د امریکې او طالبانو ترمینځ خبرې اترې، تر اوسه هیله بخښونکې نه دي
لیکنه: معین الدین خان
ژباړه: پښتو څانګی
په افغانستان کې د سولې هڅې تر اوسه ډیرې هیله بخښونکې نه دي. تر اوسه له دواړو لورو او یا خو هم د نورو اړخونو له خوا ډیرې هڅې شوې دي. دغه هڅې تر ډيره د هغو خلکو له خوا شوي چې په طالبانو کې یو څه نرم دریځه ول او تر یوه بریده پاکستان هم ځان یو څه بې پرې ښیی. سوله غوښتونکي اړخونه په دې باور دي چې افغانستان کم له کمه په تیرو ۴۰کلونو کې په جګړه کې ښکیل و او د افغانستان عام اولس په تاوتریخوالی او د جګړې په چاپیریال کې ژوند کوي او ساه اخلي او هیڅ کومه هیله نه لري، که په بشپړه توګه نه وي نو کم له کمه د لږ بدلون لپاره خو هیله من دي. یوشمیر خلک د امریکې او طالبانو د تیرکال خبرو اترو به اړه یو څه هیله من ښکاریدل چې که ډير نه وي تر یوه حده به سولې ته تیار شي او تاوتریخوالي به تر یوه حده را کم شي، خو طالبانو په ټوله کې له تاوتریخوالي لاس وانخیست. له بلې خو د افغانستان ټول ټاکنې هم راورسیدې او طالبانو د ټاکنو د مخنیوي لپاره هم خپلې هڅې لازیاتې کړې. ولسمشرۍ ټاکنې وشوې که څه هم چې ډیرو لږو خلکو د ناسمو حالاتو له امله خپلې رایې وکارولې. همدا راز د روغې جوړې د یو پریکړه لیک د تیاریدو خبرونه هم خپاره شول، خو طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د زیاتیدو له امله، اولسمشر ټرمپ دغه خبرې اترې بندې کړلې. اوس ویل کیږي چې د سولې پالیسي بیا تکراریږي، دا ځل ټولیز اند دا دی چې امریکا غواړي له خپلې تر ټولې اوږدې جګړې نه ووځي او خیال یې دا دی چې له وخت سره سم خپل ټول او یا هم د خپلو سرتیرو یوه برخه له افغانستان څخه وباسي. که څه هم د سولې د پایلو په اړه یو ګڼ شمیر افغانان په ځانګړې توګه ښځې اندیښمنې دی ، خو ټول ورته منتظر هم دي. که د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي پمپو وروستۍ وینا په پام کې ونیول شي نو داسې ښکاري چې حالات ډیر هیله بخښونکي دي. په وروستیو ورځو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د منځنۍ آسیا د پنځو هیوادونو په دوره راوتی و، د هغه د سفر وروستی هیواد ازبکستان و. کوم څه چې هغه په پلازمینه تاشکند کې وویل له هغو خبرو داسې ښکاریده چې طالبان لاهم غواړي د خپل تاوتریخوالی لوبه جاري وساتي. ښاغلي پومپیو وویل چې ولسمشر ټرمپ په ښه نیت مخ پر وړاندې ځي خو دې ته هم ګوري چې آیا طالبان هم دغسې څه په نظر کې لري او کنه، سولې ته لیواله دي او کنه. دا په دې معنا ده چې هغوی مجبور دې خپل تاوتریخجن فعالیتونه ودروي. د منځنۍ اسیا هغو پنځو هیوادونو ته چې ښاغلې پومپیو سفر کړی ، هم هر یو یې په خپل وخت سره په افغانستان کې د سولې د راتګ لیواله دي. ښاغلي پومپیو په تاشکند کې له خپل ازبک سیال عبدالعزیز کاملوف سره په خبرو کې وویل چې امریکا تراوسه لا دا وړاند وینه نشي کولای مګر دا چې طالبان خپله دا لیوالتیا وښیي چې سوله غواړي او کنه. همدا رنګه یوه بله خبره هم باید جوته شي چې د افغانانو تر مینځ د خپل منځې خبرو اترو ډول به څنګه وي، ځکه چې د امریکایانو له وتلو نه پس د خبرو اترو لړۍ نه ختمیږي. د طالبانو تعامل به له افغان دولت سره څه ډول او په کومو شرایطو کې وي، په واک کې ګډون به څه ډول وي دا هغه پوښتنې دي چې تر اوسه نه دي ځواب شوي او داسې نورې ډیرې پوښتنې به وي چې اوس یې ځوابول ستونزمن ښکاري. په داسې یو حالت کې باید ډیرې اندیښنې په پام کې وساتل شي.
Comments
Post a Comment