تحریک انصاف د پاکستان د خلکو باور زیانمن کړی
لیکنه : د عباس سلام
ژباړه :د پښتو څانګی
کله چې د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان چې شاوخوا یو نیم کال د مخه د کرکټر څخه سیاستوال شو ، د پاکستان د لومړي وزیر په توګه یی لوړه وکړه ، د پاکستانیو یوې لویې ډلې ، چې د نورو ناکامه حکومتونو څخه ستړې شوې وو خپلی هیلې یې شریکې کړې. بې روزګاره ځوانانو دا د یو غوره انتخاب په توګه احساس کړۍ وو ، او د ټولنیزو ظلمونو ښکار ښځو او انجونو ته مسیحا ښکاریده .په دې توګه ښاغلي عمران خان په ۱۹۷۲ کې د ذوالفقار علي بوټو او په ۱۹۹۰ کې د نواز شریف په پرتله د خلکو په ملاتړ سره حکومت کول پیل کړو او د دولت د ټولو پیاوړو بنسټونو ملاتړ یې هم ترلاسه کړ. د اپوزیسیون یا مخالف ګوندونه شتون ضرور تر سترګو کیږې ، خو د نوي حکومت له رامینځته کیدو وروسته ټول خلکو د نوي لوړوالي په وړاندې ځان ډیر مجبور احساس کړو. تر یوه حد پوری د یو شمیر د روڼ اندو په ګډون د پاکستان د اعتدال اعتراض کونکی هم غلی وو
د تحریک انصاف حکومت پنځو کالو لپاره واک ته رسیدلی ، له لوړو دعوو او وعدو سره چی هیوادوالو ته د ۱۰۰ ملیونو دندو او د پنځه ملیونه کورونو جوړولو سره هیواد به په مدینه ایالت کی بدلوی ، په جګو غږونو سره اقتدار ته ورسیدو ، خو د پي . ټي . آئي . د حکومت د یو نیم کال په تیریدو سربیره د پاکستان عامو خلکو ته هیڅ ډول مرسته نه ده رسیدلې . برعکس د دوی اندیښنې لا زیاتې شوي دي . که پخپله د تحریک انصاف حکومت پدې موده کې کوم څه لاسته راوړل ، هغه یوه داسې تجربه ده چې ښاغلی عمران خان نشي کولی هغه له خلکو سره شریکه کړي. د پیښو په وروستي بدلون کې ، دوی نور د دې توان نلري چې له ملت سره ژمنې وکړي
هرڅوک پوهیږي چې واک ته د رسیدو په سیالۍ کې ، عمران خان ډیر په جوش ویلي وو چې که د هغه دګوند حکومت جوړ شي ، نو هیڅ بهرني پور به وانخلې. د اقتصاد اجراییوي څار ډلې ته په هغه وخت کې دا احساس شوې وو، چې دا یوازې د خلکو خوښولو لپاره یو اعلان دی. دا اټکل په راتلونکي شیبه کې ثابت شو کله چې عمران خان له آی.ایم. ایف. څخه پور واخیست. له هغې وروسته ، د هیواد لپاره د عاید په راټولولو کې د ناکاميو یوه سلسله روانه شوه ، کوم چې په یو نیم کال کې د نرخونو د لوړوالي طوفان نور هم چابک کړو. په پاکستان کې د ژوند هره برخه د نرخونو د لوړوالې د طوفان له وجی ځپل شویده. اقتصادې بربادې مخ په ډیریدو ده. په صادراتو کې زیاتوالی خو نه تر سترګو کیږی ، برعکس واردات مخ په لوړېدو دي
په هرصورت ، د عمران حکومت استازي لاهم وړاندی کوي چې هغه ژمنې چې د هیواد د سوکالۍ لپاره شويدې هغه به په پنځو کلونو کې پوره شي ، اوس خو یوازې لا یو نیم کال تير شوی. دا دلیل په خپل ځای کې د حکومتي عمل سرعت سره تت بریښي. پوښتنه راپورته کیږي چې ایا په پاتې ۳ نیمو کالو کې به ۳۳ ملیونه دندې پیدا شي! هغه هم په داسې یو حالت کې چې د ۲۰۱۸ کال له اګست څخه تر جولای ۲۰۲۰ پوری شاوخوا دوه نیم ملیونه خلک له نوکری څخه بې برخی شوی دې.
