په پاکستان کی د میر شکیل الرحمان ګرفتارې
لیکنه : فهیم احمد
ژباړه : پښتو ځانګه
داسی خو په نړی کې ډيرو خکومتونو خپلو ناکامیو او نیم ګړتیا باندې پرده اچولو د پاره ډول ډول طریقی استعمالوی او هڅه کوی چی څوک هغوی ته ګوته ونه نیسې او نه د هغوی غندنه وکړي . په پاکستان کې دا چلند څه زیات لیدل کیږی . د هیواد د خپلواکی څخه وروستو د پاکستان حکمرانانو جمهوریت ته د ښیرازه کیدو موقع ورنکړه . هر کله چی جمهوریت ته د پیاوړی کیدو موقع تر لاسه شوه پوځي جنرالانو مارشل لا په لګولو د دي امکانات ختم کړل او کله چی نش په نوم جمهوریت راغلو نو هغه د پوځ د جنرالانو تر نظارت لاندی پاتې شو . په پاکستان کې ملکی حکومتونه په خپله فیصله نشی کولی . په هره فیصله کې د پوځ مداخلت ضرورې وې. په پاکستان کې تازه معامله د مطبوعاتو یو لوړ رتبه شخصیت او د جنګ ورځپاڼي او جیو ټي وي ډلی مشر اجرائیوی مامور میر شکیل الرحمان ګرفتاری ده . په پاکستان کی د خبریالانو د ویرولو سلسله له کلونو راهیسی دوام لری . پکار دا ده چی مطبوعاتو ته وده ورکړل شی چی هغه د هیواد او ټولنی انکشاف او ودانی کی ښه رول ولوبوې . مطبوعات د حکومت او ټولنیزو نیمګړتیاوو او بدیو په څرګندولو د هغې لرې کولو هڅه کوی ، کومک کوې ، رشوت خوری په نښه کوې چې حکومت د دې خاتمه وکړې . او ټولنه خپلی شعبی پاکې او شفافې جوړې کړي لاکن حکومت د مطبوعاتو استعداد او امکاناتو څخه ګټه پورته کولو پر ځای د مطبوعاتو مري خفه کولو باندې لاس پورته کړی. په پاکستان کې مطبوعاتو او خبریالانو باندی ډول دول فشارونه اچول کیږی. خبریالان د حکومت او په اقتدار ناست کسانو خلاف څه هم ویلای نشې. بل خواته ترهګر او ورانکار سازمانونه دې څوک چې خپل مزاج خلاف څه اوریدل نه غواړي. په پاکستان کې د پوځ کار کولو هم خپله طریقه ده. د خبریالانو ځینو لیکنو ته د ملې امنیت خطر په بیلو د هغوی خلاف کاروائي کیدای شې. د دغو ټولو مشکلاتو او ستونزو باوجود د پاکستان خبریالان په ځبنې طریقو خپله لمنه په ژغورولو د مطبوعاتو بنیادي اصولو باندې د چلند هڅه کوي . لاکن کله کله په دغه هڅه کی هغوی خپل خوږ ژوند هم له لاسه ورکوې. د تنظیم فریدم نیټ ورک په راپور کی دا خبره مخې ته راغي چې په پاکستان کې تیرو ۶ کلونو کې خپل فرایض تر سره کولو په دوران کې ۳۳ خبریالان قتل شوی دې . دغې احصائی ډیر زیات مایوسه عکس وړاندی کړی . میر شکیل الرحمان د ملی محاسبې بیورو لخوا ۳۴ کاله زړه معامله کې ګرفتاره کړای شو چې د کوم تعلق د یو شخصې ځمکې سودا ده. په داسی زړه معامله کې ګرفتارې له قبر څخه د مړي جسد ایستلو مترادف دی. پدې موده کی څومره حکومتونه راغلل او لاړل چاته هم د دې خبر ونه شو . نو د دې لپاره پدی ترڅ کې د حکومت په نیت باندې شک لرل فطري خبره ده . د عمران خان حکومت ملی محاسبې بیور د وسیلې په توګه استعمالولو د حزب ائتلاف څخه مشران د رشوت او غلا ، غلطۍ په الزام په بندې خانو کې زنداني کړې او کله چې مطبوعاتو د یو ارادي بې ځایه استعمال ته ګوته ونیوله نو په نتیجه کي میر شکیل الرحمان ګرفتار کړای شو .
په پاکستان کې د رائ څرګندولو آزادې وضعیت ډیر زیات خراب دی . په مطبوعاتو باندې خو بندیزونه لګول شوې لاکن نورې موسسې هم د ده څخه مثتسنئ ندی پاتی . ټولنیز کارکنان ، عالمان ، پروفیسوران ، او روشن خیال خلک اکثر هدف جوړول کیږې . په دغو کې تر ټولو زیاته شدیده مسله د مذهب سپکاوي یا ملې امنیت وې . دا داسې معاملات دې چی ورکې ترهګر ، انتها پسند خلک د درواغو الزام په لګولو ځينې کس هدف جوړولۍ شې . په داسې معاملو کې حکومت هم په رضا کارانه توګه یا هم د مجبورئ د لاسه د هغوي ملاتړ کوې . اسیه بې بې او جنید سره هم څه داسې شوې وو .
د میر شکیل الرحمان خلاف کاروائي باندې چاته د حیرانیدو ضرړرت نشته دي . کله چې د پاکستان پې ـ ايم ـ ايِل ـ این یعنې مسلم لیګ ( نواز شریف ) څخه انتخابات په بایللو څخه پس عمران خان په باقاعده ډول دا وئيلې وو ، که چیرې قدرت تر لاسه کړي نو د میر شکیل او د هغه ډلې خلاف به سخته کاروائی وکړې . په کوم هیواد کې چې د مهم شخص ارادو مالکان او غټ مامورین مخفوظ نه وې نو هلته کې د عام وګړې تخفظ اندازه په ښه ډول لګیدلۍ شې.
د هر هیواد په پرمختګ او ودانۍ کې د هرې شعبې همکارې لازمه وې. لاکن پاکستان خپل طاقت د ترهګرۍ ملاتړ او خپله ټولنه د عصري خیالاتو او رجحناتو څخه محرمولو باندې مصرف کوې . دا علت دي چي په پاکستان کې د وارخطائي یوه فضا رامنځته شوي او ټولنه کې تاوتریخوالۍ لیدل کیږې.
که پاکستان د کامیابه هیوادونو په قطار کې ودریدل غواړې نو هغه به په مثبت لارو باندې سنجیده هڅه کول وې . چې ورکې د رائ ازادې ته برلاسي تر لاسه کړې
Comments
Post a Comment