عراق د امریکا او ایران ترمینځ شخړو کی راګیر
لیکنه : د ډاکټر محمد مدسیر قمر
ژباړه : د پښتو څانګی
عراق د اوږدې مودې لپاره داخلي ویش او بهرني مداخلو سره مخ دی. د عراق د خلکو ستونزې په ۲۰۱۷ م کال کې د داعش د ماتې له امله د رامنځته شوې هیلې سره پای ته ونه رسیدې. دا په بغداد کې د حکومت د نه همکارۍ له امله وه چې د عراقيانو د کیپیټلیزم او اداري فساد په اړه یې تمه پوره نکړیشوه . سربیره پردې ، د سیاسي ټولګیو تر منځ هیڅ موافقه نه وه چې نه یوازې د حکومت جوړیدل یې وځنډول ، بلکې حکومتداري یې هم په ټپه ودروله . سیاسي او نظامي مداخلو په ځانګړي توګه د ایران او متحده ایالاتو لخوا داخلي تفرقې ته زور ورکړو. د دې پر ضد احتجاج لپاره ، عراقي خلکو په ټول هیواد کې لاریونونه پیل کړل چې د حکومتدارۍ په برخه کې حساب ورکونه رامنځ ته کولو ، غوره اسانتیاوی برابرولو او ظالمانه پانګوالي ، اداري فساد او د بهرنيانو مداخله پای ته د رسولو غوښتنه یی وکړه
په عراق کې لاریونونه وروسته له هغه په لوی بحران کې بدل شول کله چې یو شمیر لاریون کونکي د امنیتی ځواکونو او د ایران تر ملاتړ لاندې ملیشو لکه کاتب حزب الله لخوا په عمل کې ووژل شول. دې ډلې په عراق کې د متحده ایالاتو نظامي حضور پای ته رسولو لپاره د هیواد په بیلابیلو برخو کې هم لاریونونه تنظیم کړل . د ۲۰۱۹م میلادی کال ډسمبر میاشت کې دې ډلې په کیرکوک کې د عراقي ځواکونو پر یوې پوځي اډې د توغندیو بریدونه پیل کړل چې اکثرا به د امریکايي ځواکونو لخوا کارول کیدل . دا برید د هغه عراقي کنټریکټر د وژلو لامل شو چې د متحده ایالاتو پوځ لپاره یی کار کاوه. دوه ورځې وروسته د متحده ایالاتو د پوځ لخوا په ځوابي برید کې په عراق او سوریه کې د کاتب حزب الله مشران او جنګیالي ووژل شول او په عراق کې یې د وسلو ځینې اډی له منځه یوړلې.
عملاً ناوړه وضعیت وده وکړه کله چې د دسمبر په ۳۱مه ، نامتو تحرک محاذ په بغداد کې د متحده ایالاتو د سفارت مخې ته یو لاریون تنظیم کړ او د هغې ځینو غړو د سفارت په ودانۍ د برید هڅه هم وکړه. د جنوري په ۲مه ، متحده ایالاتو د بغداد له هوای ډګر نه بهر د مشرانو په کتار باندې ډرون برید پیل کړو ، نه یوازې د کاتب حزب الله مشر ابو مهدي المهندیس بلکې قاسم سلیماني چی د ایران د انقلابي ګارد د قدس ځواک مشر هم وو ، ووژل شو. . د متحده ایالاتو او ایران ترمینځ په بشپړه تباه کونکی د جګړی وضعیت منځ ته راغی او لا د زیاتوالي ګواښ یی وکړ او امکان وو چی پدی شخړه کی عراق راګیر شوی وای.
که څه هم په هغه وخت کې ، ایران او متحده ایالاتو پریکړه وکړه چې دا وضعیت له پامه وغورځوي ، وروسته له هغه چې ایران ، د عراقي ځواکونو په ځینو پوځي اډو چی د متحده ایالاتو د پوځ له خوا کارول کیدو ، ځوابي بریدونه وکړل. اوس وضعیت یوځل بیا کړکیچن شو. کاتب حزب الله د بغداد په شمال کې پر یو نظامي کیمپ راکټي بریدونه وکړو چې د متحده ایالاتو په مشرۍ ایتلافي ځواکونو لخوا کارول کیدو او ددی له امله دوه امریکایی او یو برطانوی خدماتو غړي وژل شول او یو شمیر نور ټپیان شول. د متحده ایالاتو پوځ په پنځو ځایونو یوځل بیا بریدونه پیل کړل چې شک پری دا وو چی دا د کاتب حزب الله لپاره د وسلو یوی اډی په توګه کارول کیږی . دغه بریدونه د ایران تر ملاتړ لاندې کاتب حزب الله زور د کمزوري کولو لپاره پیل شوي وو تر څو د امریکا تر مشرۍ لاندې د ایتلافي ځواکونو پر پوځي اډو او کمپونو نور د راکټونو بریدونه ونکړيشی
شنونکی تمه کوی چی عراق د متحده ایالاتو او ایران ترمینځ د کړکیچنو وضیعتونو له امله د نامعلوم راتلونکي او د دواړو سیالانو ترمینځ د جګړې له ستر ګواښ سره مخ دی. عراقي مشرتابه کولی شي د سیمې د سولې ، ثبات او امنیت لپاره د سیمه ییزو ملیشو او بهرنيو ځواکونو سره داسی چلند وکړې ، تر څو په عراق او سیمه کې د جګړې لمبې خوری نشې
هند ویلي دي چې په عراق کې ښکېل ټولې خواوې باید سوله ټینګه کړي ، له هر ډول شرایطو څخه ډډه وکړي او په ټولو شرایطو کې له زغم څخه کار واخلي. د هند لپاره ، د عراق سوله ، ثبات او بیا رغونه نه یوازې د دواړو هیوادونو د اړیکو له امله بلکه د عراق د خلکو راتلونکي لپاره هم خورا ډیر اهمیت لري. د جنرال سلیماني د وژنې پر مهال ، هند د متحده ایالاتو لخوا د لوړ پوړي ایراني مشر وژنی ته ګوت څنډنه کړې وه او د کړکیچ د زیاتوالي اندیښنه یې څرګنده کړې وه. نوي ډیلي د زغم غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې دا نه یوازې د هند بلکې ټولې نړۍ لپاره د سیمه ییز ثبات مهم ضرورت دی
عراق د متحده ایالاتو او ایران ترمینځ د کړکیچ له امله د نامعلوم راتلونکي سره مخ دی. دا د دواړو سیالانو ترمینځ جګړې کی راګیر پاتی شوی . عراقي مشرتابه کولی شي د عراق او خلیج سیمې د سولې ، ثبات او امنیت لپاره د سیمه ایزو ملیشو زغم او د بهرني قدرتونو لاسونه تړلو لپاره ښه ګامونه پورته کړي.
Comments
Post a Comment