پدې برخه کې ، حکومت باید په پاتې کلونو کې یو سل ملیون دندې رامینځته کړي ، یعنی هر کال شاوخوا څلور ملیونه دندې. د عمران خان حکومت ، د پوځ په ګډون ، د دولتي ماشینونو قوي ملاتړ سره ، حتی که اوس هم دولت د مدینې خوبونه په ملت وپلوري ، دا به د خلکو سره ډیره بده ټوکه او لویه بې انصافې وي ، چې په هیڅ دیموکراتیکه ټولنه کې د دی لپاره ځای شتون نلري
دوه کاله د مخه ، د پاکستان اقتصاد نسبتا ښه و ، مګر دومره هم ښه نه و چې یومسول سیاسي ګوند د یو ملیون دندو ژمنه وکړې ترڅو د هیواد په کړکیچونو کې ښکیلو خلکو رضایت ترلاسه کړي. اوس حالت دا دی چې د ودې کچه په ۲۰۱۸ کې ۵۰۸ سلنه وه او تمه یې وه چې تیر کال به شپږ سلنی ته لوړه شي . دا د کال له پیل څخه د مخه ، مخ په کمیدو ده او اوس دا ویره شتون لري چې سږکال ممکن دوه ـ دوه نیم سلنې ته راټیټه شي. په داسې حالت کې ، ایا حکومت حق لري چې د پنځه کلنۍ ژمنې لومړني کلونه په هماغه ډول ضایع کړي چې ضایع شوي وو؟ داسې نه بریښي چې د عمران خان حکومت به وکولی شي دا پوښتنې ځواب کړي. غلطي چیرې شوې ده؟ دا په ګوته کول مشکل ندي ، مګر د کومې ستونزې حل کولو لپاره اړین اخلاقي جرأت د پاکستان په اوسني حکومتي جوړښت کې نشتوالی دی. که چیرې موجوده حکومت د دې وړتیا په اړه څه پوهیږي ، نو هغه به دا وی چی د پاتی مودې تر پایه ، د هیواد بې کوره خلکو ته د یو لکه کورونو د جوړولو توان هم نلري
په خواشینۍ سره ، حتی د پاکستان اقتصاد په پس منظر کې ، د پاکستان لومړی وزیر له حقایقو سره د مخ کیدو هيڅ علاقه نلري او ظاهراً هغه خلکو ته په قناعت ورکولولګیا دی چې ۲۰۲۰ کال به د دې هیواد لپاره د اقتصادي پرمختګ کال وي ، چې د کار موندنې لامل به شي . خلکو ته به د کار ډير فرصتونه رامینځته کولو کې مرسته وکړي . میډیا شاهد ده چې ښاغلی عمران خان دا تاثر رامینځته کوي چې هغه په ټول هیواد کې سفر کوي او خلکو ته د شین باغ په ښودلو سره هغه ورځی راپیادوی چې د ټاکنو په ورځو کې وو. دا ویل کیدی شي چې د عمران خان حکومت د نه منلو په صورت کې د یو ملیون دندو او پنځو ملیونو کورونو جوړولو او داسی د تعلیم ، روغتیا ، عامه ترانسپورت ، صنعت او تجارت ، زراعت ، حکومتي کټګورۍ د دروغجنې وعدې کولو اخلاقي جرم کړی. هغه د تعلیم ، روغتیا ، عامه ترانسپورت ، صنعت سوداګرۍ ، زراعت ، دولتي تصدی ، ریل پټلۍ ، عامه توزیع او نورو ډیرو برخو کې هیڅ پرمختګ ونه کړ. اوس باید هغه د یو ملیون نورو دندو او پنځو ملیونو کورونو جوړولو په ترڅ کی د روغجنو ژمنو څخه ډډه وکړې
Comments
Post a Comment