په پاکستان کې سیاسي ډلې د حکومت تر اغیز لاندې دي
لیکنه: شاه سیف الله
ژباړه: پښتو څانګه
لکه څنګه چې له نامه څخه یې روښانه ده، پاکستان هیواد د دین پر بنسټ رامنځته شوی. چیرته چې د اسلام د سپیڅلي دین له لارښوونو سره سم باید یو عادلانه او د دعامه سوکالۍ منظم سیسټم موجود وي. باور پر دې دی چې پاکستان کې ټول ګونډونه یا سیاسي مذهبي ډلې، اسلامي بلل کیږي، په داسې حال کې چې ددغه ملک تر جوړیدو وروسته د پاکستان موسس محمدعلي جناح په خپل لومړۍ وینا کې وویل چې دلته به د ټولو توکمونو او ډلو خلک یوشان ته ژوند کوي. د مذهبونو، کاسټونو، ټولنو، ژبو او سیمو له مخې نا برابرۍ به نه وي ، خو په ټولنه کې ځینې خلک داسې هم وو چې له یوې نه یوې لارې یې غوښتل پر حکومت خپله ولکه ټینګه کړي او دا هغه ډله وه چې پاکستان کې یې د اسلام له نوم نه ګټه اخیسته.
منځلارې او کیڼ اړخه سیاستوالو هم شتون درلود، کیڼ اړخو یا پرمختیا غوښتونکو تل کوښښ کاوه چې ملک کې یو بې پرې حکومت موجود وي، خو د دوی دغه هڅې د یوشمیر نورو ملکونو په څیر بریالۍ نه وې. پر دوی باندې د کمونستانو یا بې دینانو د ټاپې په لګولو سره هغوی غلي شول.
د جنرال ضیاالحق د حکومت په راتلو سره کله چې اعتدال غوښتونکي څنډې ته شول او مذهبي ډلو پر حکومت ولکه ټینګه کړه.
په ګاونډ کې یې افغانستان کې د روسي ځواکونو له راتګ سره او هلته د شاهي نظام له ړنګیدو او جلاوطنۍ ته د ظاهرشاه له مجبوریدو وروسته کوم حالات چې رامنځته شول نه یوازې دا چې هلته مجاهدین راپورته شول بلکې له پولو هاخوا هم د ترهګرۍ لړۍ پیل شوه.
له تازه حالاتو سره پاکستانيو چارواکو ترهګري د خپل بهرني سیاست یوه برخه وګرځوله. ددوی دغه پالیسي له افغانستان نه د روسي ځواکونو له وتلو نه وروسته هم جاري وساتل شوه. ددغې پالیسۍ له امله نه یوازې دا چې په پاکستان کې ترهګرې او وسلوالې ډلې رامنځته شوې بلکې هلته یې هډې او روزنیز کمپونه هم جوړ شول. دغو هډو کې یوازې افغان مجاهدین نه روزل کیدل بلکې پاکستانیو مذهبي ډلو هم خپل خپل پوځي ګروپونه پکې جوړل کړل.حزب المجاہدین، لشکر جھنگوی، لشکراسلامی، لشکرطیبہ، پاکستان تحریک طالبان، جماعت الاحرار اور جماعت الدعوہ او داسې نورې ترهګرې ډلې رامنځته شوې. پرحکومت د مذهبي او افراطیانو د ولکې یوه لویه بیلګه دا هم کیدای شي چې د پاکستان څارګرې ادارې یا آی ایس آی پخپله دغو ترهګرو ډلو ته روزنه ورکول پیل کړل او د هغوی مالي ملاتړ یې هم کاوه. د پاکستان حکومت بیا دا که دغو کسانو له هر سیاسي ګوند یا ډلې سره تړاو درلود ورباندې سترګې پټولوې.
ترهګري هغې دوه مخې تورې ته پاتې کیږي چې خپل پورته او ښکته اړخ یوه باندې هم رحم نه کوي. پاکستان کې یو وخت داسې هم و چې د بیلابیلو فکرونو او نظرونو والا له یو بل سره لاس او ګریوان ول، په جوماتونو کې ځانمرګي بریدونه عام شوي وو، د ځانمرګو بریدګرو باور دا و چې د هغوی وژل کیدل ځانمرګي نه بلکې د اسلام د اوچتوالي لپاره قرباني ده او دوی به سیده جنت ته ځي په داسې حال کې چې په سمه توګه په اسلامي تعلیماتو کې چیرته هم نه دي ویل شوي چې د بیګناه خلکو د وینو په بهولو سره به جنت ترلاسه کیږي، بلکې دا په ښکاره توګه هلاکت دی.
د غلطو پالیسو او نظرونو له امله اوس پاکستان په خپل لاس د جوړې شوې ترهګرۍ ښکار دی. دغه ترهګري هرکله د بې ګناه خلکو وینې تویوي، ددوی دغه کړنې نه یوازې دا چې پاکستان له نړیوالې ملګرتیا څخه لیرې ساتې بلکې پاکستان کې یې د ژوند حالت هم تباه کړی دی.بلخوا له ترهګرۍ سره د مبارزې نړیوالو ادارو، پاکستان ترهګرو ته د سزا ورکونې او په خپله خاوره د ترهګرۍ د لمنځه وړلو لپاره یې د ۲۰۲۰ترجون میاشتې پورې ورته وخت ورکړی دی چې پرته له دې به یې په خپل تور لیست کې شامل کړي. په دغه صورت کې به هیڅ یو هیواد نشي کولای چې به پاکستان کې پانګونه اوکړي او نه به هم پاکستان دا حق ولري چې په کوم بل هیواد کې پانګونه وکړي. نو که چیرې پاکستان غواړي چې ورباندې کوم ډول بندیز ونه لګول شي نو باید له خپلې خاورې ترهګري په بشپړه توګه له منځه یوسي او مذهبي تندلاریتوب هم ودروي.
Comments
Post a Comment