په پاکستان کې د حزب ائتلاف چوپتیا د مسلې حل ندی
لیکنه : ساولیح عبدالله
ژباړه : پښټو څانګه
په ځینې جمهوری هیوادو کی د دې خبرې توقع لرل کیږي چې هلته کې یو فعال حزب ائیلاف وی ، کوم چې د حکمرانې طبقې غلطې او کمزوري په ښه توګه پورته کړي او غوښتنه وکړي چې په اقتدار کې ناست خلک د اولس مسلو باندې سترګې پټې نکړي . د حزب ائتلاف دا هم مسولیت دی چې هغه د هره ورځ مسلو څخه اولس خبرداره کړی او د قدرت لرونکی طبقې خراب کارکردګي څخه پرده پورته کولو د پاره غونډو انتظام وکړي. په اوسنیو ورځو کې په پاکستان کې لیدل شوي چې حزب ائتلاف داسې چوپتیا ساتلې ، چی د کوم نتیجه دا ده چې عمران خان د یو استعمار رول لوبوي . د نوموړي هره خبره د قانون حیثیت لری . تر څو چې د حزب ائتلاف مشرانو نور پاکستان پیپلز پارټي مشر بلاول بهوټو په نوی ډول خلکو باندې اثر او نفوذ کم شوی، او د یو مودې راهیسې نوموړي ځینې داسی مبارزه نده کړي چې د کوم تعلق د ولسی مسلو سره وې. دا علت دی چې د اولس یوه برخه د نوموړې څخه جدا شوې هم ده . تر کوم پوری د پخواني لومړي وزیر نواز شریف تعلق دی نو نوموړی د محکمې امر او خپلی ناروغی په علت په لندن کې اوسیږۍ . د نوموړي ګوند ځینی داسی نامتو مشر نلري کوم چې رامخی ته شی او د خلکو مشری په غاړه واخلی . تر څو چی د نوموړی لور مریم نواز خبره ده هغه د محکمې فیصلو په جنجال کې پرته ده نو د دی د پاره د هغی څخه زیات امید نشې لرل کیدای چې هغه ځیني پارونکي روش اختیار کړي .
دا علت دی چی په موجوده وخت کی پاکستان مسلم لیګ نواز شریف په ملاتړو پي ، ايم ، ایل ، اين، ملاتړو کی هغه لومړی جوش او جذبه نه لیدل کیږی . د هغې اندازه د پاکستان سړکونه نه واخله تر د پارلمان پوری په څرګند ډول لیدل کیږی . په داسې وخت کې په پاکستان په خلکو کې مایوسي او جلا کیدو احساس او سخته غصه په څرګند ډول لیدل کیږي . په پاکستان کې بی روزګاري هم لوړې څوکې ته رسیدلې ده . یو خواته خلک د انفلاسیون شرحې د زیاتیدو له کبله پریشانه دی بل خواته په عایداتو کې کمۍ او د محصول زیاتئ د خلکو ملا ماته ماته کړیده . دا وئیل به بیځایه نه وی چې د پاکستان اقتصادي نظام په یو ډول دړې وړې شویدي .
حقیقت دا دی ، چې پاکستان خزب ائیلاف مشرانو مخې ته داسې ځيني مسله نده پرته چې د کوم د لیارې هغوی په خلکو کې مقبولیت تر لاسه کړي . پدی ترڅ کې بلال بهوټو د ځینې مسلې په لټه کی ایخوا دیخوا بی وتره ګرځي . په پنجاب کې د نوموړې ځینې اثر او نفوذ نه لیدل کیږی ځکه چې د ایالت مصرف ، مزې ، اسلام اباد ټینګه په لاس کې نیولي . کله نوموړۍ د ښځو مارچ ملاتړ کونکۍ لیدل کیږی او کله د بلوچانو ناراضګي څځه استفاده پورته کولو هڅه کوي . یوازی دا نه بلکی د مزدورانو ملاتؤ تر لاسه کولو لپاره د ټریډ يونين غوښتنو ملاتړ کوې . کله چې په دې کې هم نوموړې ته کامیابي نه لیدل کیږي نو نوموړۍ د خپل نیکه او د مور پرمختګ نظریاتو ملاتړ ذکر شروع کړی .
تر څو د نواز شریف تعلق دي نو د محکمې فیصلو او خراب صحت په علت نوموړۍ د سیاست په ډګر کې غیر فعاله شویدي . پدې وضعیت کي د بلاول بهوټو څخه داسی امید کیدای شو چې هغه به رامخي ته کیدو د سیاسې خلا ډکولو هڅه کړي واي ، لیکن هغه په دې کې ناکامه پاتې شو . نو بل خواته مریم نواز هم خپل اثر و رسوخ ، جوش او ولوله پيدا نکړاۍ شوه او د دې ګټه د هغوی سیاسې مخالیفونو په جولۍ کې پریوته . دلته کې یوه خبره په ښه ډول پوهیدل پکار دی چې د پاکستان لومړۍ وزیر عمران خان ته د پوځ ټينګ ملاتړ تر لاسه دی . په داسې وضعیت کې د حزب ائتلاف پوزیشن نور هم کمزوري کیږی . دا وضعیت د یو ښه جمهوریت د پاره زیان مند دی.
د نواز شریف سیاسي زوال خو د ۲۰۱۸ میلادي کال ټاکنو څخه پیل شوي وو ، کله چی انتخاباتي کمیسیون د نوموړي ګوند د شک په دائره کې راوستلو . په داسې ډول قضیو او منصفه چلنونو کې د نومړې سیاسی فعلیتونو باندې بندیز ولګولو . عمران خان ته په ښه دول معلوم دی چې تر کومه به د قضیو سلسله دوام ولري . نومړۍ د هغه د پاره سیاسې حریف نشي ثابتیدلۍ . داسی وخت په حزب ائتلاف کې کومه چوپتیا ده هغه د سیاسی توفان بڅرکۍ کیدای شی
Comments
Post a Comment