د امریکی او طالبانو تړون د عملی کولو په لاره کی خنډونه
لیکنه : انتخاب عالم
ژباړه : پښتو څانګه
د امریکا او طالبانو ترمنځ له شوی لوزنامی یو څو ورځې تیریږي . دا اطلاع هم رارسیدلی چی د افغانستان په شمال کی د طالبانو په یوه برید کی ۳ کسان ووژل شول . په اصل کې طالبانو د خپلو ۵ زره بندیانو خوشې کول د افغانستان حکومت سره د خبرو اترو لومړی شرط ګڼي . طالبانو د خپلو ۵۰۰۰ بندیانو په بدل کی پخپل حراست کې ۱۰۰۰ قیدیان خوشی کولو ته هم تیار دی . د تړون په ترڅ کی د یو اوږدې مودې راهیسې د امریکا او طالبانو استازو تر منځ خبرې اترې وشوې او د خبرو اترو په دوران کې شدید بحران هم رامنځته شو . یو پړاو داسئ هم راغلو چی د اوږدې مودې خبرو اترو په منځ کی ناڅاپه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرې اترې منسوخ کړي وې چې د کوم څخه وروستو د مایوسی او نا امیدی چاپیریال راپیدا شو . سره له دې چې د خبرو اترو سلسله په نیږدې تیر وخت کې یو ځل بیا پیل شوه او د شنبې یعنې د فروری د میاشتې په ۲۹مه نیټه د امریکا لخوا د خپل خاص استازی زلمي خلیلزاد او د طالبانو سیاسي مشر ملا عبدالغني برادر دا تړون لاس لیک کړو . یاد تړون د قطر په پلازمینه دوحه کې لاسلیک شو . پدې موقع د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ما ئیک پومپیو هم هلته موجود وو . د دې لوزنامې لاسلیک کیدو سره د امریکا پوځونه ته د بیرته وتلو لاره هواره شوي ، او توقع لرل کیږی چې راتلونکو ۱۴ میاشتو په دوران کې به د خارجی پوځیانو بیرته وتلو کار بشپړ شې . لیکن د دغه تړون په لاره کې اوس هم خنډونه پراته دي . څنګه چې پخپله د امریکا د دفاع وزیر ما رک ایسپیر ویلي دي چې دا تړون د منزل په لورې یو ښه ګام دی. چې دا يوازې ابتدا ده ، لاره لا ډیره اسانه هم نده . په افغانستان کې داېمي سولې د رامنځته کولو لپاره د صبر او تحمل ضرورت دی او ځيني ډلو ته لوزنامې لاسلیک کول پریوتل کیدای شي.
ښاغلې مارک ایسپر دا خبره په کابل کې کړی . کوم ځای چی نوموړي د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره ملاقات وکړو هلته دواړه مشرانو د لوزنامې په اړوند یو ګډ بیان خپور کړو . څنګه چې مخکې هم اشاره ورکړی شوی چې د دغې تړون په اړه اوس هم اندیښنې شتون لري، لیکن د دغه تړون سره امیدونه هم غوټه دي . تر ټولو مهمه خبره دا ده چی د افغانستان له دریو څخه په دوو برخو کې د امریکا دا اوږد جنګ به خاتمی ته ورسي او د دايمي سولې امید کیداي شې . د امریکا په هکله ویل شوي چې هغه دا ژمنه کړې چې هغه به ۱۳۵ ورځو د ننه خپل ۱۳ زره پوځیانو کې ۸۶۰۰ پوځیان پر شا کړي . په دی سربیره هغه د خپو اتحادیانو سره هم خبرې اترې تر سره کوي چې هغوی هم د اتحادې پوځیانو په شمیر کې کمۍ رامنځته کړي .
په ګډ بیان کې دا هم ثبت دي که چیرې طالبان هم خپل لوظ باندې ټینګ پاتې شول او تړون ته ئی درناوئ وکړو نو د لوزنامې لاس لیک کیدو څخه ۱۴ میاشتو د ننه ټول خارجی پوځونه به له افغانستان څخه بیرته لاړ شي . بل خواته د لوزنامې لاسلیک کیدو څخه مخکې طالبانو هم خپلو جنګیالیو ته هدایت ورکړی چې هغوی د هم د ځينو بریدونه څخه ډډه وکړی او داسې ځینی کار دې ونکړی چې د کوم په علت افغانستان ته زیان ورسي .
د افغانستان په معاملو باندې نظر ساتونکې مبصرینو خیال دی چې په دې پوره باور سره دا نشي ویل کیدای چې دا لوزنامه به تر کومه حده پورې کامیابه وي . ځکه چې د طالبانو په هکله په ډیرو خلکو کې دا شک موجود دی چې خارجي پوځیانو بیرته څخه وروسته د افغانستان د ننه نورو ډلو پلو د طالبانو رویش به په مساواتو بنیاد ونلري او طالبان به په هر حالت کې د خپل برلاسي کیدو هڅه وکړی . په افغانستان کې ځای په ځای شوي امریکائی خاصو ځواکونو یو پخوانۍ مشاور سیټ جونس دا خیال څرګند کړي چی امریکائی قواوې په مکمله توګه بیرته وتلو څخه وروسته دا هم امکان شته دي چې افغانستان د ترهګرو سازمانونو یو بل سر سیورۍ ځای یعني پناه ګاه جوړه شی ، ځکه چې د نوموړي په وینا طالبان اوس هم د القاعدی سره ژوری رابطې لري . داسی اندیښنه د امریکا موجوده د دفاع وزیر مارک ایسر هم څرګنده کړی . غرض دا چې د امریکا او طالبانو د لوزنامې په اړه امیدونه هم لیدۍ کیږی ، او ځینی نامالومې اندیښنې هم شتون لرې .
حقیقت دا دي چی هندوستان د افغانستان یو کلک دوست او خواخوږي دی . ځکه خو هند د د دغې لوزنامې ځینې فریقو ته ئی دا هم وئیلی چې هغوی د دې خبری خیال وساتي چی ترهګری ته وده تر لاسه نشي . کله چې په دوحه قطر کې د لوزنامې په هکله تیاري روان وو نو د هندوستان د بهرنیو چارو سکرتر هرش شرینګلا د افغانستان ولس او ځیني نورو مشرانو سره په کابل کې ملاقات وکړو او په دې خبره ئي ټينګار وکړو چې هندوستان به په سیاسی ، اقتصادي او د پرمختګ په پروژو کې د افغانستان سره په بشپړه توګه همکاري او مرسته وکړي . امید دا لرل کیدای شي چی د ۴ لسیزو راهیسې د ګډوډۍ او د وینې توئيدلو ښکار شوي افغانستان به اوس د راحت ساه واخلي او وضعیت به ښه شي
Comments
Post a Comment