امنیت شورا هم افغانستان کې د سولې هوکړه لیک تایید کړ

لیکنه: سراج نقوي

ژباړه: پښتو څانګه

له تمې سره سم امنیت شورا هم د امریکې او طالبانو ترمینځ شوی د سولې هوکړه لیک تایید کړ. په دغه لړ کې امریکې امنیت شورا ته یو لیک وړاندې کړ چې پکې جنګ ځپلي افغانستان کې د جګړې پر ختمولو او د سولې لپاره پر هڅو ټینګار شوی دی.په دغه لیک کې د سولې پر هراړخیزه خبرو اترو هم ټینګار شوی دی او پکې د سیاسيونو سربیره د مدني ټولنو د غړو او ښځو پر حضور هم تاکید شوی. د امنیت شورا غړو د ښځو پر حقونو زوراچولی او ویلي دي چې د امنیت شورا به د سولې د هوکړې په نامه د ښځو پر حقونو معامله ونه مني کوم چې د ښځو د حقونو په اړه د افغان ښځو اندیښنه هم ده. په داسې حال کې چې د سولې موجوده هوکړه لیک او راتلونکې کې کیدونکو خبرو اترو کې هم په دې اړه په اصولو کې هوکړه شوې ده. د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ملګرو ملتونو ددغې پریکړې په اړه په خپل ټویټ کې ویلي دي چې له دې نه داسې مالومیږي چې نړیوال همکاران د سولې لپاره زموږ د کړنو په اړه ډآډه دي، په منل شوي لیک کې ویل شوي دي چې له افغان حکومت او طالبانو داواړو نه غوښتل کیږي ترڅو د باورجوړونې لپاره خپلې هڅې جاري وساتي او په دغه برخه کې دې په نړیواله کچه خبرې اترې هم پیل کړي.

ددغې معاملې یو بل اړخ بیا دا هم دی چې په ملګرو ملتونو کې د امریکې ددغه هوکړه لیک له تایید سربیره په منځني ختیځ کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال فرینک میکنزي دا شک هم څرګند کړی دی چې طالبان په خپلو ژمنو نه ودریږي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکې او طالبانو ترمینځ له هوکړې وروسته د افغانستان ولسمشر په مشروطه توګه د ۱۵۰۰طالب بندیانو د خوشې کیدو حکم هم کړی دی، خو سره له دې هم د طالبانو له لوري د اوربند د نه رعایتولو خبرونه هم راځي، له ټولو نه مهمه خبره بیا داده چې د خبرو اترو میز ته د طالبانو د راوستلو دعوا کونکي پاکستان په خبر او عمل هم باور نشي کیدای، دا درستې نړۍ ته معلومه ده چې له اولې ورځې د طالبانو شاته پاکستان ولاړ دی، له همدې امله د پاکستان او افغان حکومت اړیکې هم یو بل سره ښې نه دي، د ترهګرۍ د ودرولو په برخه کې بیا د نړیوالې همکارۍ په اړه د پاکستان ملاتړي هم د هغه څه شاهد دي په کومو چې په پاکستان یې شک کیږي.له دې سره سره د طالبانو او امریکې ترمینځ د خبرو اترو په برخه کې د پاکستان مهم رول لرل هم په افغانستان کې د سولې د راتلو په اړه شکونه پیدا کوي. د امریکایی جنرال په دغو خبرو کې شاید شک ډیر له ورایه ښکاره نه وي خو پاکستان ددغه شک له دایرې نشي وتلای. خو کوم څې چې طالبانو ته ورګرځي هغوی د ژمنو په برخه کې ښه ریکارډ نه لري. د معاملې بل اړخ بیا دا هم دی چې دغې سیمه کې د هندوستان خپل یو اهمیت دی او له امریکې سره یې ډیرې ښې اړیکې دي او ورسره ورسره له افغانستان سره یې هم اړیکې خورا سمې دي، خو تر کومه ځایه چې د طالبانو خبره ده نو په افغانستان کې دهغوی د ترهګرو کړنو او پرمختیایي چارو د ډب کولو په پار هندوستان تل هغوی غندلي دي، اوس چې له امریکې سره د طالبانو د سولې هوکړه لیک د عملي کولو خبره کیږي نو دا سوال هم را پورته کیږي چې آیا طالبانو د هندوستان په اړه خپل دریځ بدل کړی او که لا به هم خپلو ترهګرو کړنو ته د هند پر وړاندې دوام ورکوي.

دې کې هیڅ شک نشته چې په افغانستان کې د امن راتګ ددغه ملک د روغیدو او پرمختګ لپاره بې حده ضروری دی، خو له دې سره طالبانو ته په کتو د سولې او امن راتګ هم بې معنا ښکاري، خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دې اړه هم ډاډ ورکړچې په منځني ختیځ که چې امریکایي فوځي جنرال فرینک میکنزي د طالبانو په اړه کومې خبرې کړي په دې اړه به نړیوال همکاران په خورا غور سره فکر کوي. د سولې د هوکړې هرکلی او ددې تایید له شک پرته چې یو سم کار دی خو ډیر زیات ضروري ده چې د طالبانو د کړنو او وعدو عملي کولو باندې هم په خورا احتیاط سره څارنه وکړل شي، دا خبره د امنیت شورا په ذهن کې ساتل پکار دي چې طالبان به د خپلو ژمنو په ماتولو سره دغې سیمه کې نوې ستونزې را پیدا کړي او ددې اغیزې به یوازې پر افغانستان نه وي بلکې پر هندوستان غوندې نورو ملکونو به یې هم منفي اغیزې پریوزي کوم چې د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه کې له امریکې او نړیوالو سره ولاړ دي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت