پاکستان د ترهګرۍ په هکله دوه مخه پالیسۍ لپاره بیا بربنډ شو


لیکنه : د رتن سالدی 

ژباړه: د پښتو څانګی

د پاکستان له خاورې څخه د ترهګرو ډلو په وړاندې د مبارزې دوه مخه پالیسی ښه پیژندل شوې. البته ، دې یوځل بیا ځان ښکاره کړ کله چې نړیوال ترهګر، مسعود اظهر په اړه په پاریس کې د ترهګرۍ د مالی تمویل د څار ډلی (ایف ای ټی ایف) مخی ته یی درواغ وویل. دا نړیوال ترهګر د رسمي حفاظت لاندې په پاکستان کې پټ دی. اسلام آباد هڅه کوي چی ټولې نړۍ ته وښيي چې د ترهګرو ډلو پرضد اقدام کوي. مګر ، په حقیقت کې دا تروریستانو لکه مسعود اظهر ، حافظ محمد سعید ، ذکی الرحمن لکهوي او نور هغه څوک چې په نړیواله کچه د ترهګریزو پیښو مسؤلین دي ، نه یی محاکمه کوی او نه ورته په مؤثره توګه جزا ورکوي. مسعود اظهر د جیش محمد مشر دی چې د ۲۰۱۹م فرورۍ د میاشتی په ۱۴ مه نیټه یی په جمو او کشمیر کې د پلوامه ترهګریز برید مسؤلیت په غاړه اخیستی وو چې پکې د هند سی ار پی ایف یا د مرکزي ریزرو پولیس ځواک ۴۰ سرتیری شهید شوی وو. هندوستان د ۲۰۱۹م میلادی کال د فرورۍ میاشتی په ۲۶مه نیټه په دقیقه هوایی برید کې په پاکستان کې د جیش محمد مرکز، د بالاکوټ مرکزي دفتر او روزنیز مرکز د برید په واسطه ویجاړ کړ. له هغه وخت راهیسې ، د ملګرو ملتونو په امنیتی شورا فشار راوړل کیږی چې مسعود اظهر نړیوال ترهګر اعلان کړي. متحده ایالاتو ، انګلستان او فرانسې د یو ګډ اقدام ملاتړ وکړو ، مګر پاکستان او چین ددی پرضد په ټپه ودریدل. بل اخره ، مسعود د ۲۰۱۹ م میلادي کال د مۍ په لومړۍ نیټه د نړیوال تروریست په توګه وټاکل شو خو پاکستان لاهم په ښکاره او یا په پټه توګه د هغه ساتنه کوي

د ترهګرۍ د مالی تمویل د څار ډلی (ایف ای ټی ایف) له عمومي غونډې څخه څو ورځې وړاندې ، پاکستان خبر ورکړی و چې مسعود ورک شوی دی او درک یی نشته. په یو بل درغلي اقدام کې ، له ډیر ځنډ وروسته ، پاکستان د جماعت الدعو حافظ سعید ته د تروریستي فعالیتونو په تور د پنځه نیم کالو د بند سزا ورکړه . د دې دوه اقدامو وخت خورا متنازه وو . په پراخه کچه باور لرل کیدو چې پاکستان هڅه کوي چی ایف ای ټی ایف لخوا په "تور لیست" کې د ځای کیدو مخه ونیسي.

ایف ای ټی ایف غونډی څخه وړاندی د حافظ سعید لپاره د بند سزا او د مسعود بی درکه کیدو سره د پاکستان د کړنو په اړه شک پیدا شو. اسلام آباد له مخکی څخه د ۲۰۱۸م میلادی کال د جون میاشتی راهسی ایف ای ټی ایف لخوا د ترهګرو تمویل لپاره د هیوادونو په خړ لیست کې اچول شوی و. ایف ای ټی ایف لخوا د پیسو مینځلو ضد د ۲۷ نکاتی د "عمل پلان" لیست ورکړل شوی و. 

ایف ای ټی ایف یادونه وکړه چې پاکستان د ۲۷ ټکی کاري پلان څخه یوازې په ۱۴ ټکو کار کړی. دې له اسلام آباد وغوښتل چې په ټولو پاتې ټکو پوره اقدام وکړي ګینی نو له تور لیست سره به مخ شي او د دې معنی به دا وی چې د پاکستان لپاره به د نړیوال مالی صندوق ، نړیوال بانک یا اروپايي اتحادیې څخه مالي مرستې ترلاسه کول ستونزمن وي او د دې هیواد مالي حالت به نور خراب شی

په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت ویلي چې مسعود اظهر ورک شوی او د نه موندلو وړ دی ، په پاکستانیو رسنیو کې د معتبر استخباراتي معلوماتو په حواله راپورونه وايي ، چې هغه په ​​خوندي کور کې د پاکستان د استخباراتو (آی اس آی) تر سخت امنیتي پوښښ لاندې دی او هغه هم په بهاولپور کې د جیش محمد مرکزي دفتر شاته. دا د مسعود اظهر د ځای په اړه د پاکستان ادعا سره مخالفت کوي . د پاکستان یو خصوصي تلویزیوني چینل د مسعود اظهر یوه غږیزه خپرونه د متحده ایالاتو او طالبانو وروستي تړون په اړه خپره کړه. د راپورونو له مخې اظهر د خپل شخصي خوندیتوب لپاره پوځی اډی ته نږدې راولپنډۍ ته لېږدول شوی دی . دا په ښکاره ډول د پاکستان د حکومت دروغ ښکاره کوی. حقیقت دا دی چې هغه پخپله په ​​پاکستان کې د خورا ډیر رسمي امنیت لاندی ایخود ل شوی او له یو ځای څخه بل خوندي ځای ته لیږدول کیږي 

د دې تاکتیکونو سره ، پاکستان اوس مهال د ترهګری د مالی مرستو د تمویل څار ډلی یا ـ ایف ـ ايـ ټي ـ ایف له جدي اقدام څخه بچ پاتی شوی. مګر دا به څومره وخت دوام وکړي ؟ د ترهګرو ډلو د ملاتړ په اړه د اسلام آباد دوه مخی خبرې روښانه شوې دي



اوس کره وخت دی چې دا له نړیوالې ټولنې سره خپلې اړیکې په اخلاص سره ځواکمن کړی . پاکستان باید په هند کې د پلوامه او پټانکوټ هوايي اډې ترهګریز بریدونه په پام کې ونیسي او همدارنګه د جمو او کشمیر له پولې هاخوا د وسله والو فعالیتونه ودروي. دا به د ترهګرۍ سره په مبارزه کې د اسلام آباد رضایت څرګند کړي

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت