د کورونا ویروس په ترڅ کی د سارک هیوادونو ویډیو کنفرانس
لیکنه: د معین الدین خان
ژباړه : د پښتو څانګی
همدا اوس ټوله نړۍ د یو عجیبه وضعیت څخه تیریږي. کورونا ویروس د نړۍ ډیر هیوادونه ککړ کړي دي. دا ویروس د چین په سیمه ووهان کې رامینځته شوی ، مګر د متحده ایالاتو ، آسیا ، او نورو سیمو په شمول د سویلي کوریا ، ایران ، ایټالیا او یو شمیر اروپایی هیوادونو ته خور شوی. دا په تاریخ کې یو ډیر نازک وخت دی او هرڅوک غواړي چی نړۍ ژر تر ژره له دې وژونکي ویروس څخه وژغورل شی . د ټولو دا دعا ده چې د کورونا ویروس د تیرې پیړۍ ویجاړونکي هسپانوي فلو په څیر د تباهۍ لامل نه شي. په یاد ولرئ چې ۱۰۰ کاله دمخه په ۲۰۱۸-۱۹ م کال کې ، هسپانوي فلو د نړۍ په کچه ملیونونه خلک پخپلو پنجو کی واخیستل ، چې له هغې څخه تر ۵۰۰ میلیونه ډیر خلک وژل شوي. پخپله هندوستان کې ، دا ناروغي ډیره خوره شوی وه او په ملیونونو انسانان یې ووژل وو . د انساني ژوند دومره لوی زیان حتی په لومړۍ نړیواله جګړه کې هم نه وو پیښ شوی. تر دې دمه د هسپانوي فلو لپاره هیڅ درملنه موجود نه وه. په ښکاره ډول ، کله چې دا مرض ودریرد ، نړۍ د سولې ساه اخیستې وه. دا وخت د کورونا ویروس حالت هم دغه دی . هيله ده چې احتياطي تدابير په پراخه کچه د دې ناروغۍ خپرېدو مخه ونيسي البته ډیر ماهرین وړاندوینه کوي چې کورونه ویروس د تیرې پیړۍ هسپانوي فلو په څیر دومره تباه کونکی ندی
اوس هر څه چې وضعیت وي او حالات چی هرڅومره خرابیږی، ټوله نړۍ باید د ناروغۍ سره مبارزه وکړي او د لرې کولو هڅه یی وکړي. لکه څنګه چې دا ناروغي خپره شوې ، د هر هیواد او سیمې خلک پخپله احتیاطي اقدامات کوي. دا هغه دوره ده په کوم کې چې نړیواله ټولنه یو کلي دی نظریه رامینځته شوې. هره ورځ د نړۍ د مختلف هیوادونو تر منځ یو ډوله سلسله روانه وی . دلته سوداګرۍ او نور دندې شتون لري چې خلک یې بوخت ګرځولی. اوس کله چې دا وضعیت رامینځته شوی نو روان جریان هم په ټپه ودریدلی او په سوداګرۍ یی ناوړه اغیزه کړي. د ویلو ده چې ، د انسانانو ژوند له لاسه تللی او د غریبو خلکو روغتیا سره ډیر هیوادونه له بدو حالاتو سره مخ دي. د هوایی ډګرونو سره سره د ترانسپورت نورې وسیلی هم بندی شوی. دا ټول ګامونه دړدونکی دي. د وضعیت د کنټرول لپاره هڅې په سیمه ییزه ، ملي کچه او په نړیواله کچه ترسره کیږي. په داسې شرایطو کې کله چې حالات ښه نه وي ، هرڅوک لومړی خپل فکرونه لري. ماهرین اټکل کوي چې ددغه ناروغۍ سره د مبارزې او کنټرول هڅې به د ډیر هیوادونو په اقتصاد ناوړه اغیزه وکړي. په داسې حالاتو کې ، دا ډول شیان حتمي وي
په هره سیمه کې خلک ورته حالت سره مخ دي. که پداسی حالاتو کی ډله ایزې هڅې وکارول شي او دواړخیزې همکارۍ ته وده ورکړل شي نو دا به نه یوازې د غوره پایلو لامل شی ، بلکې د یو بل په غم کې د شریکولو روحیه به هم ځواکمنه شی او ډله ایزې هڅې او داسی انفرادي هڅو ته به نوې ځواکمنی ترلاسه شی . یو څو ورځې دمخه ، لومړي وزیر نریندر مودي د سارک غړو هیوادونو ته وړاندیز وکړ چې د دې سازمان غړي باید یو بل سره د خپل خپل وضعیت او برنامو په اړه بحث وکړي او پدې توګه یوه اړیکه یا سیلسله رامینځته کړي. په ګډه ډله ییز ګامونه واخلئ چې ښې پایلې ترلاسه کړی شي. دا د خوښۍ وړ ګام دی چې د ډیرو هیوادونو مشرانو د لومړي وزیر وړاندیز خوښ کړو او واضع یی کړه چې دا د ویډیو کنفرانس له لارې تنظیم کیدی شي. د مارچ په ۱۵ مه د یکشنبې په ورځ ویډیو کنفرانس ترسره شو او پدی کی افغانستان ، بنګله دیش ، بوتان ، هندوستان ، مالدیپ ، نیپال او د سری لنکا عالي مشرتابه شرکت وکړ . پداسې حال کې چې پاکستان له طرفه د لومړي وزیر عمران خان د صحت عامی ځانګړي سلاکار په دی کې برخه واخیستله. ډیرو غړو د خپل هیواد کورونا ویروس قضیۍ تشریح کړې چی په بیله بیلو هیوادونو کی ددغه وبا د درملنې څرنګوالي لپاره کوم ډول تدابیر نیول شوي. د هند لومړي وزیر نریندر مودي ټینګار وکړ چې غړي هیوادونه باید په ګډه د دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره ګډ اقدام وکړي. پدې برخه کې ، هغه د سارک د ځانګړي مالی صندوق د جوړولو وړاندیز وکړ او اعلان یې وکړ چې هندوستان به د ۱۰ میلیون امریکایی ډالرو لومړنۍ بسپنه چمتو کړي. د لومړي وزیر مودي سربیره ، د بنګله دیش ، نیپال او بوتان لومړي وزیرانو ، د سریلانکا ، افغانستان او مالدیپ ولسمشرانو او د پاکستان په استازیتوب د لومړي وزیر ځانګړي سلاکار هم په ویډیو کنفرانس کې خپل نظریات څرګند کړل. دا ویل کیدی شي چې په سیمه ییزه کچه د سارک دا پیشرفت د ستاینی وړ دی . په سیمه کې ځینې هیوادونه ایران سره پوله لري چیرې چې کورونا ویروس د سختې تباهۍ لامل شوی دی. د ناروغۍ سره د سارک هیوادونو د مبارزې ګډه هڅه به په یقینی ډول ګټور ثابتیږی او ددی خبری پوره باور لرل کیږی
Comments
Post a Comment