د افغانستان اوسنۍ وضیعت د پاکستان لپاره د خطر زنګ
لیکنه: د انتخاب عالم
ژباړ : د پښتوڅانګی
پاکستان نن سبا هم د خپل بڼول شوی ځال کی نخلی. ترهګرۍ پرضد د هغه بدنیتۍ ډمامه ورو ورو برلا کیږی . له ترهګرۍ سره د جنګ کولو تش په نامه د تره ګرو بشپړ پوځ د طالبانو په بڼه ودرونکی پاکستان په یو داسی موړ ولاړ دی چیرته چی هغه ته هیڅ ترلاسه نشی . په رسنیو د زرګونو بندیزونو سره سره پرله پسی ریښتیا مخی ته راځی او د پاکستان ولس له حکومت څخه د پوښتنی په کولو پشا کیږی نه . د احسان الله احسان او د مسعود اظهر په مفرورکیدو سره د هغوئي سترګو پټۍ لری کړل . ولس دا خبره احساس کوی چی ترهګرۍ پروړاندی جنګ د حکومت برلا دوکه ده کوم چی پخپله د پاکستان د تباهۍ اعلان دی . پاکستان په ډیره ګرانه له ایف اې ټی ایف له تورلست څخه ځان و ساتلو خو عمران خان ته د دی ښه اندازه شته چی بیا بیا د نړۍ په سترګو کی دوړی اچول به څه آسان نه وي. یو وخت داسی هم راشی کله چی د پاکستان د دوستۍ نوم اخستونکی یا پخپله پاکستان چی د چا دوستۍ نوم اخلی هغه به هم له خپیمانۍ څخه ژغورلوپه خاطرځان په ډ ډه کړي . په امریکه کی د ټاکنو له مخی له افغانستان څخه په څه نه څه طریقه ژغورلو مجبوری پاکستان لپاره نعمت ثابت شوی وي لاکن دا موقع بیا بیا لاس ته نشی راتلی . نن هم د لکونو په شمیر افغانان په پاکستان کی دیره دی او ترکومی چی هغوئي ته په افغانستان کی تل پاتی سولی ښکاره علامی ښکاره نشی د هغوئي وطن ته بیرته تلل امکان و نلری دا خبره پاکستان ته درک کول ضروری ده . هم د قطر هوکړی سمدستی وروسته څنګه چی د چاودنو او متقابل بریدونو لړۍ پیل شوی د هغی څخه دا ګمان کیږی د افغانستان د کډه والو په شمیر کی زیاتوالی کیدی شی او پاکستان چی کوم ډول اقتصادی بحران سره مخ دی د هغی له کبله وضیعت نورزیات کړکیچ کیدو قوی امکان شته. په اصل کی بی نظیربهټو هم ۱۹۸۰میلادی کال کی جنرال ضیا خبرداره کړی وچی د شوروی پوځ پرضد د جهاد شعار پخپله پاکستان لپاره تباه کن وي ځکه چی نا وخته یا زر امریکه به له افغانستان څخه د وتو هڅه وکړی او پائیلی به پاکستان ته ګالل وي. لاکن ضیا الحق چیرته منونکی و او هم هغه وشو د کوم چی ویره وه . دغه تش په نامه د جهاد په پائیله کی پاکستان د تره ګرو سرټاټوبی جوړ شو.
نه یواځی دا چی طالبان، القاعده، لشکرطیبه او جیشی محمد په شان ډلی تپلی د پاکستان پوځ او ایجنسیو په اشارو د هندوستان، افغانستان یا ایران په شان سوله خوښونکی هیوادونو کی د ترهګرۍ ډاګیزه لوبه وکړله بلکی هغوئي خپل څختن هم په چیچلوپیل وکړو . د مشرف په دور کی فرقه ایز تاوتریخوالی او د ترهګرۍ په لړزونکی پیښو کی ښکیل یو شمیر ډلی تپلی په افغانستان کی دیره و د چا پرضد کارروائي کولو لپاره د طالبانو حکومت ته د هغه وخت د پاکستان د کورنیوچارو وزیر دکومک خواست کړی و کوم چی طالبانو په ډاګیزه رد کړی و . مشرف په سرحدی علاقو کی طالبانو، القاعده او هم داسی یولړ ترهګر ډلو او د نظریو ملاتړ کونکی ګوندونو ته سرسوری برابرکړو دکوم له کبله د تحریک طالبان پاکستان ته د روزنی او پالنی ډیره موقع ترلاسه شوله . د امریکی د پوځونو بیرته تلوتیارسیو سره سره د پاکستان په قبائیلی علاقوکی ترهګر تنظیمونه یو وار بیا د ځان منظم کولو ته چمتو کیږی . دغو ډلوتپلو او تنظیمونو لخوا د سولې هوکړه د امریکی د ماتی په توګه وړاندی کولو عمل زور نیولی د کوم اندیښنا شنونکو له مخکی څخه څرګنده کړی وه .
طالبانو او امریکی ترمینځه د هوکړی په لړ کی کوم راز ساتلی کیږی له هغی څخه شبهاتو او اشکالو ته نور زیات تقویت ترلاسه کیږی . امریکه د خپل ګټی په خاطر تر هر یو حد پوری تلی شی خو د هرځنی ترینګلۍ او د بد امنۍ نیغه اغیزه به په پاکستان پریوځی کوم چی پخپله له سر نه واخلۍ تر د خپو په پور کی ډوب دی . له افغان حکومت سره د طالبان قیدیانو کومه قضیه رامینځ ته شویده هغه خطرناک بڼه هم غوره کولی شی . د زلمی خلیل زاد یو شمیر دورو څخه پس هم د سولی تلپاتی کیدل له شک و شبهاتو څخه بالا ندی . که طالبان په خپل ضد اړ پاتی شول نو د ګردی منطقی سوله ګډه وډه کیدی شی . باید چی پاکستان پدی خبره په ښه ډول پوه شی چی یواځی د هندوستان دښمنۍ په خاطر طالبان په سرخیجول پخپله هغه ته هم ګران پریوتی شی او دغه نا پوهۍ څخه هیڅ چا هم خیرښیګړه ونشی . افغانستان یا د پاکستان خو بیخی نه
Comments
Post a Comment