د تیلو د بیعی جنګ
لیکنه: د ډاکټر لیکها ایس چکرا ورتی
ژباړه : د پښتو څانګی
روسئ لخوا د خامو تیلو په بیعو کی د ۳۰سلنۍ کمی کولو وروسته د تیلو لپاره جنګ پیل شویدی . ۱۹۹۱ میلادی کال کی د خلیج بحران وروسته د تیلو په بیعو کی لومړی وار دومره زیات کمی کړی شوی . د دی شاته د تیلو په تولید کی د کمی کولو په پریکړی سعودی عربستان او روسئ ترمینځه اختلاف شته . د کورونا ویروس ساری ناروغۍ خپریدو له کبله د تیلو په غوښتنه کی کوم کمی راغلی د هغی له امله د سعودی عربستان ترمشرۍ سازمان اوپیک د تیلو په تولید کی هره ورځ د یونیم ملیون بیرل کمی کول غوښتو . کله چی روسیه د خپل تیلو په تولید کی کمی کول نه غواړی نوځکه د سعودی عربستان د تیلو برینټ په نامه کمپنۍ د تیلو په بیعی کی د دی پیړۍ ټولو نه زیات کمی په کولو د جنګ اعلان وکړو . د کورونا ویروس اغیزه په مالي منډیو او د حقیقی سیکټورورسره په ځانګړی ډول د انرژۍ په ډګر کی په پانګی اچونی په پریوتو پیل شو. د سعودی عربستان پرتله هیڅ ځنی هیواد ټولو نه لږ په بیعه تیل نشی تولید کولی . ان تردی فسکل بریک ایون بیعه یعنی مالی وقفی سره هم د تیلوبیعی په ټولو هیوادونو کی یو شانتی نه وي. مالی وقفی سره تیلو بیعی په هغی کچی اشاره کوی په کوم چی تیل تولیدونکی هیوادونه په خپل تولیداتو کی کمی کوی او صادرونکی هیوادونه په خپل تجارتی بودیجی کی توازن راولی . د روسئ فسکل بریک ایون بیعه په یوبیرل ۴۲ډالره ده کله چی د سعودی عربستان د ارامکو تیل بیعه په یوبیرل ۸۳٫۶ ډالره دی . هم دا علت دی چی د ریاض برینټ کمپنۍ لخوا د تیلو په بیعو کی په یوبیرل ۳۱ډالرو کمښت په کولو د تیلو یو شدید او اوږد جنګ پیل شویدی .
د کورونا ویروس له کبله د انرژۍ په ډګر کی د تیلو تولیداتی په هلو ځلو کی کمی واقع شوی او تیلو په غوښتنی کی هم کمی راتلی شی . په پائیله کی د امریکی نامتو شیل کمپنۍ باندی د دی اغیزه وشی ځکه چی دا د پور پیټی لاندی دی . که څه هم د تیلو صنعت ته د ساتنی ضمانت ورکړ شوی نوځکه د تیلو په بیعو کی یو ټاکلی کچی نه ښکته د کمی اغیزه به د تیلو په تولیدونکو ونشی .
د تیلو د بیعو ساتنه او د پانګی اچولو معیار د بقایاجاتو کاته له کم بیعو څخه ژغورلی شی خو د سهمونو بازار د خام تیلو د سهمونو مالکانو له لاسه وځی .
د شنونکو ارزونه کړی چی د تیلو په بیعو کی په یو بیرل لس ډالره کمی کابو اعشاریه دری سلنۍ نړیوال ټول ټال تولید منتقل کولی شی . د سود شرحی کړن لاره تیارونکی هم اندیښمن دي ځکه د روسئ لس کلنۍ بانډ ۲٫۵۶ سلنۍ ترټولو ټیټی کچی ته رالویدلی دې کله چی ۲۰۳۰میلادی کال د اپریل په میاشت کی خپله موده بشپړونکی د سعودی عربستان بانډ دا وختی ۲٫۳۸سلنۍ په کچه دې.
هندوستان د نړۍ ټولو نه لوئ د تیلودویم استهلاک کونکی هیواد دې. د نړۍ اول نومره د تیلو تولیدونکی د امریکی د شیل کمپنۍ مقابله کولو لپاره د روس پروړاندی په سیالی کی ریاض د تیلو په بیعو کی ټولو نه زیات کمی کړیدی د هغی په هند مثبته اغیزه پریوتی شی ځکه چی لدی څخه هغی ته به مالی ګټه ترلاسه شی . د برینټ تیلو په بیعو کی د ۲۰ډالرو کمښت له کبله د هندوستان کرنټ اکاونټ یعنی روان حساب په خساری کی کابو دیرش بلیون ډالرو کمی وشی . د تیلو په بیعو کی بی ثباتی لنډی مودی دی . هند ته لدغه ګډ وډۍ څخه اوږدی مودی پوری مالی ګټی اندازه نشته . د تیلو په تولید کی کمی په کولو روس او سعودی عربستان تیرو ۳ کلونو په دوران بیعی لوړی ساتلی وې . د تیلو په بیعو کی هم دغه جنګ سره روسئ د تیلو په تولید کی زیاتوالی او په بیعو کی کمی کولو د یوځانګړی کړن لاری په غوره کولو یوه اړخیزه پریکړه کړیده . د دغه وضیعت ګرده اغیزه د سعودی عربستان ترمشرۍ په سازمان اوپیک پریوتی شی .
Comments
Post a Comment