د جی شلم بیړنٸ غونډه
ليکنه : کوشيک رای
ژباړه :د پښتو څانګي
د جی شلم د مشرانو ناستې مجازي ظطراري غونډه د مارچ په شلمه جوړه شوه تر څو د هغه ننګونو په اړه خبرې وکړي، کوم چې د کوويد ۱۹ ناروغۍ له امله رامينځته شوي. دا اظطراري غونډه د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز آل سعود له خوا د هند د لومړي وزير، نريندرا مودي په غوښتنه رابلل شوې وه.
د جی شلم ټولو مشرانو په شمول، د متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د بريتانيا لومړي وزير بورس جانسن،د فرانسې ولسمشر ايمانويل مېکرون، د چين ولسمشر شي جينپينګ، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د جاپان لومړي وزير شينزو ابې په دې اظطراري ناسته کې برخه اخيستې وه.
د جی شلم مشرانو موافقه وکړه، چې د پاليسي ټول اقتصادي او ټولنيز لګښتونو د کمولو لپاره د پاليسي ټولې موجوده وسېلې وکاروي.
دوی د نړيوالي ودې، بازار ثبات او هوساينې پياوړې کولو سره هم موافقه وکړه.
د جی شلم هيوادونه ژمن دي، چې نړيوال اقتصاد ته پنځه تريليون ډالرتحويل کړي.
رهبرانو بيا موافقه وکړه، چې د نړيوال روغتيا سازمان د پيوستون د غبرګون وجهي صندوق کې مرسته وکړي.
لومړي وزير مودي د جی شلم اظطراري ناستې رابللو لپاره د سعودي پادشاه څخه مننه وکړه. ښاغلي مودي د ناروغي خطرناک ټولنيز او اقتصادي لګښت ياد کړ. هغه وويل چې د کويد -۱۹ ، ۹۰ سلنه قضيې او ۸۸ سلنه مړيني د جی شلم هيوادونو کې ثبت شوي دي. دا هيوادونه په ګډه د نړۍ جي – دي – پي، ۸۰ سلنه او د نړيوال نفوس ۶۰ سلنه برخه جوړوي.هغه له جی شلم څخه غوښتنه وکړه، چې ددې ناروغي سره د مبارزې لپاره يو قوي کاري پلان سره راشي.
د هند لومړي وزير د طبي څيړنې او د پر مختګ ګټې د وړيا شريکولو غوښتنه وکړه. ښاغلي مودي وويل جی شلم اړتيا لري ، د تطبيق وړ ځواب ويونکي او انساني روغتيا پاملرنې سیستمونه رامينځ ته کړي، په نړۍ کې د بحران مديريت نوي پروتوکولونه او پروسيجرو ته وده ورکړي. هغه د نړيوال حکومت په څير، بين المللي ادارو کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه، د هند لومړي وزير وويل، چې جی شلم اړتيا لري په ګډه کار وکړي تر څو اقتصادي ستونزې راکمې کړي، چې د کويد ۱۹ له امله رامينځ ته شوي، په ځانګړي ډول د ټولنې کمزورو برخو لپاره.
لومړي وزير مودي د جی شلم مشرانو څخه وغوښتل، چې د بشريت د اجتماعي هوساينې لپاره په نوې نړيوال کيدو کې مرسته وکړي او د انسانيت مشترکو ګټو ته وده ورکولو لپاره څو اړخيز تمرکز وکړي.
د جی شلم مشرانو د نړيوال د اقتصاد د ساتنې، د سوداګرۍ خنډ کمولو او د نړيوالې مرستو د ډيريدو لپاره د ګامونو په اخيستو سره ددې ناروغي په وړاندې د مبارزې غوښتنه وکړه.
د هند لومړي وزير همدا رنګه د قطر امير شيخ تميم بن حمد ال ثاني او د ابوظهبي د شهزاده شيخ محمد بن زايد ال نهيان سره د کرونا ويروس د خپريدو په اړه تليفوني خبرې وکړې.
Comments
Post a Comment