه کولو وروسته له سعودي عربستان سره د هند اړیکې نه یوازې خرابې شوې ندی ، بلکې لا ټينګې ، ژورې او ثبات ته رسیدلي دي.

د سعودي عرب چارواکو او نورو ګڼو اسلامی او خلیجي هیوادونه هندوستان ته په راتلونکي کی د یو پیاوړي اقتصادي ملګري په توګه ګوري.

هند دا مهال په نړۍ کې پنځم لوی اقتصادي ځواک دی او دغه هیوادونه پوهیږي چې په راتلونکو څو کلونو کې به هند له چین وروسته دوهم لوی اقتصادي ځواک په توګه راپورته شي ، سعودي عربستان او نور خلیجي هیوادونه لا د مخه پلانونه جوړوي چې دوی یوازې د تیلو په پلورلو سره نشي کولی چې بسنه وکړي . غواړې چي د سوداګرۍ ، صنعت او نورو سکتورونو له لارې خپل اقتصاد وغزوي په کوم کې چې هند د دوی لپاره مرسته کولی شي . پداسې حال کې چې پاکستان تر اوسه دوی ته له ضرورت مند پرته بل څه ندې ثابت شوي

د سعودي عربستان د جدی په ښار کې د فروري په ۹مه نیټه دیکشنبې په ورځ د او آئی سی یا اسلامي همکاریو سازمان د لوړپوړو چارواکو کومه غونډه چی کیدونکې ده په هغی کی د کشمیر په تړاو د سعودي په نظر به پاکستان اندیښمن شي.

د پاکستان لومړی وزیر په ښکاره ډول وویل چې هغه له دی څخه مایوسه شوی . په جده کې د او آئي سي غونډه په حقیقت کې د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډی لپاره چمتووالی دی.

پاکستان غوښتنه وکړه چې سمدلاسه د کشمير مسئلې په اړه غونډه جوړه کړي. خو د ډیپلوماتیکو سرچینو په وینا سعودي عربستان د دې په منلو زړه نا زړه دی. له دې وضعیت سره ، د او آئي سي ترسره کیدو په اړه د پاکستان اندیښنې مخ په ډیریدو دي. مالیزیا ته د وروستي سفر پر مهال ، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د کشمیر په قضیه کې د او آئي سي چوپتیا باندې خواشیني څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې موږ په او آئي سي کی هیڅ غږ نلرو او موږ په بشپړ ډول سره ویشلي یو. پاکستان د تیر کال له اګست راهیسې په کشمیر کې د ۵۷ اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناستې ته زور ورکړی.

دا باید په یاد وساتل شي چې او آئي سي د ملګرو ملتونو وروسته دوهم لوی نړیوال سازمان دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پدې وروستیو کې وویل چې موږ د او آئي سي د بهرنيو چارو وزیرانو د شورا په اهمیت ډیر پوهیږو او دا وخت مهمه ده چې د اسلامی امت لخوا د کشمیرد مسلې په اړه روښانه دریځ له پیغام سره راشي

د پاکستان لپاره ، مشکل دا دی چې په او آئي سي کې د هری پریکړې تصویب د سعودي عربستان اود هغه تر اغیز لاندې د خلیجي هیوادونو رضایت ته اړتیا لري ، ځکه چې په عملي ډول او آئي سي د هغو هیوادونو تر سلطې لاندې ده. او دا ټول هیوادونه غواړي په بدلیدونکي شرایطو کې له هند سره ښې اړیکې وساتي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت