افغانستان څخه ترلاسه کیدونکی د اندیښنی راپورونه
لیکنه: د معین الدین خان
ژباړه: د پښتو څانګی
سره لدی چی تیره میاشت په دوحه کې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمینځ تړون شوی مګر افغانستان څخه د هیلی ډک خبرونه نه ترلاسه کیږی. لویه اندیښنې خو دا ده چې دوه لوی ګوندونه چې په اساسي قانون باور لري یو له بل سره ښکر په ښکر دی . دا دوه لویې ډلې دی د افغانستان ولسمشر ډاکټر اشرف غني او د افغانستان پوهنتون اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله دي. دواړه ډلې د طالبانو له ذهنیت او د دوی له کړنلارو سره په کلکه مخالفت کوي. مګر په خپل منځ کې توپیرونه لري. حتی د تیرو ټاکنو دمخه ، کوم چې په ۲۰۱۴ م میلادی کال کې ترسره شوی وو ، دواړه مشران د ټاکنو په پایلو موافق نه وو ، او د واک لپاره د دواړو ترمینځ سخته شخړه روانه وه . په پای کې ، متحده ایالاتو دوی ترمنځ موافقه وکړه چې دواړه ډلې په خپلو کی جوړی شی په دې امید چې دواړه مشران به په حکومت کې برخه واخلي او ډاکټر اشرف غني به د ولسمشر په توګه او ډاکټر عبدالله به د ایتلافي حکومت د اجرایوي رییس په توګه دنده ترسره کړي. نو داسی حکومت خپله موده پای ته ورسوله. اوس چې ټاکنې د تیر کال په سپټمبر کې شوې ، طالبانو د پام وړ خنډونه رامینځته کړي او د تشدد بازار یې تود ساتلی. په ورته وخت کې ، داعش ډله هم خورا فعاله ده او هڅه یې کړې چې نه یوازې د تاوتریخوالي له لارې د ټاکنو پروسه ګډه وډه کړي ، بلکې د کاندیدانو وژلو لپاره یی هم هڅې کړی.
یوازې ډیر لږ رایی ورکوونکو د رایی له حق څخه ګټه پورته کړه. بدبختي دا وه چې د پایلو په اعلانولو کې د پام وړ ځنډ منځ ته راغی. تیره میاشت د ټاکنو خپلواک کمیسیون ډاکټر اشرف غني غوره کاندید اعلان کړ ، خو د هغه سیال ، ډاکټر عبدالله عبدالله د دې پریکړې له منلو ډډه وکړه. خبر دی حد ته ورسید چې تیره ورځ کله چې ډاکټر اشرف غني ته څوګند د ورکولو بلنه ورکړی شوه ، د ډاکټر عبدالله عبدالله ډلې لخوا هم متوازی مراسم د نیولو اعلان اوشو. د هغه ویاند فریدون خوازون تیره شنبه خبر ورکړو چې ټولو ملي او نړیوالو سازمانونو ته په دې مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړی کیږی او ټولې تیارسۍ بشپړې کړی شوي . د دواړو مراسمو وخت هم یو وو. اوس ددی نه غټه بدبختی به څه وی چی کله په افغانستان کې د سولې لپاره یوه موقع په نظر راغله نو بیا دوه لوی د عدم تشدد ډلې یو بل سره ښکر په ښکر شول او د مایوسۍ یو ماحول منځ ته راغی. هم دغسی د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د تړون په اړه لا د مخه شکونو او ګډوډيو شتون درلود ځکه چې د تړون په اړه عام تصور دا دي ، چې طالبانو خپل ټول شرایط پوره کړي دي مګر هیڅکله هم داسې کوم تضمین شتون نلري چې طالبان به د تاوتریخوالی تګلاره پریږدې ، او د اساسي قانون ، ټاکنو او دیموکراتیکو ارزښتونو ته به د درناوی احساس ولري . دا یو مسلم حقیقت دی چې د امریکا دا اوږده جګړه په یو نه یو ډول پای ته رسیدونکی ده . د متحده ایالاتو ځواکونه به له افغانستانه لاړ شې لیکن د اوسنی وضعیت څخه داسې څرګندیږي چې ستونزه لاهم شته ده. مهمه دا ده چې افغانان به په مستقیم ډول په افغانستان کې پاتې شي ، او د خپل هیواد په جوړولو کی برخه واخلی پرته له دې توپیره چې دوی له کوم سیاسي ګوند او کومې ډلې سره تړاو لری . نو باید ټول افغانان په ګډه سره یوه لاره د یوځای ژوند کولو لپاره ولټوي ، ترڅو نور آزاد وي او د مستقلو هیوادونو په څیر ، افغانستان د خپل پرمختګ او بیا رغونې په لور روان اوسې. داسی اوریدل شوی چی له ځینو تاسیساتو د امریکائي سرتیرو د بیرته تګ سلسله شروع شوې ده. د دې په آړه خبرتیا پخپله د امریکا یو لوړ پوړی چارواکی خپره کړيده .
په یاد ولرئ چې له هغې ورځې راهیسې افغان حکومت او د طالبانو ترمینځ خبرې پیل کیدونکې وې. له هغو سیمو څخه چې د متحده ایالاتو سرتیري بیرته ووزی ، یو له دې څخه لشکرګاه دی ، چې د هلمند ولایت مرکز او د افغانستان سویلي سیمه کې موقعیت لري او د بهرنیو قواوو دوهمه اډه یې په هرات کې ده چې د نوموړې هیواد په لویدیز کې موقعیت لرې . د افغانستان په اوسني وضعیت کې ، دا ټول هیواد باید یوموټی شې او په ګډه سره داسی ګام پورته کړي چې د سولې او ثبات لامل وی او د هغه هیواد خلک هوسا شي. هند تل د یو دوست هیواد په توګه همیشه د همدی موقف ملاتړ کړیدې چې په افغانستان کې هر ډول پریکړې چې وشي هغه به پخپله د افغانستان د خلکو پریکړه وې. د دوی په چارو کې د هیڅ کوم دریم هیواد ته باید د مداخلی اجازه ورنکړی شی. په داسې یو چاپیریال کې ، ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله باید له هوښیارتیا او وړتیا څخه کار واخلي . او خپل منځې اختلافات له منځه یوسی
Comments
Post a Comment