هندوستان د میانمار سره بوختیاوی ژوری کړی
لیکنه : د ډاکتر تتلی باسو
ژباړه : د پښتو څانګی
د میانمار د جمهوری اتحادیې مشر ، یو ون میینټ هندوستان ته په یو دولتي سفر راغلی و. میانمار د هند د " ختیځ عملی تګلاری" او د " لومړی ګاونډيتوب " پالیسیو کې یو مهم انډیوال پاتی شوی . دا د سی ایل ایم وی یا (کمبودیا ، لاو پی ډی ار ، میانمار او ویتنام) هیوادونو ته د هند د لاسی لپاره یوه کیلۍ ده ځکه چې لومړنی هدف یې د سویل ختیځ آسیا سره پراخه اقتصادي او ستراتیژیکې اړیکې رامینځته کول دي
د هرکلۍ له مراسمو وروسته ، ولسمشر یو ون میینټ له ولسمشر رام نات کووند سره خبرې وکړې. لومړي وزیر نریندر مودي د میانمار له ولسمشر سره د پلاوي په کچه خبرې وکړې. دواړو مشرانو په دوه اړخیزو ، سیمه ایزو او نړیوالو مسلو د دوه اړخیزو اندیښنو په اړه خبرې وکړې
د دوه اړخیزو همکاریو د زیاتولو لپاره ، د لوړې کچې لیدنې پرمهال د تفاهم یاداشتونه او تړونونه لاسلیک شول. هندوستان په راخین ایالت کې د ټولنیز - اقتصادي ودې لپاره ژمن دی. د راخین ایالت د پراختیايي برنامې لاندې به دواړه هیوادونه په موراکو او ښارګوټي روغتون کې د انزلیټر په جوړولو ، د ګیوا په ښارګوټي کې د تخمونو زېرمو کورونو او اوبو رسولو سیستمونو ، په پنځو ښارګوټو کې د لمریز بریښنا له لارې د بریښنا د ویش ، د کیواولنګ - اوهلفیو سړک او کینګ تانگ کیاپونګ سړک ، د بوتادنګ ښارګوټي کې د کیاو پاینګ سړک په جوړولو کې همکاري وکړي.. په ۲۰۱۹م کی هندوستان په شمالي راخین کې د بې ځایه شویو خلکو لپاره له مخکې جوړ شوي کورونه او د مرستې توکي چمتو کړل. سربیره پردې ، د میکانګ - ګنګا همکارۍ میکانیزم لاندې د لوړ اغیز ټولنې پرمختیایی پروژو اود لوړی اغیزې پروژې چوکاټ کې پراختیايي همکارۍ ته وده د ورکولو تړون ترسره شوی
میانمار د هند د سیمه ایز ارتباطي ډیزاینونو په مرکز کی شتون لری. هند د سیټوی بندر او د کلادان ملټي موډل ټرانزیټ ټرانسپورټ پروژې ته لومړیتوب ورکوي. د سیټوی بندرګیټ او پالټوا انلینډ واټر ټرانسپورټ ترمینل ساتلو لپاره د پورټ آپریټرد ۲۰۲۰م فبروري کې ټاکل شوی دی. د پیلتوا - زورینپوي سړک بشپړیدو سره به د کلادان لویې لارې اخری پړاو به د سیټوی شمال ختیځ هند سره وصل شی . سربیره پردې ، د درې اړخیزې لویې لارې د کالیوا - یارګي برخې کار به تر ۲۰۲۱مه پورې پای ته ورسیږي. هند ژمن دی چې په درې اړخیزې لویې لارې د ۶۹ پلونو د لوړولو کار سر ته ورسوی.
په تامو کې د لومړي پړاو په توګه د مدغم شوي چیک پوسټ جوړول او د موټرو توافقنامې بحثونو لومړنۍ پایله په اجندا کې شامله ده
د هند ګاونډي هیوادونو د لومړۍ پالیسۍ د ستراتیژیکو اهدافو غوښتنه دا ده چی د دفاع او امنیت همکارۍ تقویه کړیشی چې په نظامي روزنه ، نظارت او سمندري امنیت تمرکز کوي. په میانمار کې د باغیانو په نښه کولو د هندي او میانمار ځواکونو ګډو پوخی عملیاتو پدې برخه کې یو قوي بنسټ رامینځته کړی. د معلوماتو او استخباراتي معلوماتو شریکولو له لارې د ترهګرو ډلو او شدید افراطیت سره مبارزه په ګوته کړی شوې. د دفاعي همکاریو او د سمندري امنیت همکاریو پر هوکړه لیک او د سپینې لیږدونې د معلوماتو تبادلې دوه اړخیز امنیتي همکارۍ تقوی کړې
د آسیا یو متحرک اقتصاد په توګه ، میانمار د هند لپاره ډیر فرصتونه وړاندې کوي. که څه هم ، اقتصادي اړیکې د دوه اړخیزو سوداګرۍ شاوخوا ۱،۷۵ ملیارده ډالرو سره نږدې له امکان څخه ښکته پاتې دي. د اړیکو لوړولو ، بازار ته لاسرسي ، مالي معاملاتو کې مرسته کول ، له سوداګرۍ څخه تر سوداګرۍ پورې طریقی اسانول او دوه اړخیز او سیمه ایز سوداګریز تړونونو ملاتړ د کولو اړتیا ده . میانمار د هند د انرژۍ په اړیکو کې مهم شریک دی. د هند د تیلو او ګازو شرکت د میانمار د تیلو ډګرونو په برخه کی پانګونه کړی او داسی فرستونه رالټوی چی هند ته تیل صادرکړی شی
دوه اړخيزې اړيکې په ګډو تاريخي ، فرهنګي او مذهبي اړيکو ولاړې دي. ولسمشر یو وین میینت د بود ګیا او آګرا څخه هم لیدنه وکړه. هند به زمکنی او ستراتیجیکی انکشافات پرانستلو په خاطر دوه اړخیزه همکارۍ نوي لوړوالي ته رسولو په لار پانګونې ته دوام ورکړي
Comments
Post a Comment